123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 13.01.2021

کابل کې د امریکا سفارت: امریکا د مؤقت حکومت د جوړېدو پلوي نه کوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو پلوي نه کوي.   راس وېلسن نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه)  پر خپل ټویټر دغه راز لیکلي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړوندې دي. د ده په وینا امریکا په دې باور ده چې د دغو مذاکراتو پایلې باید د افغانستان د خلکو هیلې منعکسې کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوس- اوس د یوه مؤقت حکومت د جوړېدو په اړه بحثونه کېږي او انګېرنه دا ده چې ګواکې دا له طالبانو سره د سولې توافق زمینه برابرولی شي. Читать дальше...

۲۶ رد شوي افغان پناه غوښتونکي له جرمني کابل ته راغلل

Pa.azadiradio.com 

د هغو افغان پناه غوښتونکو چې په جرمني کې یې پناه غوښتنې رد شوي، ۲۶ کسیزه ډله نن کابل ته ورسېده. د هوايي ډګر مسوولین وایي، د دغو کسانو لپاره چارتر شوې الوتکه د سهار اووه بجې په کابل کې کېناستله. دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې ۳۵م ځل دی چې له جرمني څخه افغان پناه غوښتونکي د اسنادو د نه منل کېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي. د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس په راپور کې په همدې موده کې له جرمني د ایستل شوېو افغان پناه غوښتونکو شمېر ۹۶۳ تنه ښودل شوی دی. نورو اروپایي هېوادونو هم ورته لړۍ پیل کړې ده. Читать дальше...

پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د ځنغوځیو معیاري فابریکه فعاله شوه

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا ولایت کې په لومړي ځل د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د یوه خصوصي پانګه وال له خوا د ځڼغوځیو د پروسس فابریکه جوړه شوه. په دې فابریکه کې ځڼغوزي په معیاري توګه پروسس او د صادراتو لپاره بسته بندي کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:



پکتیا کې قبیلوي شخړو ځینو ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې یو شمېر ځوانان د پیسو په مقابل کې په قومي او قبیلوي شخړو کې جنګیږي. دوی د هغو کسانو پرځای چې مساپر او یا هم په کاروبارونو او دندو بوخت وي، د پیسو په مقابل کې ګمارل کېږي، څو د مخالف لوري پر وړاندې مورچلې وساتي او یا هم خپلې نوبتي پهرې وکړي. پکتیا له هغو ولایتونو څخه دی چې د ځمکې او غرونو پر سر په کې د قومونو او قبیلو تر منځ شخړې له ډېر پخوا معمول دي. د منګلو او خروټو تر منځ شخړه یوه له هغو څخه ده چې له کلونو راهیسې روانه ده او تر دې مهاله په کې له دواړو لوریو لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. Читать дальше...

یوتیوب د ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسمي چینل بند کړی

Pa.azadiradio.com 

یوټیوب وایي، د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسمي چینل یې بند کړی دی. د دې ټولنیزې شبکې مسؤلین وایي، دا اقدام له دې کبله شوی چې ولسمشر ټرمپ د تاوتریخوالي د پارېدو په برخه کې د یوټیوب له پالیسیو سرغړونه کړې ده. تردې وړاندې ټویټر او فیسبوک هم د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو تر یرغل وروسته ورته اقدام کړی وو. په دې یرغل کې چې د جنورۍ پر شپږمه شوی د یوه پولیس په ګډون پنځه تنه ووژل شول. ډونالډ ټرمپ چې د نوومبر په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د درغلیو ادعا کوي، په لومړي سر کې د جنورۍ... Читать дальше...

د ایران پوځ په عمان خلیج کې پوځي تمرینات پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

د ایران پوځ په عمان خلیج کې د نژدې واټن ویشتونکو سمندري توغندیو پوځي تمرینات پیل کړل. د ایران دولتي رسنیو داسې مهال دا راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لانجې اوج ته رسیدلي دي. په دغو راپورونو کې ویل شوي چې لوژستیکي جنګي بېړۍ ماکران چې د هلیکوپټرالوتکو د انتقال ظرفیت په درلودلو سره د ایران تر ټولو لویه پوځي کښتۍ بلل شوې او د توغندي ویشتونکي دستګاه وړونکې زرې هم په دې دوه ورځنیو تطبیقاتو کې ګډون کوي. د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې وروسته له هغه لانجمنې شوې چې د امریکا متحده ایالات د ایران د اټمي تړونه ووت. Читать дальше...

د کرملین منتقد الکسي ناوالني بېرته روسیې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د کرملین منتقد الکسي ناوالني وايي، روانه اوونۍ به بېرته روسیې ته ولاړ شي. نوموړي نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) په یوې ویډیویې اعلامیې کې ویلي چې په پام کې لري د جنورۍ په ۱۷مه روسیې ته ولاړ شي.  دی وايي: "وروستی کار چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې کولی شي دا دی چې پر کرملین یوه لوحه کېږدي او پرې ولیکي چې الکسي په هېڅ صورت بېرته کورته مه راځه. جرمني ته راتګ زما انتخاب نه وو. زه په خپله خوښه دلته نه یم. دلته د دې لپاره یم چې هغوی غوښتل ما ووژني. هغه کسان اوس له دې کبله چې وېې نه شو کولی ما ووژني، ډېر خوابدې دي. Читать дальше...

نړیوال فوټبال؛ دیه‌ګو سیمئونه وتوانېد د غوره روزونکي مقام خپل کړي

Pa.azadiradio.com 

د اتلتیکو مادرېد لوبډلې مشر روزونکی دیه‌ګو سیمئونه وتوانېده چې د کلپونو په درجه بندۍ کې د تیرې یوې لسیزې د غوره روزونکي مقام خپل کړي. د فوټبال نړیوال فدراسیون په وروستي لسیزه (۲۰۱۱ څخه تر۲۰۲۱ ) پورې د نړۍ تر ټولو غوره نارینه روزونکي نومولی دی. د اتلتیکو مادرېد مشر روزونکی وتوانېده چې په وروستي لسیزه کې د مشهور روزونکو په ماتولو سره د نړۍ د غوره روزونکي لقب ترلاسه کړي. دې روزونکي د۱۵۲ امتیازونو په لرلو لومړی مقام ترلاسه کړ.



کابل کې د وشوو سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وشوو سیالۍ پای ته ورسېدې.د افغانستان د وشوو فدراسیون رئیس سید رحمان یورش نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې وې. وشوو سیالیو کې ۲۲۰ لوبغاړو له ٨٠ کلپونو څخه ګډون کړی و چې ٨٠ غوره لوبغاړي راتلونکو سیالیو ته وټاکل شول. د یادونې وړ ده چې دغه اتیا لوبغاړي به د روان کال د کب په میاشت کې یو ځل بیا سیالي وکړي او هلته به د لومړي، دوهم او درېیم کټګوریو لپاره کسان غوره شي.

پومپیو: ایران د القاعده لپاره بل افغانستان دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې ایران د القاعده لپاره نوی خوندي ځای دی. ده د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې همداراز وویل چې القاعده د جمهوري اسلامي ایران تر کلک چتر لاندي فعالیت کوي. په دې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دا ادعا رد کړه

د ارزګان فوټبال فدراسیون د پایه فوټبال فسټیوال ترسره کړ

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان فوټبال فدراسیون په لومړي ځل په دغه ولایت کې د پایه فوټبال فسټیوال ترسره کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغه فسټیوال کې نږدې  ١٠٠ تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو. د ښاغلي مشعوف په خبره د ګرسټروس فسټیوال یا پایه فوټبال ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅولو لپاره مهم فسټیوال وو. نوموړي وویل چې دغه فسټیوال کې د تنکیو ځوانانو وړتیاوې معلومیږي او تر روزنې لاندې نیول کېږي. ښاغلی مشعوف وايي، په روان لمریز کال کې د پایه فوټبال یا... Читать дальше...

ولسي جرګه: بودجه ترهغې نه تصویبوو څو د مامورینو د معاشونو انډول برابر نه شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز مالي کال د بودجې سند یو ځل بیا دغې جرګې ته رسېدلی، خو د بودجې په مسوده کې د دولتي مامورینو معاشونو ترمنځ انډول د دغې جرګې لپاره سور خط دی. د دغې جرګې رئیس میر رحمان رحماني وايي چې ولسي جرګه دې برخې سره هېڅ ډول تقابل نه لري، خو بودجه به تر هغه تصویب نه کړي چې د مامورینو معاشونه یو ډول شوي نه وي. ښاغلي رحماني د چهارشنبې (د مرغومي ۲۴مه) په ورځ د جرګې عمومي ناسته کې د ولسي جرګې د بودجې او مالي کمېسیونه وغوښتل چې نوېو تشکیل شوېو اداري واحدونو ته بودجه په پام کې ونه نیسي. Читать дальше...

ښځینه سرتیري: وېره لرو که نظام ته طالبان راشي ارمانونه به مو نیمګړي پاتې شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ملي اردو کې یو شمېر ښځینه سرتیري چې سختې کومانډویې زده کړې کوي وايي، د سړو ترڅنګ به د خپلې خاورې دفاع کوي. دا ښځینه سرتیري له هغې ورځې وېره لري چې په نظام کې د طالبانو یو ځای کېدو سره د دوی ارمانونه نیمګړې پاتې نه شي. ماشه په لاس، مریم نورزۍ د هرات په نسبتاً سنتي ټولنه کې له سړو سره یو ځای د کمانډو سخت تمرینات ترسره کوي. د مریم لپاره په کمانډو کې غړیتوب اخېستل اسانه کار نه و، هغې په دې لاره کې د کورنۍ دوه غړي هم بایللي دي. نوموړې وایي، خاوند یې دوه کاله وړاندې د بالامرغاب... Читать дальше...

په اعتراض راوتلي ښوونکي: تنخواووې مو کمې دي، مساعدتي پېسې راکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښوونکو شورا په کابل کې  "د ښوونکو د حقوقو لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین" په نوم د خپلو امتیازاتو د کمي له کبله غږ پورته کړ. دغه ښوونکي چې د هېواد د ۷ زونونو په استازولۍ یې په کابل کې دې اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی وايي، سره له ډېرو زیاتو مرستو بیا هم د ښوونکو تنخوا کمه ده او تېرو ۱۹ کلونو کې د ژوند د ښه والي لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده شوې. د پکتیا ولایت د ښوونکو شورا مرستیال اسدالله سعید وايي، ښوونکو ته تنخوا نه‌‌، بلکې د مساعدت په ډول پیسې ورکول کېږي: "په کوم هېواد کې چې د ښوونکي عزت... Читать дальше...

ارزګان کې د 'SHDP' موسسې چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي وايي، د هغې موسسې چارواکي یې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي چې دې ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت درلود.   د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) رسنیو ته په یوه استولي ویډيويي پیغام کې ویلي چې د ټولنیزو او روغتیايي چارو د پراختیا پروګرام د موسسې مسؤلینو فساد کړی او څارنوالۍ ته معرفي شوي.   د ټولنیزو او روغتیايي چارو د پراختیا پروګرام یا 'SHDP' په نوم دې غېرې دولتي موسسې له تېرو دوو کلونو راهیسې د عامې روغتیا وزارت سره هوکړه کړې چې په ارزګان کې به روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کوي. Читать дальше...

د لوګيو تر سيوري لاندې خاموشه کابل؛ ککړې هوا زرګونه کسان قرباني کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پايتخت د نږدې شپږ ميليونه وګړو په لرلو سره د نوې ډهلي او بيجينګ سربيره د نړۍ يو له ککړو ښارونو څخه دی. د رسمي شميرو له مخې يوازې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۵۰۰۰ کسانو د ککړې هوا له امله د رامنځ ته شوېو ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

راپور: ښکېلو اړخونو د "جوبایډن" د کار تر پیله د افغان سولې بهیر ځنډولى

Pa.azadiradio.com 

د بحران ګروپ نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د سولې پروسه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر تګلارو ته تم ده. د بحران ګروپ نړیوال سازمان د اسیا برخې په خپل یو تازه راپور کې د امریکا پر نوي منتخب ولسمشر جوبایډن غږ کوي، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي جوړجاړي ته دې دوام ورکړي. ‎دغه راپور کې چې نن د چهارشنبې په ورځ خپور شوی په کې راغلي چې بايډن دې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو همدارنګه د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د فبرورۍ د 29 تړون ته جدي پام وکړي او دریځ دې څرګند کړي. Читать дальше...

د ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره د دې هېواد استازو جرګې چمتوالى وښود

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګه چمتو ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح کړی. د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګه چمتو شوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ د ۶ په پېښه کې د ده د رول په خاطر استیضاح کړي چې هغه ورځ د ده پلویانو د کانګرس پر ودانۍ هجوم وروړی وو او په نتیجه کې مرګژوبله رامنځته شوې وه. د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس پرون د جنورۍ په دوولسمه وویل، چې دی به د اساسي قانون د ۲۵مې مادې پر اساس ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دندې لیري نه کړي. دا لږ څه وروسته له هغه چې د ډیموکراټانو په اکثریت استازو جرګې یوه... Читать дальше...

سرور دانش: سولې ته د رسېدو لپاره موقت حکومت ته اړتیا نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته اړتیا نه‌شته. د سولې خبرو له دویم پړاو پیلېدو سره سم، د لنډمهالي یا موقت حکومت د جوړېدو خبره ورځ تر بلې ګرمېږي. خو د دې ډول حکومت له جوړېدو سره د اوسني حکومت مخالفت په خپل ځای دی. تازه د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالي یا موقت حکومت ته هیڅ ډول اړتیا نه‌شته. ښاغلي دانش چې نن یې "د وګړو اساسي حقوق او تل‌پاتې سولې"تر نوم لاندې جوړه شوې غونډې ته خبرې کولې، د لنډمهالي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт в КДШИ имени П.И. Чайковского "Народной музыки душа"





Персональные новости
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)





ځينې معلولین: افغان حکومت زمونږ حقوق نه راکوي

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې افغان معلولین د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د دوی د حقوقو په ورکړه کې په بې نظمۍ تورنوي. یو شمېر هغه معلولین چې په کلني ډول د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزارت د معلولیت حقونه ترلاسه کوي شکایت کوي، چې دغه وزارت له څو کلونو راپه دې خوا د دوی حقونه نه دي ورکړي. محب الله چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر دی، څو کاله وړاندې یې په کابل کې په یوې وسله والې حمله کې پښه له لاسه ورکړې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه څو کاله... Читать дальше...

نامعلومو وسله والو د ننګرهار استېناف محکمې یو کارکوونکی وژلى

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار استېناف محکمې یو کارکوونکی د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شوی.  د ننګرهار د استیناف محکمې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل، چې د دغې محکمې دوه تنه اداري کارکوونکي عبدالقيوم او عصمت الله نن چهارشنبه سهار نهه بجې دندې ته پر لاره وو چې د نامعلومه وسله والو له لوري پرې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د مالوچې کوڅې ته څېرمه وسله وال بريد وشو. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې عبدالقيوم نومی وژل شوی او بل ملګری یې ټپي شوی دی. اخوا د ننګرهار سیمه ییز روغتون... Читать дальше...

چارواکي: په لوګر کې د طالبانو د ماین جوړولو  کارخانه له منځه وړل شوې

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو په لوګر کې د وسله طالبانو د ماین جوړولو د یوې کارخانې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې پدې اقدام سره یې د لویو امنیتي ننګونو مخه نیولې ده. مومند زياتوي: "تېره شپه کوماندو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د «سپیڅ» په سیمه کې د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو هغه کارخانه کشف او له منځه وړې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، پلچکونو او ټولګټو تاسیساتو د ورانولو په موخه یې په کې ماینونه... Читать дальше...

د خاشرود د وروستۍ پیښې د ارزولو لپاره حکومتي پلاوی نيمروز ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د ارزولو لپاره یو پلاوی دغه ولایت ته تللی دی. ادعا شوې، چې په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوایې برید کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي چې ویل کېږي قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي. د قربانیانو کورنیو پرون ویلي وو، چې د پېښې د ارزونې لپاره ټاکل شوی پلاوی لا تر اوسه سیمې ته نه دی تللی.  د افغانستان دفاع وزارت نن په یوې اعلامیې کې لیکلي، چې د ولسمشر په سپارښتنه د دغه وزارت د کشف او استخباراتو د مشر برید جنرال عبدالقیوم... Читать дальше...

ښايي د کانګرس پر ودانۍ د وروستي برید په خاطر ټرمپ استیضاح شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکامتحده ایالتونو د کانګرس استازیو جرګه ښايي د کانګرس پر ودانۍ د مظاهره چیانو د برید په خاطر نن ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح کړي. د امریکا کانګرس پر ولسمشر یا نورو چارواکو د تورونو د لګولو لپاره هغوی امپیچ کوي چې که پړ شي د لرې کولو لار یې برابرېږي.  د استازیو جرګې مشرې ننسي پلوسي ویلي، که د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ډونالډ ټرمپ نامناسب ونه بولي جرګه به ژر ان د جنورۍ دیارلسمه چې نن ده ټرمپ استیضاح کړي. استازیو جرګه چې ډموکراټان پکې اکثریت لري په دې لټه کې ده چې ډونالډ ټرمپ ګوښه کړای شي. Читать дальше...

امریکا د کرونا ویروس ضد واکسین پروګرام چټکوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا د کرونا ویروس د واکسین پروسه چټکوي ځکه چارواکو د کرونا له لاسه په یوه ورځ د نږدې څلور نیمو زرو کسانو د مړینې خبر ورکړی. پخوا کله هم دومره ډېر کسان په یوه ورځ نه و مړه شوي. د امریکا د نویو اقداماتو له مخې ټول هغه کسان چې متحده ایالتونو ته سفر کوي باید د کرونا ویروس د منفي معاینې سند وړاندې کړي. سربېره په دې چې د کرونا ویروس د واکسین په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې په پالیسیو انتقادونه روان دي امریکايي چارواکو له ۶۵ کلونو په ډېر عمر لرونکو باندې د واکسین تطبیق لازمي ګرځولی. د امریکا... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.





Путин в России и мире
Москва

МИД РФ иронично прокомментировал высказывание Шольца о Путине и Канте


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Metallica

Случай на концерте Metallica в России



Москва

Большая игра 2.0: Лондон включился в схватку за Центральную Азию

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net