د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو په یرغل کې څلورتنو ژوند بایللی. د نړۍ مشرانو دا حمله غندلې. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن دا یرغل " شرمونکی " او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل دا" د امریکا پر ولسواکۍ برید " بللی دی. په دې راپور کې نور ولولئ
په کونړ کې یوه داسې مېرمن چې خسرګنۍ یې له کوره شړلې او له وېرې نه خپل نوم اخیستی شي، نه د خپل خاوند، نه د ولسوالۍ، نه هم د کلي.
دغه مېرمن چې شااوخوا ۲۵ کاله عمر لري وايي، په کور کې له خواښې او خسر څخه نېولې ان د کور هر غړي ټولو وهله او رټله.
دی وايي، ژوند یې تریخ شوی او خپل شکایت یې د ښځو چارو ریاست ته راوړی دی: "بچي مې ما ته د لسو افغانیو هم څه نه اخلي، خسر، خواښې او خاوند مې وهي او رټي، بيخې قید او تنګه شوې یم، هلته مې ژوند نه تېرېږي."
یاده مېرمن چې درې ماشومان هم لري او شپږکاله وړاندې... Читать дальше...
په سېډني کې د اسټرالیا او هند د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالیو درېیمه لوبه روانه ده.
پچه اسټرالیا ګټلې او د توپ وهنې پریکړه یې کړې.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه اسټرالیا او دوهمه يې هندوستان ګټلې ده.
ټاکل شوې چې د دې لړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ مه نېټه ترسره شي.
په هرات ولایت کې د دولتي ادارو ترمنځ د فوټسال د پیل شوېو سیالیو وروستۍ لوبه نن پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) ناوخته ترسره کېږي.
ضیاالحق ضیا د دې ولایت د سپورټ ادارې فني مسوول ازادي راډیو ته وویل چې وروستۍ لوبه د پوهنتون او ابرسانۍ ادارې د ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي.
دا سیالۍ د 'سولې له پروسې د ملاتړ' په نامه د هرات ولایت د بېلابېلو دولتي ادارو د ۲۴ ټیمونو ترمنځ د لړم د میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وې.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د الېکټرول کالج راییو تر شمېرلو وروسته وویل چې د جنوري په شلمه به واک جوبایډن ته وسپاري.
تمه ده چې جوبایډن د امریکا د متحد ایالتونو د ۴۶م ولسمشر په توګه د جنوري په شلمه د لوړې مراسم ترسره کړي.
کانګرس د نوومبر د درېیمې نېټې په ټاکنو کې جوبایډن د ولسمشر او کمالا هاریس د هغه د مرستیالې په توګه تایید کړل.
د امریکا د استازیو جرګې غړیو نن دا تایید کړه چې بایډن په ټاکنو کې درې سوه شپږ الېکټرول کالج رایې خپلې کړي دي او... Читать дальше...
سره له دې چې ننګرهار ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د سفر ژمنې لا پرخپل ځای پاتې دي، نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) یې د ننګرهار له ولسونو سره ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به د امنیت، بیارغونې، برېښنا، ټرانزیټ او نورو برخو کې جدي اقدامات وکړي.
ولسمشرغني دغه راز په دې ولایت کې په ملکي او نظامي ادارو کې هم د پراخ اصلاحاتو پر پلي کېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید ځایي اداره له ولسونو سره په ګډه ورته د اصلاحاتو د راوستو لپاره یوه طرحه جوړه او وسپاري.
ښاغلي غني زیاته کړه: "والي صاحب! یوه... Читать дальше...
په کابل کې د "کابل جام" په نوم د نجونو د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د المپیک د ملي کمیتې غړي مجیب قاري زاده نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې سیالیو کې له کابله شپږ لوبډلو ګډون کړی او درې ورځې به دوام وکړي.
په خبر کې ویل شوي چې هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي او هدف یې د کابل منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو موندل دي.
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو د مسابقو وخت تغییر شو.
په پام کې وه چې د دوی لومړۍ مسابقه د جنورۍ په اتلسمه پیل شي، خو اوس ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جنورۍ په ۲۱مه په لومړۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.
دواړه ټیمونه متحده عربي اماراتو ته رسېدلي او نړیوال جام ته د غوراوي په لړ کې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ته تیاري نیسي.
په پکتیا کې یو شمېر هغه پولیس چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یې له کلونو راهیسې دندې ترسره کړي وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاشونه ورک دي.
دوی چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي، له منځه یې د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د منتظره قطعې سرګروپ حمید الله ځواکمن ځاځي ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې په نظامي دنده مصروف دی، خو د تېرو اتو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی وايي: "یو زه یم بل مې ورور دی، دا اته میاشتې کېږي چې معاشونه مو ورک دي، کمینونه مو نیولي، وظیفې مو کړي،... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې(د مرغومي ۱۸مه) په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل، په وروستیو څو اونیو کې د کرونا ويروس مثبتو پېښو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
ښاغلی مجروح زیاتوي، په ۴۹مه اوونۍ کې د کرونا ویروس ډېری پېښې ثبت، خو اوس چې ۵۳ مه اوونۍ روانه ده دا پېښې کمې شوي دي: "له نېکه مرغه د ۴۹مې اوونۍ څخه تر دې دمه چې ۵۳مه اوونۍ روانه ده، موږ د کرونا ویروس مثبتو پېښو کې د کمښت شاهدان یو، هم ثبت او هم د مثبتو پېښو کچه ټیټه شوې، په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر هم کم شوی."... Читать дальше...
په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له یرغله یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې د جوبایډن حکومت ته به له قاعدې او نظم سره سم واک وسپاري.
ډونالډ ټرمپ به دوه اوونۍ نور هم د امریکا ولسمشر وي.
ده په یوه اعلامیه کې چې د کانګرس له لوري د جوبایډن او کاملا هریس له تایید کېدو سره په یو وخت خپره کړې، ژمنه کړې چې د جنورۍ په شلمه به نوي حکومت ته واک وسپاري.
ټرمپ په عین حال کې ویلي چې لا هم د انتخاباتو له پایلو سره بشپړ مخالف دی.
د بشري حقونو د څار ډله یا هیومن رایټس واچ وايي، ازبکستان په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې ځینې اصلاحات کړي، خو د خپلواکو غیر حکومتي موسسو د کار په برخه کې لا هم له سختۍ کار اخلي.
د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی ویلي، د ولسمشر شوکت میرضیایف حکومت باید قانون تعدیل کړي او خپلواکو ډلو ته اجازه ورکړي چې هغه غیر حکومتي موسسې راجسټر شي چې د بشري حقونو او جبري کار په شمول پر حساسو مسئلو کار کوي.
هیومن رایټس واچ په عین حال کې تاییدوي چې د ازبکستان حکومت، له هغه مهاله چې... Читать дальше...
د امریکا کانګرس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن بری رسماً تایید کړ.
د دموکرات ګوند کاندید جو بایډن به د جنورۍ په شلمه د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د کانګرس ګډې غونډې د ده بری نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) سهار وختي تایید کړ.
د کانګرس د دواړو جرګو غړیو تایید کړه چې جوبایډن او مرستیالې یې کاملا هریس د ۲۳۲ رایو په وړاندې ۳۰۶ کالج الیکترول رایې ګټلي دي.
لومړی د امریکا په سنا جرګه کې د ایرزونا ایالت د انتخاباتو پر نتیجې د جمهوریپالو پر اعتراض غور وشو. د دوی اعتراض د ۶ موافقو رایو په وړاندې په ۹۳ مخالفو رایو رد شو. Читать дальше...
ټویټر، انسټاګرام او فیسبوک پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۷مه) وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټونه په مؤقت ډول بندوي.
ټویټر وايي، د ډونالډ ټرمپ د درېيو ټویټونو له ډیلیټ یا ړنګولو وروسته د ده ټویټرپاڼه د ۱۲ ساعتونو لپاره بندیږي.
ټویټر دا هم ویلي، که ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې د ورځې خپل وروستي ۳ ټویټونه ړنګ نه کړي، پاڼه یا اکاونټ به یې په همدې ډول بنده پاتې شي او دا امکان هم شته چې د نوموړي ټویټرپاڼه د تل لپاره بنده کړي.
ډونالډ ټرمپ په دې درېيو ټویټونو کې خپل پلویان سوله ییزو مظاهرو ته د... Читать дальше...
په فراه کې د ښځینه معتادینو درملنه کېږي. دا وروسته له هغې کېږي چې ازادي راډیو یوه اوونۍ وړاندې د دوی پر ژوند راپور جوړ او خپور کړ.
د ژمې په دې سړه هوا کې د دې ولایت د ښځینه معتادینو ژوند خورا ستونزمن دی، خو اوس د فراه ولایتي چارواکي اړ شوی چې د دوی درملنه وکړي.
بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:
د چین په هیبي ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) پر تګ راتګ محدودویتونه ولګول شول.
په چین کې له څه باندې ۵ میاشتو وروسته کرونا ویروس یو وار بیا په پراخه پیمانه په خپرېدو دی.
د کرونا ویروس لومړی ځل د دغه هېواد په ووهان ښار کې خپور او تثبیت شو او اوس په دې هېواد کې د کرونا ټولې ثبت شوې پېښې ۸۷ زره ۲۷۸ ته رسېږي.
د چینايي چارواکو په وینا په دغه هېواد کې په کرونا ۴ زره ۶۳۴ تنه مړه شوي دي.
د دیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن به د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د کانګرس ګډې غونډې د ده بری نن پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) سهار وختي تایید کړ.
د کانګرس د دواړو جرګو غړیو د ۲۳۲ پر وړاندې د ۳۰۶ کالج الېکترول رایو په ترلاسه کولو د جوبایډن بری تایید کړ.
تردې مخکې پرون د واشنګټن پولیسو وویل، د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پرمهال څلور کسان مړه شوي دي.
د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نورهم د بېړني روغتیایې وضعیت له کبله مړه شوي دي. ... Читать дальше...
د ارزګان والي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۵ افغان سرتیري او ۱۱ طالبان وژل شوي دي.
والي محمد عمر شېرزاد نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډيو ته وویل، طالبانو د صوفیانو په سیمه کې د پاڅونوالو یا سُنګریانو او ملي اردو پر یوه قرارګاه د موټربم برید هڅه هم کړې چې هدف ته تر رسېدو مخکې چاودلی دی.
ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "تېره شپه د ترینکوټ ښار په صوفیانو او چینارک سیمه کې د وسله والو طالبانو د بریدنو پر مهال ۵ افغان سرتیري چې درې پولیس او ۲ د ملي اردو سرتیري دي، وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي. Читать дальше...
په بلخ ولایت کې له پولیسو سره د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان په نښته کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، د لویې څارنوالۍ د حکم پر اساس ځانګړو پولیسو تېره شپه په مارمل ولسوالۍ کې پوځي عملیات وکړل چې د غیر مسوول وسله وال قوماندان له مقاومت سره مخامخ شول.
د عادل په وینا، پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې غیر مسوول قوماندان محمد نسیم او ۴ تنه نور ونیول او د نوموړي دوه وسله وال ووژل شول.
پولیس وايي، نیول شوي کسان د ځمکې په غضب، وسله والو غلاوو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د څه باندې ۵۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې دغه وسلهوال تېره ورځ د کندهار په ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو کې هغه مهال ووژل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په هدف راټول شوي وو.
د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو دغه وسلهوال په نښه کړل چې په نتیجه کې یې ۵۳ طالبان وژل شوي، ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي او هم د دې ډلې د ماینونو یوه زېرمهیې لهمنځه یوړل شوه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د واشنګټن پولیس وایي د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پر مهال څلور کسان مړه شوي دي.
د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نور هم د بېړني روغتیایي وضعیت له کبله مړه شوي دي.
په دغه پېښه کې چې د چهارشنبې په مازدیګر وشوه، د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ سلګونه پلویانو په واشنګټن کې داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل ورووړ چې د دواړو جرګو استازو د نومبر میاشتې د انتخاباتو رایې پر تأیید غونډه درلوده.
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په یوې ټلوېزیوني وینا کې دا د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بللی دی. Читать дальше...
افغان ولسمشر نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته ولاړ.
له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایي محمد اشرف غني به د یاد ولایت له پوځي، ملکي او فرهنګي مشرانو سره جلا جلا وګوري.
د ننګرهار د والي د مطبوعاتو دفتر د معلوماتو له مخې، د ولسمشر غني لهخوا به نن په ننګرهار کې د ۴۵ ښوونځيو ودانیو د اسنادو په ورکړې سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د ستروسو له یوه نندارتون څخه به هم ليدنه وکړي.
له ولسمشر سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د کابينې يو شمېر غړي، د ملي شورا يو شمېر غړي او نور ګډون ولري.
په قطر کې د افغان دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو د بهیر بیا پيل سره هم مهاله د افغانستان په شمال کې د جګړې او ناامنۍ زیاتوالي د ملکي تلفاتو شمېره لوړه کړې ده.
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې د هېواد په شمال کې د جکړو زیاتوالي سلګونه ماشومان یتیمان، ځینې ښځې کوڼدې او میندې بېاولاده کړې دي.
د دغه کمېسیون په خبره چې په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې وسلهوال تاوتریخوالي د ملکي مرګژوبلې کچه دوه برابره لوړه کړې.
په بلخ کې د بشر حقونو کمېسیون مسؤل سید محمد سامع ازادي راډیو... Читать дальше...
وروسته له هغه چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پلویان د کانګرس له ودانۍ څخه وایستل شول، د سنا او استازو جرګې غړو خپله ګډه غونډه له سره پیل کړه.
دا غونډه د نومبر د درېیمې نېټې ولسمشرۍ انتخاباتو د الکټرول کالجونو د رایو د تأیید لپاره جوړه شوې ده.
د امریکا د ولسمشر لومړي مرستیال مایک پنس د دې غونډې په پیل کې وویل چې د چهارشنبې د مازدیګر تاوتریخوالی چې په ترڅ کې یې د ولسمشر ټرمپ پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل په سختو ټکو غندي.
پنس دغو کسانو ته په خطاب کې وویل چې تاسو ونهګټله.
او زیاتهیې... Читать дальше...
په دوحه کې د بینالافغاني خبرو دوهم پړاو پیل شو.
د دغو خبرو پيل ته د جنورۍ ۵مه، یعنې تېره سې شنبه ټاکل شوې وه، خو د دواړو لورو مرکچیانو له یوه ورځني ځنډ وروسته پرون چهارشنبه مقدماتي غونډه وکړه.
د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل چې اصلي بحثونه به راتلونکې شنبه پیلېږي.
اغلې انوري زیاتوي: "د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرو دوهم پړاو د یوې مقدماتي غونډې په ترڅ کې پیل شو، داسې پرېکړه وشوه چې د راروانې شنبې په ورځ به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا د څېړلو پر سر ټاکل شوي ټیمونه خپل کار... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Россиянин Сафиуллин потерял четыре места в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Анастасия Ивлеева
Суд рассмотрит 25 апреля протокол на Ивлееву за дискредитацию ВС России
Москва
Врач-гигиенист сети клиник «Мегастом» Ольга Жидких: как правильно ухаживать на полостью рта и зубов
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net