123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 15.01.2021

په کندز کې لمونځ کوونکو د ملاامام په لارښوونه پر يوه راډیو برید کړى

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې لسګونو لمونځ کوونکو نن د یوه ملاامام  په لارښونه د زهرې په نوم پر یوې خصوصې راډيو برید وکړ. د زهرې راډيو مسوول مدیر محسن احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې ډلې د فیروز کوهي دینې مدرسې د ملاامام په لمسون په داسې حال کې پر راډيو یرغل وکړ چې د لمانځه پرمهال راډیو خاموشه وه. هغه وویل: "د جومات ملاامام له ټولو لمونځ کوونکو سره دننه راغلل. پر راډیو یې یرغل وکړ او ټول وسایل یې له منځه یوړل. دوی لیدل چې راډیو خاموشه ده خو بیا یې هم دا کار وکړ. هېچا ونه ویل چې راډیو خاموشه ده نو حمله ولې پرې... Читать дальше...

ارزګان چارواکي: ګېزاب کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت چارواکي، په ګېزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پنځوسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د ارزګان والي محمدعمرشېرزاد نن جمعه آزادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو ته دا تلفات د تېرو لسو ورځو په عملیاتو کې اوښتي دي. هغه زياتوي: "د عملیاتو په نتیجه کې ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ته ورپېښ ګواښونه له منځه ولاړل. شاوخوا پنځوسو وسله وال چې د دوی قوماندانان هم پکې شامل وو، یا ټپیان شول یا وژل شوي دي." ښاغلي شېرزاد زیاته کړه، چې به دې عملیاتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي. Читать дальше...

افغان چارواکي: بلخ کې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي په بلخ ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې لسو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې وايي، چې افغان ځواکونه تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په هېواد او پلاس سیمو کې له طالبانو سره ونښتل چې په نتیجه کې یې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. بیان زیاتوي، چې په نښته کې لس نور وسله وال نیول شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



په اندونيزيا کې شديدې زلزلې لسګونه کسانو ته مرګ اړولې

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې یوې شدیدې زلزلې لږترلږه ۳۴ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.   د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې مرکز د سولاوېسي ټاپو په جنوب کې او شدت یې د رېښتر په کچه ۶،۲ درجې و، چې په نتیجه کې یې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. سیمه ييزو چارواکو ویلي، چې زلزلې او له هغه وروسته ټکانونو د استوګنې ۶۰ کورونه او دوه هوټلونه ونړول، برېښنا یې قطع کړه او پلونه یې ویجاړ کړل. په سولاویسي کې پرون هم ۵،۹ درجې زلزله وشوه خو انساني تلفات یې نه لرل.  په اندونیزیا... Читать дальше...

د بې پولې خبریالانو ټولنه د پاکستان له حکومته نوې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د دوو برتانوي رسنیو پر وړاندې د بدنامولو او د کرکې کمپاین بند کړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې د دې رسنیو ژورنالیستان یې ګواښلي دي. دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی په یوه بیان کې ویلي، په تېرو دوو اونیو کې د انټرنټ زرګونه کاروونکو د بي بي سي د اردو سرویس او د انډیپینډنټ ورځپاڼې د تحریمولو غوښتنه کړې او د هغو خبریالان یې ګواښلي دي. د بې پولې خبریالانو ټولنې د آسیا- پاسیفیک څانګې مشر دانیل باسټارډ ویلي، د کرکې د پارونو دا آنلاین... Читать дальше...

شمالي کوریا د بالستیک ميزايلو ته ورته توغندي نندارې ته وړاندې کړي

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا په یوه پوځي پرېډ کې هغه څه نندارې ته وړاندې کړي چې له اوبتل څخه د بالستیک میزایل توغوونکې وسیلې ته ورته ښکارېږي. دا په داسې حال کې ده چې د جنوري په شلمه نېټه د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. په څو تصویرونو کې چې دولتي رسنیو خپاره کړي دي د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون په هغو مراسمو کې ښکاري چې موسېږي او خپل لاسونه خوځوي. دا مراسم پرون ناوخته د پلازمېنې پیونګ یانګ په کېم ایل سونګ چوک کې جوړ شوي وو. په پرېډ کې د سرتېرو، ټانکونو او د هغو... Читать дальше...

په امریکا کې د نشه يي توکو يو قاچاقبر اعدام شو

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د نشه يي توکو هغه قاچاقبر اعدام شو چې سترې محکمې یې له کوېډ١٩ ناروغۍ تر رغېدو پورې د مهلت غوښتنه رد کړې وه. ۵۲ کلن کاري جانسن پرون د جنوري په ۱۴مه نېټه د اندیانا په فدرال محبس کې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله ووژل شو. په امریکا کې د اعدام سزا له اولس کلن ځنډ وروسته تېرکال بیا پیل شوه او له هغه راهیسې جانسن ۱۲ مجرم دی چې حکومت یې اعداموي. د جانسن مدافع وکیل اعتراض کاوه چې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله مړینه به نوموړی، چې سږي یې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله زیانمن شوي، ډېر وځوروي. خو سترې... Читать дальше...

ماليزيا د پاکستان د هوايي شرکت يوه الوتکه درولې

Pa.azadiradio.com 

مالیزیايي چارواکو د پاکستان د هوايي شرکت PIA یوه الوتکه په بریتانیا کې د یوې حقوقي دعوې له کبله درولې ده. PIA په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مالیزیا یوې سیمه ایزې محکمې د دې شرکت او د دعوې د مقابل لوري ترمنځ چې برتانوۍ محکمې ته عارض شوی دی، په یواړخیز ډول د دې الوتکې د درولو حکم ورکړی دی. د راپورونو له مخې دا دعوه چې شپږ میاشتې مخکې په برتانوۍ محکمه کې ثبت شوې ده د پاتې پیسو یوه اړونده قضیه ده. PIA نه دي ویلي چې دا الوتکه په کوم ځای کې نیول شوې خو یادونه یې کړې چې د الوتکې مسافر سم ساتل کېږي او د پاتې سفر چارې یې تنظیم شوې دي.



د ترکیې پوهنې بنسټ ۴۰۰ افغان زده کوونکو ته بورسونه ورکړل

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان د ترکیې د پوهنې بنسټ ۴۰۰ افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړل. ‎19کلن برکت الله چې د دغې بورس له لارې ترکیې د انجنیرۍ رشته کې د زده کړو لپاره روان دی، وایي دا د افغان ځوانانو د زده کړو او تعلیم په برخه کې ګټور ګام دی. هغه  وویل: "دا به انشاءالله چې په راتلونکي کې د افغان ځوانانو لپاره ګټور تمام شي او وبه کړای شي چې په بېلابېلو برخو کې خپل هېواد ته خدمت وکړي."  ‎برکت الله وايي، له یو لړ امتحانونو وروسته دغه بورس ته بریالی شوی. ‎19کلنه مرجان هم د ترکیې د پوهنې بنسټ د دغو ورکړل شویو بورسونو له زده کوونکو ده. Читать дальше...

پر کابل پوهنتون برید کې د وژل شوي يوه محصل په نوم کتاب پلورنځى جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل پوهنتون کې د وژل شوي محصل محمد راهد په نوم یو کتاب پلورنځی جوړ شوى دى. ‎د محمد راهد امین هیله نن د هغه د مور له لوري پوره او د ده په نوم يې یو کتاب پلورنځي پرانيست. ‎محمد راهد د کابل پوهنتون هغه محصل وه چې سږکال د عقرب میاشتې په 12 په دغه پوهنتون باندې حمله کې له اولسو نورو محصلینو سره ووژل شو. ‎محمد راهد غوښتل، چې یوه کتابتون او کتاب پلورنځی جوړ کړي ، هغه تازه همدا چارې پیل کړې وې چې ووژل شو او خپل دا هیله یې له ځان سره خاورو ته یوړه. ‎خو د محمد راهد مور وحیدې شېزاد د جمعې په... Читать дальше...

غواړئ چې د ملا درد مو ماران تداوي کړي؟

Pa.azadiradio.com 

د مصر په پلازمېنه قاهره کې یو سړی له مارانو څخه په استفادې ناروغان مساژ کوي او په دې توګه د دوی د ملا درد تداوي کوي. البته هغو کسانو ته چې د زړه ناروغي لري یا له مارانو ډاریږي، د دې ډول درملنې سپارښتنه نه کېږي.

‌‌‌‌‌‌ډونالد ټرمپ: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر راکم شوى

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډونالد ټرمپ چې لنډو ورځو کې به یې کار پای ورسېږي وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر راکم کړی. ‎ولسمشر ټرمپ د سپټمبر میاشت کې ویلي و چې تر نننه (د جنورۍ 15)نېټې پورې به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر 2500 ته راکم کړی، نن یې د سپینې ماڼۍ په وېب پاڼه په ټینګار لیکلي چې د دوامداره جګړې دې پای ته ورسېږي.  ‎د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو هدف پوره کړی او په دې برخه کې د ده ژمنه عملي شوې ده ښاغلي... Читать дальше...

د پچیراګام اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاو له کمښته ځورېږي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاو له کمښته ځورېږي. پچیراګام د ننګرهار یوه له سرحدي او غرنیو ولسوالیو ده، چې په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه په کې جنګ جګړو د ځایي خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د پچیراګام اوسیدونکي وایي، کلونه وشول چې د ژوند لپاره د اسانتیاوو په ځانګړي ډول په روغتیایي برخه کې له ستونزو کړېږي. دوی پر ځایي چارواکو او مسؤلینو نیوکه کوي، چې ګوندې له کلونو راهیسې ورسره په بېلابېلو برخو کې ژمنې کېږي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې. د پچیراګام یو اوسېدونکی... Читать дальше...

د تخار فعالان: د لوړ ولور او لګښتونو له امله ډېری ځوانان له ودونو پاتې

Pa.azadiradio.com 

په تخار ولایت کې یو شمېر مدنې فعالان او ځوانان وايي، د ولور په ګډون د ودونو د لوړو لګښتونو له امله ډېری ځوانان ودونه نه نشي کولای. په تخار ولایت کې یو شمېر مدني فعالان او نور ځوانان وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونې د ناوړو دودونو، زیات ولور او بې ځایه سیالیو له کبله کلونه کوژدن پاتې کېږي او ودونه نه شي کولي. په تخار کې مدنې فعاله نرګس احمدي په دې اړه وايي: "که دي ستونزي ته پاملرنه ونه شي نو بدې پایلې به ولري. ځکه زیات شمېر ځوانان د ولور پوره کولو لپاره په غیرقانونې توګه بهرنیو... Читать дальше...

افریقایي انجلۍ د کم عمره ودونو سره مبارزه کوي

Pa.azadiradio.com 

د زیمبابوې په پلازمېنه کې یوه انجلۍ ځوانانو ته د تکواندو په ښوولو سره له وخت مخکې ودونو سره مبارزه کوي. ناتیسیراشه ماریسا دغه کمپاین په داسې یو هیواد کې پیل کړی، چې په کې لسګونه انجونې او هلکان د اتلس کلنۍ عمر ته له رسېدو مخکې واده کولو ته اړ ایستل شوي دي. نور په راپور کې:

په تونس کې د ډیموکراسۍ پلوه پاڅون لسمه کلیزه ولمانځل شوه

Pa.azadiradio.com 

په تونس کې د ډیموکراسۍ پلوه پاڅون لسمه کلیزه پرون د کرونا وایروس د محدودیتونو له کبله په مختصره توګه ولمانځل شوه. دغه پاڅون د دې سبب شو، چې د دغه هېواد زورواکی له واکه وپرځول شي او په عرب هېوادونو کې د ناکراریو څپه پیل شي. په تونس کې د هغه څلور-ورځني ټولبند له کبله چې له پرونه نافذ شو، مظاهرې منع دي. لس کاله مخکې د تونس ولسمشر، زین العابدین بن علي تر پراخو مظاهرو وروسته له واک څخه لیرې او په ۲۰۱۹م کال په جلاوطنۍ کې مړ شو. دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې یوه نهیلي، ځوان هټیوال د پولیسو د زورزیاتي له کبله، ځان ته اور واچاوه.

چارواکي: په غزني کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه. د دې قول اردو په خبره یوه ډله وسله والو طالبانو غوښتل تېره شپه په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړي. د تندر قول اردو ویاند، اېمل خان مومند نن سهار رسنیو ته وویل، پر دغو وسلوالو هوايي حملې وشوې.  هغه زياتوي: "په اندړو ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی، همدارنګه په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه ډلمشر په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او یو عراده فولډر [موټر] یې هم له منځه... Читать дальше...

د ناټو ملکي استازى: هدفي وژنې هېڅ راز توجیه نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې یې د سولې د بهیر او په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه بحث وکړ. ستیفانو پونتې کوروو پر ټویټر په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي، ناټو په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.  هغه وروستیو هدفي وژنو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، چې دا حملې هېڅ راز توجیه نه لري او ګټه یې هېچا ته نه رسېږي. د ناټو ملکي استازی په داسې حال کې په افغانستان کې... Читать дальше...

افغان حکومت غور ته د وروستي پېښې د څېړلو لپاره پلاوى لېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د غور د ولایتي شورا د غړي عزت الله بیګ د وژل کېدو په اړه د څېړنو په مقصد، د ولسمشراشرف غني د حکم په اساس غور ولایت ته یو پلاوی استوي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې تېرماښام خپره شوه ویلي دي، چې د ملي امنیت شورا د دفتر د پوځي سرمفتش په مشرۍ پلاوی به غور ولایت ته سفر وکړي او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه به څېړنې وکړي. د ملی امنیت شورا پرون له دې مخکې پر ټویټر لیکلی و، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل د ولایتي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Маркелова

При поддержке Фонда президентских грантов в Самарской области реализуется проект «Через спорт – к успеху в жизни»





Персональные новости
Актёр

Актер Виктор Степанов умер в возрасте 77 лет





ايران: د پخوا په څېر د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ د سولې ملاتړ کوو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي، چې هېواد یې په افغانستان کې د اساسي قانون پربنسټ او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي ساتلو په صورت کې د پخوا په څېر د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي. ښاغلي امینیان دا څرګندونې پرون د افغانستان د بهرنیوچارو له سیاسي معین میرویس ناب سره د کتنې پرمهال کړې دي. د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې د ایران د سفیر له قوله ویلي، چې تهران د سولې د بهیر د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې دایمي سوله او د اوربند ټینګېدل غواړي. د بیان له مخې په... Читать дальше...

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ راتلونکې اونۍ پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ د راتلونکې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي دا درې لوبې به د روانې جنوري میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶ مه نېټه ترسره شي.  د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېر ماښام آزادۍ راډیو ته د دې لوبو پر اهمیت خبرې وکړې. هغه وویل: "دا لوبې د دواړو هېوادونو لپاره خورا ارزښتناکې او مهمې لوبې دي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له څو ورځو را په دې خوا په متحده عربي اماراتو کې خپل تمریناتي کمپ پیل کړی دی. Читать дальше...

د روسيې او سعودي چارواکو د سيمې امنیت او ايران په اړه بحث کړى

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د امنیت او په تېره د خلیج له هېوادونو سره د تهران د اړیکو په اړه بحث وکړ. سرګي لاوروف او فیصل بن فرحان پرون په مسکو کې سره ولیدل. لاوروف له دې کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "غواړو د دې شاهدان واوسو چې ایران او د خلیج هېوادونه په خپلو کې خبرې پیل کړي، د اعتماد او شفافیت د رامنځته کولو لپاره موافقه لیکونه لاسلیک کړي او په ټوله کې له یوبل سره همکار واوسي. د خلیج لپاره د یوه امنیتي تفاهم د پراختیا په مقصد زموږ وړاندیز دقیقا د همدې... Читать дальше...

په شمالي وزیرستان کې ٣ سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

درې تنه پاکستاني سرتېري په شمالي وزیرستان کې په یوه نښته کې وژل شوي. د پاکستان پوځ په یوه بیان کې وايي، چې دا سرتېري پرون په دې قبایلي سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې ووژل شول. سیمه يیزو چارواکو د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، چې دا پوځي عملیات د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې شوي دي. په بیان کې همداراز په دوو جلا عملیاتو کې د دریو وسله وال د وژل کېدو ادعا هم شوې ده. له دې نښتې دوه ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتېري مړه او درې نور ټپیان شول. Читать дальше...

ملګري ملتونه: ٢٠٢٠ د روانې لسيزې تر ټولو تود کال و

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، چې ۲۰۲۰ کال له ۲۰۱۶ کال وروسته د روانې لسیزې ترټولو تود کال و. دا سازمان خبرداری ورکوي، چې نړۍ ښايي سږکال د تودوخې د لوړېدو له کبله له سخت ناورین سره مخامخ شي. د ملګروملتونو راپور چې پرون- د جنوري په ۱۴مه خپور شو، په را روان کال کې د تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکوي او وايي چې توده هوا ښايي په ځینو سیمو کې حتی د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي. په راپور کې راغلي، چې ۲۰۱۶ کال له هغه راهیسې چې انسانانو د تودوخې د درجې ثبتول پیل کړي دي، تر ټولو تود کال و.  د ملګروملتونو سرمنشي... Читать дальше...

فارن پالیسي خوست کې پر 'سي.ای.اې' له یوه تازه بریده پرده پورته کړې

Pa.azadiradio.com 

فارین پالیسي فارن پالیسي په وروستۍ ګڼه کې خوست کې پر 'سي.ای.اې' یا د امریکا پر استخباراتي ځواکونو له یوې تازه خونړۍ حملې پرده پورته کړې ده.  خپرونې لیکلي، د خوست د ساتنې پر قطعې چې د کمپاین پر قطعې هم مشهوره ده، د تېرې دسمبر میاشتې په لومړیو کې د چپمن کمپ دننه خونړی برید شوی دی.  د خپرونې په باور، دغې حمله کې د دغه کمپ څلور سرتیري چې د 'سي.ای.اې' روزل شوې او تجهیز شوې ملېشې دي وژل شوي دي.  فارن پالیسي لیکي: د شپږو اونیو مخکیني دغه برید په اړه نه چارواکو تراوسه څه ویلي او نه هم د دوی په ټکو کورنیو او بهرنیو رسنیو پرې راپور ورکړی دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Прямая трансляция первого матча Елены Рыбакиной на турнире в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам





Путин в России и мире
Москва

На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Андрей Макаревич

Борис Галкин объяснил истоки поведения Макаревича* и других уехавших артистов



Москва

25 школ откроется в Московской области в этом году

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net