123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 18.01.2021

فلسطیني زده کوونکې: د برېښنا او انټرنېټ نشتوالي ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو

Pa.azadiradio.com 

په فلسطین کې د برېښنا او انټرنېټ نشتوالي زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.   دیارلس کلنه وعد بشارت په غزه تړانګه کې د غره په لمن کې رمه هم پيايي او په ورته وخت کې نه شي کولای له انلاین صنف سره وصل شي.   برق ته د نه لاسرسی او د ټيکنالوجۍ له لارې له لیرې واټنه زده کړې د دې لویې ستونزه دي. هغې وویل: "ما ونه کړای شول چې د انټرنېټ د نشتوالي له کبله له ټولګي سره وصل شم او ما رمې ته پام کاوه. زه وروسته له صنف سره وصل شوم خو درس ختم شوی وو. زه له ستونزو سره مخامخ یم ځکه انټرنېټ نه شته او خور... Читать дальше...

ناوالني د راستنېدو پرمهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د حکومت د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د یکشنبې په ورځ له جرمني د راستنېدو پرمهال په مسکو کې ونیول شو. هغه له مسمومېدو وروسته چې په نتیجه کې یې مرګ ته نژدې شوی و، شاوخوا شپر میاشتې د علاج لپاره په برلین کې تېرې کړې.

"په هرات کې ۲۳۰ وړې او لوې ډلې د امنیتي وضعیت د خرابېدو هڅې کوي"

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، په هرات کې ولایت کې ۲۳۰ وړې او لوې ډلې په دې هڅه کې دي چې د دغه ولایت امنیت خراب کړي. له هغې وروسته چې په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازو د دې ولایت له نا امنیو څخه جدي اندښنې څرګنده کړه. جرګې د حالاتو د څېړنو په هدف د ستار حسیني په مشرۍ دې ولایت ته یو څلور کسیزه پلاوی واستوه. دغه پلاوی له څېړنو وروسته وايي، د هرات ولایت د ناامنۍ لپاره ۲۳۰ ډلې چې د ځینو مالي ملاتړ یې د بهرنیو هېوادونو له لوري کېږي کار کوي. ستار حسیني وايي، له ۲۳۰ ډلو څخه ۲۲ یې د ایرا ن په مالي ملاتړ فعالیت لري. Читать дальше...



سټولټنبرګ: په افغانستان کې د ناټو حضور شرایطو پورې تړلی

Pa.azadiradio.com 

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې او هغه ته یې ویلي چې د ناتو دریځ نه دی بدل شوی او په افغانستان کې یې حضورپه شرایطو پورې تړلی دی. ښاغلي سټولټنبرګ دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې ناتو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو افغانستان بیا هیڅکله هم د نړیوال تروریزم په خوندې ځای بدل نه شي. په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې ماموریت کې د شاملو ۳۸ هېوادونو... Читать дальше...

پاکستاني پوځ په جنوبي وزیرستان کې دوه طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو په ترڅ کې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. پوځ نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو عملیاتو کې چې وخت او مشخصه سیمه یې نه ده یاده کړې او یوازې دومره یې ویلي چې  استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کړي، په وژل شویو کې هغه مشکوک کس هم شامل دی چې د پوځ پر سرتېرو د اکتوبر د میاشتې په برید کې یې لاس درلود. په دغه برید کې شپږ سرتېري وژل شوي وو.  پوځ د دغو عملیاتو په پایله کې د دریم مشکوک کس د نیولو خبره هم کړې ده.

لاریون کوونکو په ميدان وردګ کې د برېښنايي پېژندپاڼو دفتر وتاړه

Pa.azadiradio.com 

میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې سلګونو لاریونوالو د برېښنایي پېژندپاڼو دفتر وتاړه. د دغه ولایت لسګونه کسانو ځکه لاریون کړي او د برېیښنايي پېژند پاڼو دفتر يې ځکه تړلى چې په یادو پېژندپاڼو کې دې د وردګ پرځای میدان وردګ ولیکل شي. په داړه اړه نور جزييات په راپور کې:

کندز کې د زهري موادو په وسیله د مرغانو ښکار کېږي

Pa.azadiradio.com 

کندز کې ښکاریان د زهري موادو په وسیله د مرغیو ښکار کوي، چې ورسره د ځېنو  مرغیو نسل په  کمېدو او یا هم ورکېدو دى.  هغه مرغان چې د ژمي په سړه هوا کې کندز  او شا او خوا ولایتونو ته راکډه کېږي، ښايي په دې نه وي خبر چې دا سیمه د جګړو له کبله یوازې د  انسانانو لپاره نه، بلکې ناقانونه ښکار د مرغانو لپاره هم خطرناکه کړې. د کندز دښتې دا مهال د مرغانو له هغو ښکاریانو ډکي دي، چې د ښکار لپاره د زهري موادو په شمول له بېلابېلو وسایلو کار اخلي. د ښکار دې بڼې  د افغانستان په شمال ختېځ کې د ځینو مرغانو د نسل د کمېدو اندېښنې پیدا کړي. Читать дальше...

روسيه کې سياسي منتقد "الکسي ناوالني" محکمې ته بيول شوى

Pa.azadiradio.com 

د کریملن منتقد الکسې ناوالني، چې پرون له جرمني مسکو ته له رسېدو سره سم نیول شوی، نن د یوې محکمې پر وړاندې ودرول شو. د هغه ویاندې کیرا یرمیش نن یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ظاهراً ناوالني د محکمې په جریان کې خبرې کوي. د ناوالني د فساد پر ضد ادارې مدیر ایوان ژدانوف او د ناوالني ویاند کیرا یارمیش نن سهار وویل، چې دی په خیمکي ښار کې ساتل شوی دی. یرميش زیاته کړه، چې چارواکي ناوالني ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو مدافع وکیلانو سره وویني. ۴۴ کلن ناوالني چې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په جرمني کې تر... Читать дальше...



امرالله صالح: نيول کېدونکي بندي ترهګر باید اعدام شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلې یوې تازه پریکړه کې د هغو ترهګرو د اعدام غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره بندیانېږي.  د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح د دوشنبې د سهار په شپږنیمو بجو غونډه کې ویلي، هغه ترهګر چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ناوړه اعمالو په تور نیول کېږي، په داسې حال کې چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړي وي تمه لري چې یوه ورځ وبښل شي. د ښاغلي صالح په خبره، هغه کسان چې نیول کېږي باید اعدام شي تر څو د نورو لپاره د عبرت درس وي. Читать дальше...

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ لمریز مالي کال د بودیجې د بيا ردېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي، که د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې سند اصلاح نه‌شي، بیا به یې هم رد کړي. که څه هم د نوي مالي کال له پیل څخه نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو لا هم حکومت او ولسي جرګه د ۱۴۰۰مالي کال بودجې د تصویب په اړه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.  د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د نوي مالي کال په بودجې کې ۱۷ اختلافي موارد شته چې له امله یې دوه ځلې دا بودجه د خلکو استازو رد کړې ده. د ولسي جرګې رییس د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، ولسمشر دې د جرګې واکونو ته په کتو د بودجې په ترتیب کې د برابرۍ اصل ته پام وکړي. Читать дальше...

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

Pa.azadiradio.com 

‎په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو. ‎د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ولایت خان وایي ، ۱۴ میاشتنۍ خورزه یې عالیه چې د مور او پلار یوازینی اولاد دی تازه ګوزڼ وهلې ده. ‎ولایت خان ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د کوچنۍ عالیه یوپښه فلج ده او له دې امله ټوله کورنۍ ورته اندېښمنه ده. هغه زياتوي: "ډېر ورته خفه یو، ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو یوازې پېښه ثبت کړه خو بل اقدام یې نه دی کړی، دا راته وایي چې درمل به درکړو خو ګټه نه کوي." ‎ولایت خان وایي، چې په ګڼو ‌‌ډاکترانو او روغتونونو يې خپله... Читать дальше...

د جوبایډن د لوړې مراسمو پرمهال د ځينو احتمالي بریدونو په تړاو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

امریکایي چارواکي د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې د مراسمو پرمهال د عسکرو له لیکو د ځينو احتمالي بریدونو په تړاو اندېښمن دي. د امریکا متحده ایالتونو امنیتي ادارې د ملي ګارډ ټول هغه عسکر څاري چې په واشنګتن کې د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې د مراسمو د امنیت نیولو لپاره ځای پر ځای کېږي. منتخب ولسمشر جوبایډن داسې وخت د جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پرځایوي چې د ځینو بریدونو ویره ځي. چارواکي وایي، د ملي ګارډ ۲۵ زره غړي د داخلي بریدونو د اندېښنو په سبب واشنګتن ته په رسېدو د فدرال قانون پلي کوونکي اجنسیو له خوا څارل کېږي. Читать дальше...

استرالیا کې د تېنس لږترلږه ۷۲ لوبغاړي قرنطین شول

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د تېنس د لوی تورنمنت د پیلېدو په درشل کې لږترلږه ۷۲ لوبغاړي وروسته تر هغې سخت قرنطین شوي چې دې تورنمنت ته د لوبغاړو، روزونکو او چارواکو د لېږدولو په چارټر الوتکو کې د یو شمېر سپرلیو د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ثبت شوې دي.  د دغو لوبو تنظیموونکو پرون یکشنبه تایید کړه چې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه ملبورن ته په تللې الوتکه کې د یو مسافر د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې ده.  که څه هم دغه مسافر د دغه ورزشي ټیم غړی نه‌دی، خو د ۲۵ لوبغاړو په ګډون د دې الوتکې ټولې ۵۸ سپرلۍ اجازه نه‌لري چې په هوټل... Читать дальше...

د افغان دولت مرکچي پلاوي یو غړی: زموږ اجنډا ترتیب او طالبانو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي يو غړی وايي، د اجنډا د جوړېدو په اړه د دوی کار بشپړ شوی او طالبانو ته‌یې سپارلې ده. د مرکچي پلاوي دغه غړي د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم او غږ د نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوی په اجنډا کې د سولې خبرو د دوام لپاره خپل لومړیتوبونه هم مشخص کړي دي. سرچینه زیاتوي، خو طالبانو لا تر اوسه خپله اجنډا دوی ته نه‌ده سپارلې او په خبره‌یې، دوی د دې کار یو دلیل، خپل‌منځي بحثونه او د مشورو دوام بولي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم... Читать дальше...

چارواکي: تخار او کندهار کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

په تخار او کندهار کې چارواکي د طالبانو د حملو د په شا تمبولو او دې ډلې ته د زیانونو د اړولو خبر ورکوي. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې حملې مخه ونیوله. نوموړي طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه وویل: "د صادق په نوم چې د لایزري قطعې مرستیال دی، په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او څو تنه هم ټپیان دي." ښاغلي اسیر په دغو نښتو کې خپل لور ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبره وکړه. په عین حال کې د افغانستان... Читать дальше...

د جنوبي کوریا یوې محکمې د سامسونګ کمپنۍ مرستیال مشر په بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا یوې محکمې د الکترونیکي وسایلو د سترې کمپنۍ سامسونګ مرستیال مشر د فساد په تور په دوه‌نیم کلونو بند محکوم کړی دی. ۵۲ کلن لیي جای یونګ مخکې د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک ګیون هي یو همکار ته د رشوت ورکولو په تور په ۲۰۱۷ کال کې په پنځو کلونو بند محکوم شوی و. هغه ویلي چې کوم غلط کار یې نه‌دی کړی چې وروسته‌یې سزا کمه شوه او د استېناف غوښتنې په نتیجه کې په زندان کې د یوه کال بند له تېرولو وروسته خوشې شوی و.    سترې محکمې د هغه دوسیه بېرته د سئول عالي محکمې ته استولې وه چې نن‌یې دغه نوی حکم صادر کړ. Читать дальше...

پولیسو د کابل ښار د ګذر یو وکیل له مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره ونیوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو یې د کابل ښار د ګذر یو وکیل له دوو کلاشینکوفونو او یوې اندازې مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره نیولی دی. د وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه مهمات په ۱۳ حوزه کې د ګذر له وکیل څخه ترلاسه شوي دي.  ارین وایي، په دې اړه د پولیسو پلټنه روانه ده. دا په داسې حال کې ده چې پلازمېنه کابل کې نا امنیو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي. همدا نن سهار هم د ملي شورا سړک ته نږدې او د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې پر دوو موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې د کابل امنیه قومانداني وایي، مرګ‌ژوبله نه‌لري. Читать дальше...

مسیر: د افغانستان جګړه یو نوي او پېچلي پړاو ته ورننوځي

Pa.azadiradio.com 

د کابل چاپ د نن ورځې په ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو مقالې او تبصرې خپرې شوې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو ځنډ ته اشاره کړې او لیکلي دي داسې ښکاري چې دواړو لورو په ۲۰ ورځنيو رخصتیو کې خپله کورنۍ دنده په سمه توګه نه‌ده ترسره کړې. وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د دواړو لورو د مرکچي پلاویو یو شمېر غړي په ځنډ دوحې ته ورسېدل ځکه نو د خبرو دوهم پړاو لا هم نه‌دی پیل شوی. خو د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی چې هر... Читать дальше...

"د فراه پولیس په نشه‌یي توکو له روږدو د بې‌امتیازه مزدورانو کار اخلي"

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې په نشه‌يي توکو یو شمېر روږدي کسان ادعا کوي چې د دې ولایت پولیس‌يې د مزدورانو په توګه کاروي، خو په بدل کې امتیاز نه‌ورکوي. د فراه د کار او ټولنیزو چارو ریاست دا ادعا تأييدوي، خو د دې ولایت امنیه قومانداني يې بې‌بنسټه بولي. نور حال يې په دې راپور کې:


Музыкальные новости
Тимати

Певец Стас Пьеха рассказал о постановочной драке с Тимати, за которую его хотели избить





Персональные новости
Кубок

Кубок Победы 2024 разыграли среди бадминтонистов в Чите





د ډونالد ټرمپ پلویانو بیا د اعتراض څو وړې غونډې وکړې

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې پرون (د جنورۍ په ۱۷مه) د ډونالد ټرمپ پلویانو د اعتراض څو وړې غونډې وکړې، خو د تاوتریخوالي کوم راپور ورنه‌کړل شو. یوه چارواکي وویل، په دغې ورځ (هېڅ ډول پېښه) نه‌ده رامنځته شوې. واشنګټن کې وروسته تر هغه وضعیت کړکېچن شوی چې د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ پارېدلو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل ورووړ. ټرمپ ادعا کوي چې د ټاکنو پایله غلا شوې او دی ګټونکی دی، خو دا ادعا یې څو ځله د امریکا په محکمو کې رد شوې ده. په واشنګټن او د لسګونه نورو ایالتونو په مرکزونو... Читать дальше...

امریکا او جرمني د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني نیول وغندل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو او جرمني د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني نیول غندلي دي.   ۴۴ کلن ناوالني چې له تېرې اګسټ میاشتې راهیسې په جرمني کې تر درملنې لاندې و، پرون د مسکو هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم پولیسو ونیو. د اخبره د هغه دوو ملګرو په ټویټونو کې کړې او ویلي یې دي چې ناوالني د خیمکي ښارګوټي کې د پولیسو یوه مرکز ته انتقال شوی دی.   د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه بیان کې د ناوالني د "بې‌قید او شرطه" خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.   پومپیو د ناوالني د نیولو په اړه د امریکا اندېښنه... Читать дальше...

عبدالله: مذاکره کوونکې ډله هڅه کوي روانې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وايي، د افغانستان مذاکره کوونکې ډله هڅه کوي چې په قطر کې روانې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي عبدالله عبدالله دا خبره په هغه دوهمه مجازي غونډه کې وکړه چې پرون د افغانستان د سولې له پروسې د اجماع د پیاوړتیا په هدف رابلل شوې وه. ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې په موږ اړه لري، یو اصل چې زموږ مذاکره کوونکې ډله به‌یې تعقیبوي، تر خپله وسه روانو مذاکرو ته د سرعت بخښل دي. البته چې ټول‌شموله جوړجاړي ته رسېدل زموږ هدف دی." په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلو پرون... Читать дальше...

عامې روغتیا وزارت د دیني عالمانو په مرسته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي هڅه کوي، ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د دیني عالمانو مرسته خپله کړي. دغه وزارت وايي سر له نن دوشنبې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسین بل کمپاین پیلوي. د عامې روغتیا وزارت یوه ویاند نور الله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل: "د عالمانو په ملتیا د کلي د مشرانو په همکارۍ مخ په وړاندې روان یو. پر هېوادوالو مو غږ دی چې په دې برخه کې له روغتیا وزارت سره ملتیا وکړي، تر څو هغو ماشومانو ته چې له پولیو ضد واکسین بې‌برخې... Читать дальше...

ننګرهار کې تر ۴۳۰ ډېر سرتېري د سیمه‌ییزې اردو لپاره وروزل شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې د ملکي هوايي ډګر او درېیو ولسوالیو د امن ټینګولو لپاره تر ۴۳۰ ډېر سرتېري د سیمه‌ییزې اردو لپاره وروزل شول. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون ازادي راډیو ته وویل، دغو کسانو ته پوځي روزنه ورکړل شوې ده. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "دغو سرتېرو مخکې د سیمه‌ییزو پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کولې چې د اړوندو سیمو دي او تر دې وروسته به د ملي اردو له ټولو امکاناتو برخه‌من شي. دوی رسماً فارغ او خپلو سیمو ته ولېږل شول." هغه ولسوالۍ چې دغه تازه فارغ شوي کسان به په‌کې وګمارل شي کوټ، اچین او دوربابا ولسوالۍ دي. Читать дальше...

تندر قول اردو: غزني کې د وسله‌والو طالبانو حمله شنډه شوه

Pa.azadiradio.com 

۲۰۳ تندر قول اردو وايي په غزني ولایت کې یې د وسله‌والو طالبانو یوه حمله شنډه کړې ده. د دې قول اردو ویاند اېمل خان مومند پرون رسنیو ته وویل، طالبانو غوښتل پرون ماسپښین د ګیلان ولسوالۍ په بختیار سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړي.  ښاغلي مومند وویل، امنیتي ځواکونو ځوابي اقدام وکړ: "د دفاعي او امنیتي ځواکونو بیدارو منسوبینو د ترهګرو طالبانو د دې شوم پلان تر عملي کېدو مخکې دوی ته کمین نیولی و او د دوی برید یې له ماتې سره مخ کړی. په پایله کې د مولوي قدرت د ترهګرې ډلې دوه تنه ترهګر طالبان... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

П’ять українок отримали суперниць в основі турніру WTA 1000 в Мадриді: результат жеребкування


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Регоператор провел экологический телемост между школьниками Подольска и Москвы





Путин в России и мире
Москва

Площадь трех вокзалов в Москве переименуют


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Байден заверил Зеленского в скорых поставках новых пакетов помощи


Навальный в России и мире
Москва

Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Никита Пресняков

Никита Пресняков решил переплюнуть юбилей Пугачевой — пусть завидует



Москва

Новые коммерческие дисплеи Hisense получили награду Best of show на выставке ISE 2024

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net