د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلان لري چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي پلار، بهاوالدین ولد خانقاه په بلخ او د ابو ریحان البیروني مقبره په غزني ولایت کې بیا ورغوي.
د بلخ له مرکزه په ۲۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لرونکې ودانۍ کې لا هم د مغلو د وخت ځیني نښې نښانې ښکاري، خو د بیارغېدو لپاره یې تر اوسه څه نه دي شوي.
خو اوس د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پریکړه کړې چې یاده تاریخي خانقاه او د غزني ولایت ختیځ کې د ابو ریحان البیروني مقبره بیا ورغوي.
د دې وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوا شرق وايي... Читать дальше...
د بلخ په مرکز مزارشریف کې له جګړې سلګونه تښتېدلي ماشومان د ژمي په سړه هوا کې په کېږدیو کې شپې او ورځې تېروي او په خپلو اصلي سیمو کې د جګړو پای ته شېبې شماري.
دغه ماشومان چې ډېری یې له خپلو کورنیو سره د سرپل، فاریاب او بغلان ولایتونو جګړو راکډه کړي وايي، هیله لري څو یوه ورځ له تاوتریخوالي پرته فضا کې بیا ښوونځي ته ولاړ شي.
خالد هیله لري چې د خپل ژوند نهم پسرلی په امنه فضا او ښوونځي ته په بیا ورتګ پيل کړي.
نوموړی وايي: "غواړم بیا ښوونځي ته لاړ شم، په راتلونکي کې رانه ډاکټر جوړ شي. زموږ سیمه... Читать дальше...
افغاني غالۍ د افغانستان له نوم وتو لاسي صنایعو څخه دي چې تل یې د ښه کیفیت لرلو په خاطر نړېوال شهرت موندلی.
افغاني غالیو چې پخوا یي نړېوالو بازارونو کې ښه پلور درلود، اوس د هېواد شمال کې یې اوبدونکي وايي چې دغه صنعت له ماتې سره مخ دی.
په بلخ ولایت کې سلګونه ښځې په انفرادي او ټولیز ډول په بېلابېلو کارخونو کې افغاني غالۍ اوبدي.
دغه ښځې هره میاشت د خپل کار په بدل کې یوازې تر ۱۲۰۰ افغانیو تنخوا ترلاسه کوي.
د ۴۳ کلنې ګلمان د غالۍ اوبدنې یوه کارخونه د مزارشریف ختیځ لورته په ۳۵ کیلومترۍ کې د کمپ سخي په سیمه کې پرته ده. Читать дальше...
د هغې اوکرایني الوتکې د قربانیانو کورنیو چې د ایران د نظامي ځواکونو له خوا نسکوره شوه تر اوسه د قناعت وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی. دا الوتکه یو کال وړاندې له تهران کیېف ته د الوتنې پر مهال نسکوره شوه چې په کې 176 کسان ووژل شول. تهران " انساني تېروتنه " ددې الوتکې د نسکوریدو سبب بللی.
په کونړ کې ځوانان وايي، دغلته لوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه نه شته او له پوهنتونو څخه ګڼ فارغ شوي ځوانان بې کاره ګرځي.
دوی همدارنګه انتقاد کوي چې دولتي ادارو کې په ګمارنو کې بې عدالتۍ هم د دې لامل شوې چې ګڼ په کارپوه ځوانان بې کاره پاتې شي.
عرفان الله دوه کلونه کېږي د سید جمال الدین افغان پوهنتون د تعلیم او تربيې پوهنځي څخه فارغ شوی، خو هغه سره تر اوسه د پوهنتون تر کچې زده کړو د مناسب کار په موندلو کې مرسته نه ده کړې. پر کراچۍ یې تازه ترکاري اچولې او په سړه هوا کې ورته ولاړ دی.
دی وايي: "له... Читать дальше...
د غور د ولایتي شورا یو غړی عزت الله بیک د ملي امنیت ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
ځایي چارواکي وایي، دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو د ښاغلي ابراهیمي د نیولو هوډ درلود.
د غور د ولایتي شورا مشر فضل الحق احسان له ازادي راډیو سره په خبرو کې د شورا د دغه غړي وژل تایید کړي دي.
ملي امنیت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ولایتي شورا پر دغه غړي د ولایتي شورا د پخواني مرستیال عبدالرحمان عطشان او غور کې د خبریال بسم الله عادل د وژنې تور دی او کله چې دوی نیوه، له ځواکونو سره نښته کې ووژل شو. Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان له ارمنستان او اذربایجانه غوښتي چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې په (ناسم او ړنده بڼه) د وسلو د استفادې په اړه څېړنه وکړي.
دغه سازمان ویلي، د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر جګړه کې د وسلو کارونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه وه او ملکیان یې زیانمن کړي دي.
امنیستي انټرنشنل چې مرکز یې په بریتانیا کې دی پرون په یوه راپور کې وویل، دغلته د جګړې دواړو خواوو د ملکیانو هدف ګرځول رد کړي، خو دغه سازمان ویلي، موثق اسناد یې موندلي چې منعه شوې وسلې او چاودیدونکي توکي کارول شوي دي.
د بښنې... Читать дальше...
په اندونیزیا کې لرغون پوهانو په یوه سمڅه کې د یوه حیوان انځور موندلی چې په ظاهره تر ټولو پخوانۍ نقاشي ښيي.
دا د دغې سمڅې پر دیوال د وحشي خوګ انځور دی چې د ساینس اډوانس مجلې د معلوماتو له مخې، د حیوان له اصلي بڼې سره ډېر توپیر نه لري.
دغه رسامي په یوې لېرې پرتې 'سولاویسي' درې کې موندل شوې او دغې سیمه کې د انسانانو د اوسیدونکو لرغونی سند بلل کېږي.
د اتریش د ګریفیټ پوهنتون یوه څیړونکي ماکسیم اوبرت چې دغه راپور یې لیکلی ویلي، کومو کسانو چې دغه انځور ایستلی، د اوسنیو انسانانو په څېر متمدن وو او د اوسنۍ نقاشۍ ټول وسایل یې درلودل. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، له اړوندو نورو ادارو سره یې د خبریالانو خوندیتوب ته ګامونه اوچت کړي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دوی د یوې نوې تګلارې له مخې دا چاره پيل کړې او په خبره یې د خبریالانو په وړاندې هر ډول ګواښونه ثبت او تعقېبیږي.
ارین زیاتوي: "کورنیو چارو وزارت تاوتریخوالي ته د رسېدو د همغږۍ مرکز له لارې خبریالانو او مدني فعالانو ته ور پېښ ګواښونه څیړي، موږ ته د ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه خبریالانو امنیت مهم دی او دې برخه کې له خبري بنسټونو او مدني ټولنو... Читать дальше...
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنست ( نی) وايي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۰ پېښې ثبت شوي حال دا چې دغه پېښې په ۲۰۱۹ میلادي کال ۱۱۵ وې.
د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې (د مرغومي ۲۵مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې ته وویل، په دې کال کې شااوخوا ۲۰ خبریالان ټپیان شوي هم دي.
دی وايي: "د تاوتریخوالي هغه پېښې چې ثبت شوي، قتل، اختطاف، وهل، ګواښونه سپکاوی او نیول دي. له بده مرغه په تېر۲۰۲۰ میلادي کال کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي، شااوخوا... Читать дальше...
په 'د وزلوبې هلکان' فلم کې لوبیدلی ۲۱ کلن فواد محمدي چې ژوند یې تر ډېره له سختو ورځو سره مخ و خو بیا هم بریا ته د رسېدو لپاره له هڅو نه دی ستړی شوی.
د محمدي ژوند د یو فلم له داستانه کم نه دی، هغه په بازارونو کې د نقشو له خرڅولو پیل وکړ او بیا په یو داسې فلم کې ولوبېد چې اسکار جایزې ته کاندیده شوه.
نوموړي وویل: "زه ډېر وړوکی وم، نږدې ۵ یا ۶ کلن به وم چې پلار مې د ناروغۍ له امله ومړ، له هغه وروسته ما د مرغ فروشي کوڅه کې په ۸ یا ۹ کلنۍ کې لاسي شیان خرڅول، د سړک پر سر کار کول ډېر سخت دي، خو زه نېکمرغه... Читать дальше...
په ننګرهار کې د خبريالې ملالې میوند له وژلو وروسته په دې ولایت کې خبریالانې د ځان د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.
مقدس سالارزۍ چې د ننګرهار په یوه خصوصي راډیو کې کار کوي، نیوکه لري چې تر اوسه د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې هغسې چې لازمه ده، پاملرنه نه ده شوې.
سالارزۍ وایي، لازمه ده چې مسؤلې ادارې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي: "په رڼا ورځ یوه بې ګناه خورکۍ او یو بې ګناه ورور چې هېڅ ګناه یې نه وي، صرف له قلم او مایک سره یې کاروبار وي، بیا هم وژل کېږي او په رڼا ورځ یې قاتلین... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، روان تاوتریخوالي او د ملکیانو وژنو دوحه کې د سولې پر خبرو د افغانانو باور کم کړی دی.
حنیف اتمر د سویډن د بهرنیو چارو له وزیرې ان لینده (Ann Linde) سره ټیلیفوني خبرو کې دا اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دا وضعیت د سولې پایله "له ستونزو او جدي ننګونو" سره مخ کولای شي.
دواړو خواوو د خبریالانو او فعالانو د هدفي وژنو پر زیاتېدو هم اندېښنه ښودلې او ښاغلي اتمر هیله څرګنده کړې چې سویډن له نورو هېوادونو سره په ګډه افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند په چارو کې همکاري وکړي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ترکمنستانه افغانستان ته د اقینې _اندخوی د رېل پټلۍ، د برېښنا د لېږد او نوري فایبر د انتقال د پروژو په پرانیېسته کې پر طالبانو یو وار بیا غږ وکړ چې د افغانستان خلکو پر سولې او د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو اجماع کړې.
ښاغلي غني زیاته کړه: "زما پیغام طالبانو ته دا دی چې د افغان ولس نبض ولولئ، زموږ ولس پر سولې اجماع کړې او د تاوتریخوالي دوام د خلکو د دغې اجماع خلاف ده، دا به د دې لامل شي چې خلک مو پر وړاندې له مخکې هم زیات ودرېږي، نو جنګ او وینه توئیدنه ودروئ او... Читать дальше...
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په ۷ ولایتونو کې له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شویو پیسو کې د فساد دوسیې ور رسېدلي دي.
خوست، کندز، لوګر، بامیان، دایکنډي، پروان او بغلان هغه ولایتونه دي چې تازهیې د کرونا لپاره ځانګړې شویو پیسو کې فساد شوی دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، دا دوسیې د افغانستان د بازرس ادارې لهخوا دوی ته استول شوي او دوی یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
ښاغلی رسولي زیاتوي: "اوسمهال دا دوسیې له درنو جرمونو او اداري... Читать дальше...
د طالبانو سیاسي دفتر وایي، بینالافغاني خبرې ځنډېدلې نهدي، بلکې دوی د ځینو اړتیاوو لپاره په خپلمنځیو غونډو بوخت دي.
د دغه دفتر ویاند محمد نعیم نن (پنجشنبه) ازادي راډیو ته دا خبره تر هغه راپور وروسته وکړه چې پهکې وویل شول، له درېیو ورځو راهیسې دواړه خواوې دوحه کې مخامخ نهدي سره ناست.
ده وویل، مخامخ لیدو کې د څو ورځو ځنډ طبیعي خبره ده او په وینا یې دا د دغه بهیر د درېدو په معنی نهدی.
ښاغلی نعیم زیاتوي: "مذاکراتو کې ټوله ته معلومه ده، د نړۍ هر ځای کې چې مذاکرات کېږي، هلته داسې نهوي چې هره... Читать дальше...
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ، برښنا د لېږد او نوري فایبر درې مهمې پروژې پرانیستې.
افغان ولسشمر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۵» د دغو پروژو په انلاین پرانیسته کې وویل چې دغه پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي پراختیا ته وده او د دوو ګاونډیو او دوستو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
ښاغلي غني زیاته کړه: "د دغو اقتصادي پروژو طرحه او ترې ګټه اخیستنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي، د رېل پټلۍ اتصال، نوري... Читать дальше...
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې پرانیستل شوې.
دغو کې یوه پروژه د اقینې-اندخوی ترمنځ د رېل پټلۍ ده چې د جوړېدو کارونهیې تازه بشپړ شوي او دوه نورې پروژې د (۵۰۰ کیلو ولټه) په ظرفیت د برښنا د لېږد او نوري فایبر دي.
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.
شاوخوا میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د رېل پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی یې درلود.
د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه چې د موټر له نمبر پلېټ نه به د ۳۹ شمېره لیرې کوي.
دا پرېکړه نن سهار د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان کړه او ویېویل، دې شمېرې د ترافیکو ریاست کې رشوت اخیستو ته زمینه برابره کړې وه.
ښاغلي صالح ویلي، دا موضوع ځینو کسانو ته د شیدو په غوا بدله شوې او ترافیکو ریاست تهیې هدایت ورکړی چې په دایمي ډول دا شمېره له پلېټونو حذف کړي.
ده ویلي، ژر به دا موضوع ولسمشرۍ مقام ته وړاندیز شي او زیاته کړې یې ده چې له راتلونکې شنبې وروسته هېڅوک باید دې پلېټونو پسې سرګردانه نهشي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ملت ته په یوه وېډیویي پیغام کې چې بېګا شپهیې خپور کړی، پر کانګرس د تېرې اوونۍ یرغل او پهکې تاوتریخوالی غندلی، خو د استازو جرګې د هغه اقدام یادونهیې نهده کړې چې نوموړی یې پرون د ورځې په لومړیو کې استیضاح کړ.
ټرمپ دغه وېډیويي پیغام داسې مهال خپور کړ چې د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح په اړه له رأی ګیري وروسته چې د دې جرګې ۲۳۲ غړو د ۱۹۷ په مقابل کې مثبتې رایې ورکړې، هغه سند لاسلیک کړ چې ټرمپ د پاڅون په لمسونې تورنوي.
په استازو جرګه کې ډیموکراتان... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) څېړونکي د چین ووهان ښار ته رسېدلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه څېړنه کوي.
دغه ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې له همدې ښاره خپور شوی و.
د چین دولتي رسنۍ ووهان ته د روغتیا د نړیوالې ادارې د ۱۰ څېړونکو د رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی به شاوخوا یوه میاشت په دې ښار کې تېر کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس تېره اوونۍ د دغو څېړونکو د سفر پر ځنډېدو مایوسي څرګنده کړې او ویلي و چې ډېر دغه ساینسپوهان چین ته د تلو په هدف له... Читать дальше...
ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران نن د دواړو هېوادونو ترمنځ درې مهمې پروژې پرانیزي.
دغو کې یوه پروژه د اقینې-اندخوی ترمنځ د رېل پټلۍ ده چې د جوړېدو کارونهیې تازه بشپړ شوي او دوه نورې پروژې د برښنا د لېږد او نوري فایبر دي.
محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف د وېډیو کنفرانس له لارې د پرانیستې دغو مراسمو کې برخه اخلي او ویناوې هم کوي.
د تېرې جمعې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د همدغو پروژو په تړاو د بحث لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو پر هدفي وژنو سخته اندېښنه ښودلې ده.
ښاغلي اتمر تېره ورځ په دې اړه په کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر اندریس وان برنت سره وکتل او د ډیموکراتیکو ادارو د ملاتړ په برخه کې یې د دغې ټولنې رول وستایه.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د اروپایي ټولنې د سفیر په حواله راغلي چې دوی د افغانستان پر روان وضعیت خبر دي او سولې ته د رسېدو په برخه کې د سیمهییزې او نړیوالې اجماع ملاتړ کوي.
هدفي وژنو چې د کابل په ګډون... Читать дальше...
په بلخ کې د یوه تښتول شوي نهه کلن ماشوم پلار وایي، که حکومتیې د زوی په ژغورلو کې همداسې ناغېړي وکړي، دی به له وسلهوالو طالبانو مرسته وغواړي.
د عبدالرؤف په نوم دغه نهه کلن ماشومان نږدې درې میاشتې مخکې تښتول شوی او اختطاف کوونکو یې د خوشې کېدو لپاره د یو میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
د عبدالرؤف پلار محمد نبي پرون په بلخ کې خبریالانو ته وویل، حکومتیې د زوی د اختطاف په تور څو کسان ونیول، خو وروستهیې بیرته په ضمانت خوشې کړل.
په همدې تړاو له څه مودې راهیسې د دغه ماشوم کورنۍ او خپل خپلوانو د... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې یې د موټر بم او ډلهییز برید مخه نیولې ده.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د ملي اردو ځواکونو پرون له چاودېدونکو توکو هغه ډک موټر هدف ته له رسېدو مخکې پېژندلی چې ۷ تنه په ځان مرګو واسکټونو سمبال برید کوونکي پهکې ناست وو.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، برید کوونکو چې دوی طالبان یاد کړي دي، له افغان ځواکونو سره جګړه کړې چې له املهیې ۷ واړه وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
Спорт в России и мире
Москва
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Хромачёва и Бабош выиграли турнир WTA в Руане в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московскую компанию заподозрили в хищении 103 млн рублей при реализации нацпроекта в Орле
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Рэпер Баста благословил девушку на брак во время своего концерта
Москва
Арестован еще один подозреваемый по делу отстраненного замминистра обороны Иванова
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net