123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 19.01.2021

د پکتیا یو شمېر لېرې پرتې سیمې به له دې وروسته روغتیايي کارکوونکې ولري

Pa.azadiradio.com 

سوېل ختیځ زون کې لسګونو نجونو او ځوانانو روغتیايي زده کړې وکړې. د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکې شکېبا له هغو کسانو یوه ده چې په پکتیا کې د سویل ختځ زون د څلورو ولایتونو د دوه کلنو روغتیايي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د فارمسۍ او لابراتور له څانګو فارغ شول.  نوموړې وايي: "ما چې کله لابراتوار انتخاب کړو، ډېر شوق مې ورسره وو او بل دا ستونزه ما په خپله ټولنه کې لیدله، هر کله چې ښځینه به يې ډاکټرته بوتلې، نو نه يې غوښتل چې نارینه دې ورڅخه وینه واخلي، نو که دې برخه کې ښځه وي، خلک کولی شي، په اسانۍ... Читать дальше...

د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې بهیر په اړه د خبرو لپاره نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ورسېد. د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې درې ورځني سفر هدف د دوه اړخیزو اړیکو لا پراختیا، د افغانستان د سولې بهیر څخه د ریاض د ملاتړ ستاینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخوالی ښودل شوی دی. د اعلامیې پر اساس تمه ده، ښاغلی اتمر په دې سفر کې له خپل سیال شهزاده فیصل بن فرحان ال سعودي او د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو سره وګوري.

کرملېن: د ناوالني نیول کېدل د روسیې یوه کورنۍ موضوع ده

Pa.azadiradio.com 

کرملېن نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) ویلي چې د نوېو اقتصادي بندیزونو د لګولو په اړه د یو شمېر لویدیځو هېوادونو څرګندونې ورته د پام وړ نه دي. لېتوانیا، لاتویا او استونیا ویلي، دوی د اروپایي ټولنې له بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالني د نیولو له کبله دې دغه ټولنه پر روسیې د اقتصادي بندیزونو په اړه بحث وکړي. د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف نن په یوې خبري غونډي کې ویلي چې د ناوالني نیول کېدل د روسیې یوه کورنۍ موضوع ده. نوموړي دا هم ویلي چې د ناوالني د پلویانو د اعتراضونو څخه هم وېره نه لري. Читать дальше...



پاکستان کې د ۹ ګوندونو ائتلاف: د نوېو اعتراضونو لړۍ به پیل کړو

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د حکومت د نهو مخالفو ګوندونو ائتلاف اعلان کړی چې په ټول هېواد کې به د نوېو اعتراضونو لړۍ پیل کړي او دا فشارونه به له واکه د صدراعظم عمران خان تر لېرې کېدو پورې دوام وکړي. د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ مشرانو د جنورۍ په ۱۸مه اعلان کړی چې د دولت ضد د نوېو لاریونونو او اعتراضونو پر پلان یې موافقه کړې ده. د دوی په وینا دغه اعتراضونه به د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د پاکستان په څو ښارونو کې ترسره شي. نننۍ مظاهرې په اسلام اباد کې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د ودانۍ مخته ترسره کېږي. Читать дальше...

د مالیې وزارت: د ښوونکو د معاشونو په لوړېدو کار پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال بودجه دوه ځلي رد کړه، اوس د افغانستان مالیې وزارت وايي، د اصلاحاتي اداري کمېسیون سره په ګډه د دولتي کارکوونکو د معاشونو په یو شان کېدو او لوړېدو کار کوي. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې درې میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د دولتي کار کوونکو د معاشونو د یو شان کېدو په اړه یې په کابینه کې خبرې کړې وې او اوس د یوې ګډې کمېټې له خوا په دې اړه کار روان دی. د مالي وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د حکومت رهبرۍ... Читать дальше...

پکتیا کې یو شمېر نجونې: کانکور ته د هلکانو په څېر چمتوالی نه شو نیولی

Pa.azadiradio.com 

د کانکور ازموینو لپاره چمتووالی یو له هغو ستونزو دی چې د پکتیا یو شمېر نجونې ورسره مخامخ دي.دوی شکایت کوي چې د هلکانو په څېر نه شي کولای د کانکور تیاري لپاره شخصي کورسونو ته لاړې شي.   دا نجونې وایي، دې ولایت کې د کانکور ازموینې لپاره د کورسونو نشتوالی د دې لامل شوی چې د کانکور ازموینه کې د خوښې پوهنځي ته بریالی نه شي او یا هم نتیجه بې پایلې راووځي.  ثنا له دغو زده کوونکو یوه ده. نوموړې د دغو ستونزو یو لامل اقتصادي محدودیت یادوي، خو په وینا یې د یوه خیریه بنسټ وړیا کورسونو له ګڼو نجونو سره دې برخه کې مرسته کړې. Читать дальше...

د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن د لوړې مراسم ننګونه سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه د دې هېواد د ۴۶ م ولسمشر په توګه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلې څوکۍ لوړه کوي، خو د پخوانيو هغو پرتله دا ځل د لوړې مراسم له ننګونو او خطرونو سره مخامخ دي.

د بارداره موټرو چلوونکو د خوست-غلام خان لاره پر دوهمه ورځ هم بنده کړې وه

Pa.azadiradio.com 

د خوست-غلام خان لار چې د بار وړونکو موټرو د موټر چلوونکو او ټرانسپورټي ټولنو له خوا تېره ورځ تړل شوې، نن د سېشنبې (د مرغومي ۳۰مه) په ورځ هم تړلې ده. موټر چلوونکي او د ټرانسپورټي اتحادیو چارواکي د لارې تړلو لامل بې نظمي او بې نوبتي ښيي او زوراکي له نوبت پرته هره ورځ موټر بیايي، خو ځیني ډرایوران بیا خپل نوبت ته په اونیو-اونیو انتظار باسي. اعتراض کوونکي زیاتوي چې د غلام خان لارې د ټرانزیټ کېدو بهیر دې هم چټک شي. ډرایورانو د ګربزو په صحرا کې عمومي لاره تړلې او په یو بل سر کې يې بارداره موټر په څنګو درولي چې نور ګاډي تګ او راتګ ونه کړای شي. Читать дальше...



د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هند له‌خوا چابهار بندر کې وروستۍ هڅې ستايي

Pa.azadiradio.com 

د هند له‌خوا د چابهار بندر د پراختیا لپاره وروستۍ هڅې د افغانستان د خصوصي سکټور له هرکلي سره مخ شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هند له‌خوا چابهار بندر کې د لویو کرینګونو له ځای پر ځای کولو وروسته وايي، د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر سوداګرۍ د محدویتونو تر وضع کولو وروسته، چابهار د افغان سوداګرو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ښه بدیل دی. د دې خونې ویاند امین بابک د سې‌شنبې (د مرغومي ۳۰مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان سوداګر د هند له‌خوا د دې بندر د لا پراختیا غوښتوونکي دي: "د افغانستان خصوصي سکټور د دې ګام هرکلی کوي. Читать дальше...

هدفي وژنې؛ فعالان: نسبي امنیت مو خوندي کړئ، که نه دښمن شومو اهدافو ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل او نورو ولایتونو کې د هدفي وژنو له امله اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، یو شمېر مدني فعالان چې د ټولنو شمېر یې شااوخوا ۶۰ ته رسېږي په کابل کې د یوې غونډه په ترڅ کې د روانو ترورونو او هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه وکړه. مدني فعاله زهره امیري وايي، خبریالان او مدني فعالان د ټولنې بې طرفه خلک دي، نو د دې بې پرې خلکو وژل ولې دوام لري؟" په دې وروستیو کې د هدفي وژنو لړۍ ټول اندېښمن کړي یو، موږ د همدغې ناستې له لارې له حکومته غواړو چې زموږ نسبي امنیت خوندي کړي، څو موږ وکولی شو خپل غږ پورته کړو،... Читать дальше...

ارزګان کې چاودنې د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون ۱۰ تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون لس تنه نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) په ارزګان ولایت کې په یوې چاودنه کې ټپیان شوي دي.  د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دا بم په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و چې نن غرمه په ترینکوټ ښار کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودېد.   ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "لس کسان برسېرن ټپیان دي چې بېرته خپلو کورونو ته انتقال شول . دوه تنه پولیس او نور ملکي وګړي دي. په ملکیانو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده."  د سلام ارزګان راډیو مسول مدیر بریالي انصاري... Читать дальше...

په هرات کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې. د هرات ولایت د ورزشي ادارې مسکلي او فني مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ د څلورو غوره لوبډلو( سرخ پوشان، هرات سټار، اریا او درخشان) ترمنځ نن پیل او تر پنجشنبې به دوام وکړي. د ښاغلي ضیا په خبره، لومړۍ لوبه د سرخ پوشانو او اریا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې سرخ پوشانو لوبډلې خپل سیال ته ماتې ورکړه. ښاغلي ضیا زیاته کړه، چې د دغو سیالیو هدف د هرات ولایت باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره څېرو معرفي کول دي.

په نیمروز کې د فوټبال جام سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

نیمروز ولایت کې له (جګړې د پنا غوښتنې) ترعنوان لاندې د فوټبال جام سیالۍ د کاپیټان ۱۰ لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ شل ورځې وړاندې د نيمروز د بدني روزنې امریت او فوټبال فدارسیون استازولۍ له لوري په زرنج ښار کې د ۱۶ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې. ښاغلی مشعوف زیاتوي، د سیالۍ په وروستۍ لوبه کې د کاپیټان ۱۰ او ملي پاڅون پیوستون لوبډلو په خپلو کې سیالۍ وکړه، چې د کاپیټان ۱۰ لوبډلې مقابل لوري ته درې د یو پر وړاندې ماته ورکړه او د لوبو اتلوالي یې خپله کړه.

څارونکو بنسټونو راتلونکي کال کې د څلورو ټاکنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د انتخاباتو څارونکو بنسټونو په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ګډون په دې هېواد کې د څلورو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په تیاریو اندیښنه څرګنده کړه. په افغانستان کې د انتخاباتو څارونکو بنسټونو په ۱۴۰۰ لمریز کابل کې د څلورو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د تياريو د روان بهير پر وړاندې غبر ګون وښود. دغه بنسټونه وایي، چې په کابل او ټولو ولایتونو کې امنيتي وضعیت ته په پام د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو، ښاروالیو... Читать дальше...

د افغان حکومت مرکچي پلاوی: طالبان رغوونکو او ګټورو خبرو ته لېواله نه دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي وايي، طالبان دسولې ګټورو او پایله لرونکو خبرو ته چندان لېوال نه دي. په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو د بریا په اړه منفي لیدلوري ورځ بلې ته مخ په زیاتېدو دی. تازه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوی يو غړی پر طالب پلاوي تور پورې کوي چې رغوونکو او ګټورو خبرو ته لېوالتیا نه لري. حفیظ منصور د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبان ان د روانې جګړې د مشروعیت او عدم مشروعیت په اړه خبرو ته هم نه حاضرېږي. هغه وویل: "طالب پلاوی رغوونکو او ګټورو خبرو ته چندان لېواله نه دی. Читать дальше...

چارواکي: طالبانو په دایکندي کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه

Pa.azadiradio.com 

وسله والو طالبانو په دایکندي ولایت کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه. د دایکندي ولایت د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریيس لطف الله شریعتي آزادي راډیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه دا پایه په کجران ولسوالۍ کې د یوه توغندي په ویشتلو ویجاړه کړه او یو ساتونکي یې هم ټپي کړ. د ښاغلي شریعتي په خبره دا د سلام مخابراتي شبکې څلورمه پايه ده چې په دایکندي ولایت کې د روان کال په ترڅ د طالبانو له لوري ورانېږي.

ډونالډ ټرمپ د خپل کار په وروستۍ ورځ لسګونه مجرمین بخښي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د جنوري په نولسمه چې د جمهوري ریاست د دورې وروستۍ بشپړه ورځ یې ده، په لسګونو، په مختلو تورونو مجرم کسان وبخښي.  سبا د واشنګټن په وخت غرمه مهال نوی منتخب ولسمشر جوبایډن د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه کوي. تمه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په لسګونو کسان وبخښي. په دوی کې به هغه کسان هم شامل وي چې د جنایي جرمونو په خاطر سزاوې ورکړل شوې دي. ټرمپ چې نن یې د جمهوري ریاست د دورې وروستۍ بشپړه ورځ ده دغه اقدام داسې مهال کوي چې وروستۍ نظر شمېرنې ښیي چې... Читать дальше...

"نږدې ١٠ میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو نشتوالي له خطر سره مخ دي"

Pa.azadiradio.com 

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ اداره وایې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي. دغي ادارې نن په یوې اعلامیې کې ویلي، چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان چې ۹،۷ میلیونه یې ماشومان دي د خوراکي موادو په ګډون ژغورونکي ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان د روان میلادي کال لپاره د دغې اړتیا د پوره کېدو لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. په دې سازمان کې د افغانستان د برخې مشر کریستوفر نیاماندي ویلي، چې افغانستان د... Читать дальше...

چارواکي: روان کال په لغمان کې ٢٢ زره مټريک ټنه ګلپيان توليد شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې روان کال په لغمان ولایت کې ۲۲ زره مټریکه ټنه ګلپيان تولید شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې سږ کال په لغمان، بلخ، ننګرهار، کونړ او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ګلپيانو حاصلات زیات شوي او په ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي دي. د یو بل خبر له مخې په هلمند ولایت کې بیا د هوږې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د هلمند د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو رئیس زلمی الکو وايي، چې روان کال په دغه ولایت کې درې نیم زره ټنه هوږه تولید شوې ده.


Музыкальные новости
Баста

Баста, Валерия и "Любэ" исполнили песни Муслима Магомаева





Персональные новости
Динамо

УГМК уступил курскому «Динамо» в Екатеринбурге. ФОТО





د ولسمشر غني په لارښونه د معاشونو د لوړوالي په طرحه کار کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وايي، د جمهوري ریاست له لارښونې سره سم د معاشونو د لوړوالي د امکان په اړه یوه ګډه کمېټه کار کوي. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ولسمشر درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه او مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته يې د طرحې برابرولو دنده وسپارله. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ښوونکو په ګډون د نورو دولتي کارکوونکو د تنخواګانو زیاتوالی او برابري هغه مشروع غوښتنه ده، چې د مالي امکاناتو... Читать дальше...

افغان پوځ: په فاریاب کې ١٦ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغان پوځ چارواکي د فاریاب ولایت په دوو ولسوالیو کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د یوولسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپره شوه وايي، چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله پرون د المار او قیصار ولسوالیو په اړوندو سیمو کې اوښتې ده.  تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي چارواکي: د میدان وردګو په سیدآباد کې ٢ ماین خښوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د دوو ماین خښوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسوول اېمل خان مومند په یوه رسنیز پیغام کې د دې عملیاتو جزییات ورکړي دي.  هغه زياتوي: "تېره شپه ناوخته دوه تنه طالب ترهګر هغه مهال د تندر قول اردو د پنځمې لوا د منسوبینو په برید کې ووژل شول چې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په اړونده خم سيسي سیمه کې یې د سړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کول."  له بلې خوا په غزني کې د چاپېریال ساتنې ادارې رییس عبدالولي ارمان پرون له خپل... Читать дальше...

هشت صبح: حکومت د هدفي وژنو په مخنیوي کې ناکام دی

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د تېرې ورځې د څرګندونو او د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، حکومت د هدفي وژنو په مخنیوي کې ناکام دی، خو پړه یې پر طالبانو وراچوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي او په ځینو محدودو مواردو کې د دغو حملو مسوولیت داعش ډله مني. په سرمقاله کې راغلي، دوه میاشتې کېږي، چې په کابل کې د هدفي وژنو لړۍ پیل شوې او موخه یې هم د خبریالانو، مدني فعالانو او نورو پېژندل شويو څېرو وژنه ده، د لیکوال په خبره... Читать дальше...

په امریکا کې د "کوېډ١٩" له کبله د مړینو شمېر له څلور لکو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د کوېډ١٩ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر له څلور لکو او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۴ میلیونو اوښتی دی. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې پرون ماسپښین د دې وبا له کبله د مړو کسانو شمېر ۴۰۰۷۳۳ ته ورسېد. کلیفورنیا لومړنی ایالت و، چې د کوېډ١٩ د ناروغانو شمېر یې پرون دوشنبې له درې میلیون واوښت. د ژمي له رارسېدو سره د امریکا له دریو په دوه برخې ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبت موارد زیات شوي دي. په عین حال کې چارواکو د کرونا د هغې نوې بڼې په اړه خبرداری ورکړی چې د پخواني هغې پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.

نيويارک ټايمز: په کابل کې خپره شوې وېره د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلې

Pa.azadiradio.com 

نيويارک ټايمز  نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل د نا امنیو په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې راغلي، چې په کابل یوه ویره خپره ده او د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلې. نیویارک ټایمز د کابل ښار له ځینو اوسېدونکو سره خبرې کړي. له هغې ډلې د تایمني یوه ځوان دوکاندار شمس الله امیني ورته ویلي: " کله چې موټر کې کېنئ ډاریږئ، پیاده ځئ هم ډارېږئ، دوکان کې هم وېره لرئ." د نیویارک ټایمز په لیکنه وېره او ترهه له پخوا د افغانانو د ژوند یوه برخه ګرځېدلې او ورسره ورسره د طالبانو د مرګونو بریدونو احتمال هم ځي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Виктория Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Олег Матвиенко принял участие в совещании Федерального агентства лесного хозяйства в Москве





Путин в России и мире
Москва

Путин спросил Беглова о причинах снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

«Зеленский кричит»: польский генерал рассказал, что творится в Киеве


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Галич

Александр Галич. "Облака". Поёт Антон Духовской.



Москва

Жительница Нижнего Новгорода убила мужа и попыталась воскресить его святой водой

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net