Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 08.01.2021

د بشر حقونو کمېسیون: هلمند کې پر طالبانو برید، د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکیانو وژنه د منلو وړنه ده.   دغه کمېسیون نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۷مه نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو د هوايي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۵ غړي چې ۳ ماشومان دي وژل شوي  او ۵ نور چې ۴ یې مېرمني دي ټپیان شوي.   د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پرمهال دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.   دغه کمېسیون په ټینګار سره وايي چې دواړه اړخونه دې ژر تر ژره اوربند وکړي. Читать дальше...

پاکستان د هند د ممبي برید کې تورن 'لکوي' په بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یوې محکمې د هند په مومبي ښار کې د ۲۰۰۸ میلادي کال په وسله وال برید کې د تورنې افراطي ډلې یو مخکښ مشر په حبس محکوم کړی دی.  د پنجاب ایالت د ترورېزم ضد ادارې نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ اعلان وکړ چې د لاهور یوې محکمې ذاکر رحمان لکوي په پنځه کاله بند او د ترورېزم د مالي ملاتړ په جلا مورد کې په سل زره روپۍ نقدي جریمه محکوم کړی دی.  لکوي چې د جماعت الدعوه د خیریه بنسټ مخکښ غړی دی تېره اوونۍ په دې تور ونیول شو چې په لاهور کې یې د جبهې د لومړۍ کرښې د وسله والو لپاره چنده ټولوله. دا بنسټ... Читать дальше...

غورځېدلې اوکراینۍ الوتکه؛ له ایرانه د افغانستان په ګډون د ۵ هېوادونو غوښتنې!

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او څلورو نورو هېوادونو له ایرانه غوښتي چې په تهران کې د یوې اوکراینۍ الوتکې د لوېدو د پېښې له کبله د قربانیانو کورنیو او حکومتونو ته د شفافیت او حساب ورکولو په اړه اقدام وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نن د جمعې (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ورکولو او همغږۍ د نړیوالې ډلې د غړو له لوري په خپره کړې اعلامیه کې له ایرانه غوښتنه کړې چې باید د یادې پېښې بشپړ او هر اړخیز راپور وړاندې کړي. د افغانستان، کاناډا، اوکراین، بریتانیا او سویډن په دې ګډه اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودل شوې. Читать дальше...



ایران ته له امریکا او بریتانیا د کرونا ضد واکسین پر واردولو بندیز!

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر له امریکا او بریتانیا څخه د کروناویروس ضد واکسین پر واردولو بندیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې دی پر دې هېوادونو باور نه لري.  ایت الله علي خامنه يي نن جمعه(د مرغومي ۱۹مه) په یوه وینا کې وویل، ده چارواکو ته ویلي چې له امریکا او بریتانیا څخه د واکسین واردول حرام دي، خو اوس یې علني وايي.  د کرونا پر ضد واکسینونه د امریکا فایزر او مودرنا کمپنیو او انګلیسي کمپنۍ استرا زینیکا جوړ کړي، خو روسیې، چین او ځینو نور هېوادونو هم خپل خپل واکسینونه تولید کړي دي.  خامنه یي وویل چې دی د امریکا... Читать дальше...

هنګري د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد لګېدلي محدودیتونه وغځول

Pa.azadiradio.com 

هنګري د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد لګېدلي محدودیتونه د فبروري تر لومړۍ نېټې پورې تمدید کړل.  په دې محدودیتونو کې د شپې له اتو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز، د خلکو پر  راټولېدو بندیز او د رسټورانټونو او کافي ګانو د تړلو تدابیر شامل دي.  د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) د هنګري له دولتي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا تدابیر به تر هغه وخته دوام وکړي چې د کرونا ضد واکسین خلکو ته په پراخه کچه ورکړل شي.  په هنګري کې په کروناویروس د اخته کسانو ټول شمېر له ۳۳۷ زرو اوښتی او د دې... Читать дальше...

اوکراین کې د هغې الوتکې د قربانیانو یاد ته درناوی وشو چې تهران کې نسکوره شوه 

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) د هغې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو یاد ته درناوی وشو چې پوره یو کال مخکې په تهران کې نسکوره شوه.  په دې غونډه کې له پېښې د زیانمنو هېوادونو سفیرانو، د قربانیانو د کورنیو غړو او اوکرایني چارواکو ګډون کړی وو.   د ازادي راډیو د فردا څانګې خبریاله هانا رایسکایا له کییف څخه په راپور کې وايي چې په دې غونډه کې د پېښې د قربانیانو کورنیو له تهرانه پر خپلو غوښتنو یو ځل بیا ټینګار وکړ: "ټول سترګې په لاره دي چې ایران به د قربانیانو د کورنیو دې پوښتنو ته... Читать дальше...

د سولې په اړه پیلیدونکي بحثونه؛ "۲۰ ولایتونو کې طالب ضد عملیاتونه پیل شوي"

Pa.azadiradio.com 

په داسې کې چې ټاکل شوې سبا شنبه (د مرغومي۲۰مه) په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالب مذاکراتي پلاوېو ترمنځ د سولې د خبرو په اجنډا بحثونه پیل شي، لا هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او ښکېل اړخونه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي. د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په شلو ولایتونو کې د طالب ضد پوځي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی. د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل:" د افغانستان امنیتي... Читать дальше...

پکتیاوال: د ۶ ولسوالیو لویې لارې دې امن شي او کلیدي ځایونو کې دې پوستې جوړې شي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د شپږو ختځیو ولسوالیو هغه لار چې له تېرو نږدې اوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه، نږدې درې اوونۍ وړاندې یې د پرانیستلو لپاره عملیات وشول. د دې ولایت اوسیدونکي وایي، د دې لویې لارې د امن کولو لپاره باید د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو ترمنځ واټن را کم شي او یو شمېر نوي رامنځته شي، په ضمن کې د امنیتي ځواکونو تر منځ باید پیاوړې همغږي هم رامنځته شي. د لویې پکتیا فرهنګي ټولنې مشر سیدجمال الدی اصف خېل وایي: "په ټوله کې که د دې لارې په اوږدو کې پوستې جوړې نه شي، په دغه... Читать дальше...



د نسکورې شوې اوکرایني الوتکې په اړه د بشري حقونو سازمان غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په تهران کې د اوکراین د هوايي شرکت د یوې الوتکې له نسکورېدو یو کال وروسته وايي چې ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه د شفافو او موثقو څېړنو پر ځای د دې پېښې د قربانیانو کورنۍ ځورولې دي. د اوکراین د هوايي شرکت یوه الوتکه د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په اتمه د تهران له هوايي ډګره له الوتو لنډه شېبه وروسته وغورځېده او په کې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر چې د افغانستان، ایران، کاناډا، بریتانیا، جرمني او سویډن وګړي وو، ووژل شول. ایران له دې پېښې څو ورځې وروسته اعتراف وکړ چې د هوايي مدافعې ځواک یې دا الوتکه سهوا ویشتلې ده. Читать дальше...

'ترکېش ایرلاین' له استانبوله کابل او بلخ ته الوتنې بیا پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې هوايي شرکت 'ترکېش ایرلاین' له استانبوله کابل او مزارشریف ته خپلې الوتنې سر له نننه بیا پیلوي.  دې شرکت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په اوونۍ کې دوه الوتنې به کابل او دوه به مزارشریف ته کوي. دې شرکت ویلي، هغه کسان چې غواړي په دې ایرلاین کې سفر وکړي باید د کرونا داسې منفي ټېسټ ورسره وي چې نتیجه یې ۷۲ ساعته مخکې ترلاسه کړي وي، خو دا هغه کسان چې د ټرانزیټ هدف ترکیې ته سفر کوي، له دې شرطه معاف دي.  ترکېش ایرلاین د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په ۲۷مه نېټه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي وې.

کندز چارواکي: د طالبانو برید کې ۳ سرتیري ۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز والي په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواک پر پوستو د طالبانو د برید په نتیجه کې د درېیو سرتېرو او شپږو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.   عبدالستار میرزکوال نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مرګ ژوبله تېره شپه وروسته له هغه پېښه شوه چې طالبانو په شمس کول سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر قرارګاه برید وکړ. ښاغلي مېرزکوال زیاته کړه: "له شپږو تر نهو پورې شهیدان او په همدې شمېر زخمیان لري. موږ هم له بده مرغه شهیدان لرو چې تعداد یې درېیو ته رسېږي او دوه ټپیان لرو. جګړه په یوه نیمه بجه پای ته ورسېده. Читать дальше...

د هرات د غوریان امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان نقیب الله سلطانزوی د دې ولسوالۍپه بازار کې د طالبانو په ډله ییز برید کې وژل شوی.  د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر طالبانو  چې له فراه ولایته غوریان ولسوالۍ ته راغلی وو، هڅه کوله د دې ولسوالۍ پر عدلي او قضايي مرکزونو برید وکړي: ښاغلي قتالي زیاته کړه: "له بده مرغه د ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شو، خو د علاج لپاره د هغه په رسولو کې ځنډ راغی او شهید شو. درې طالبان هم وژل شوي، خو دوی ونه شو کړای چې زموږ عدلي او قضايي مرکزونو ته ننوځي."... Читать дальше...

حنیف اتمر او خلیلزاد د سولې پر اړوندو مسایلو غږېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې پر اړوندو مسایلو خبرې کړي.  د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ویډیو کنفرانس له لارې د پرون ماښام په خبرو کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم حاضر و، د سولې د بهیر پر وروستیو پرمختګونو او ستونزو بحث وشو.  په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اتمر او خلیلزاد د سولې د روان بهیر د بریا لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو له دوهمې مرحلې څخه د نړیوالو د ملاتړ پر زیاتېدو هم بحث وکړ.

د ټرمپ د ولسمشرۍ ۱۲ ورځې پاتې؛ خو له واکه د ژر لېرې کېدو ګواښ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل استیضاح او له واکه د فوري لېرې کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.  له دې سره په یو وخت ډونالډ ټرمپ پرون مازدیګر یوه ویډیو د ټویټرله لارې خپره کړه او په هغې کې یې بې له دې چې د جوبایډن نوم واخلي، وویل چې نوی حکومت به د جنورۍ په شلمه کار پیل کړي.  یوه ورځ وروسته له دې چې د ټرمپ یو شمېر پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له تاوتریخوالي یې کار واخېست، د استازو جرګې رئيسې ننسي پلوسي او همدا راز په سنا جرګه کې د ډیموکراټ ګوند مشر چاک شومر پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه)... Читать дальше...

کریسچن ساینس مانیټور: ناټو د افغانستان له شل کلنې جګړې څه زده کړي؟

Pa.azadiradio.com 

کریسچن ساینس مانیټور کریسچن ساینس مانیټور ورځپانې په خپله تازه ګڼه کې دا پوښتنه کړې، ناټو د افغانستان له شل کلنې جګړې څه زده کړي؟  په دې مطلب کې راغلي دي چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له لومړیو مهمو کارونو څخه به یو دا وي چې د افغانستان په مسئله کې د پرمختګ د لارې لټه وکړي، څو د ناټو د ماموریت لپاره د لارې یوه پراخه نقشه مشخصه شي.  په دې لیکنه کې وړاندې راغلي دي چې نور د طالبانو ډله او د القاعده شبکه د امریکا د امنیتي ګواښونو د لېست په سر کې ځای نه لري او ناټو هم په دې باور ده چې تر دې... Читать дальше...

لیکوالان او فلم جوړونکي هڅه کوي د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پښتو ژبې یو شمېر لیکوالان او فلم جوړونکي هڅه کوي چې د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي. علم ګل سحر، واحد نظري، کاتب پاڅون، وفا سمندر، د لیکوالانو هغه ډله ده چې د کونډې زوی سریال شل نوي برخې یې لیکلي دي. د کونډې زوی سریال چې لسیزې وړاندې جوړ شوی وو، په افغانستان کې د جګړو له امله يې نورې برخې له جوړېدو پاتې شوي. د افغان فلم مسولین وايي، د هر هغه فلم یا سریال جوړېدو هرکلی کوي چې په افغاني ارزښتونو ولاړ وي. بشپړ راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

څېړنه: د امریکا ۲ برخې سیندونو خپل رنګ بدل کړی

Pa.azadiradio.com 

یوه نوې څېړنه ښيي چې د امریکا له درېیو دوه برخې سیندونو په تېرو څه باندې ۳۵ کلونو کې خپل رنګ بدل کړی دی.  د جغرافيايي څېړنیز لیک په نوم ژورنال د ناسا له خوا د سټلایټ په وسیله د څه باندې ۲۳۰ زره اخېستل شويو تصویرونه په حواله وايي چې په خاص ډول په امریکا کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د سیندونو په رنګ کې د پام وړ بدلون راغلی.  د دې څېړنې له مخې د امریکا د سیندونو رنګ اوس د پخوا پرتله ډېر زرغون دی او حتی د بنفش خواته نژدې شوی.  په دې څېړنه کې راغلي چې د ځینو سیندونو رنګ نور هم سور شوی دی. د څېړنې موندنې... Читать дальше...

فیسبوک او انسټاګرام د ټرمپ پر اکاونټونو بندیز تمدید کړ

Pa.azadiradio.com 

فیسبوک او انسټاګرام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اکاونټونو بندیز، د هغه د کار د دورې ترپایه چې دوه اونۍ ورته پاتې دي تمدید کړ.  دا خبر د فیسبوک اجرائیه رئیس مارک زوکربېرګ پرون اعلان کړ.  ټویټر، فیسبوک او سنپ د چهارشنبې(د مرغومي ۱۸مه) په ورځ وروسته له دې چې د ټرمپ بلواګرو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ او د منتخب ولسمشر جوبایډن د تایید غونډه یې اخلال کړه، د نوموړي اکاونټونه په موقت ډول بند کړل، څو د هغه د بې بنسټه ادعاوو مخنیوی وکړي.  له دې پېښې وروسته کانګرس د شپې له خوا غونډه وکړه... Читать дальше...

د روغتیا سازمان: ځینې هېوادو ته به دکوواکس واکسین ورسیږي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یوه مشره وايي، هغو هېوادونو ته چې د خلکو عواید یې کم دي، د کوواکس په نوم د کرونا ضد واکسین رسول به روانه میاشت پیل شي. د دغه سازمان د خوندیتوب او واکسیناسیون د برخې د مشرې کېت اوبراین 'Kate O'Brien' له خوا پرون پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) دا اعلان په داسې حال کې وشو چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو له کبله وضعیت کړکېچن بللی دی.  دغه ویروس چې په خلکو کې په چټکۍ خپرېږي، لومړی په اروپا کې راڅرګند وشو، بیا وروسته د نړۍ ځینو نورو هېوادونو ته خپور شو. د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

«ТНТ, где мой дом?» Ольга Бузова потребовала главный приз реалити-шоу «Дом-2» в программе «УТРО. ТНТ»





Персональные новости
Россия

Случай на концерте Metallica в России





ټرمپ: د کانګرس پر ودانۍ د ځینو کسانو یرغل غندم

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر هغه تاوتریخوالی وغانده چې د چهارشنبې په ورځ د کانګرس پر ودانۍ د ځینو کسانو د یرغل پر مهال پېښ شو.  ډونالډ ټرمپ، د لومړي وار لپاره دا تایید کړه چې جو بایډن به د امریکا نوی ولسمشر وي.  ښاغلي ټرمپ تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه د وفادارۍ لوړه وکړي: "نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر شلمه نېته لوړه وکړي. اوس زما تمرکز په ارامۍ، منظم او متحدانه ډول د قدرت د انتقال یقیني کول دي. د دې شېبې تقاضا  شفا او روغه جوړه ده." دا د ډونالډ... Читать дальше...

پکتیکا کې د غیرقانوني کان کیندنو په تور ۴ مشکوک کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا امنیه قومانداني په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د غیرقانوني کان کیندنو په تور د څلورو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکوي.  د قوماندانۍ ویاند شاه محمدارین رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، پولیسو دا کسان د یوسف خېلو ولسوالۍ په سپین څک سیمه کې هغه مهال ونیول چې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې یې کیندنې کولې. دی وايي: "پر هغه کان عملیات وشول چې په غیر قانوني ډول د ډبرو سکاره ترې ایستل کېدل. په دې عملیاتو کې څلور کسان له یوه موټر او د کان کیدنې له وسایلو او اسبابو سره یوځای ونیول شول."  ښاغلی ارین وايي،... Читать дальше...

له افغانستانه د جاسوسۍ په تور د چینايي وګړو اېستل او د چین بې خبري

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د جاسوسۍ په تور د یو شمېر چینايي وګړو د ایستلو د راپورونو په اړه بې خبري ښودلې.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج د دوشنبې په ورځ د پارلمان په غونډه کې د چینايي جاسوسانو د یوې شبکې د نیولو خبره تایید کړه، خو د موضوع د حساسیت له کبله یې په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.  آژانس د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور په حواله لیکي چې په ډسمبر میاشت کې د چین د استخباراتو لږ تر لږه لس غړي په کابل کې ونیول شول... Читать дальше...

طالبان: د سولې په خبرو کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه ده شوې

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، دوی په قطر کې د سولې د روانو خبرو په اجنډا کې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه ده کړې.  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم تېر ماښام په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې ولیکل چې د موقت حکومت د جوړېدو مسئله هېڅ مطرح شوې نه ده.  له دې مخکې د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور ویلي و، طالبان په مذاکراتو کې د هېواد د راتلونکي نظام پر څرنګوالي ټینګار کوي چې دا د ښاغلي منصور په وینا د موقت حکومت له جوړېدو پرته بله لاره نه لري.  د ولسمشر... Читать дальше...

جوبایډن: پر کانګرس د ټرمپ د پلویانو برید د امریکا د تاریخ تیاره ورځ وه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن وايي، د متحدو ایالاتو د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو برید پر ډیموکراسۍ برید و. د چهارشنبې(د مرغومي ۱۷مه) په ورځ هغه مهال چې د استازو جرګې غوښتل د راتلونکي ولسمشر په توګه د بایډن د تایید په اړه بحث وکړي د ولسمشر ټرمپ یو شمېر  قهرجن پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره لاس ګرېوان شول. ښاغلي بایډن پرون ناوخته وویل چې دا د امریکا د تاریخ تر ټولو تیاره ورځ وه او پر کانګرس برید پر ډیموکراسۍ برید و. هغه زیاته کړه چې دا کسان معترضان نه بلکې باید بلواګر وبلل شي... Читать дальше...

کندهار کې جګړه ځپلو بې ځایه شوېو سره مرسته او د بشري ناورین امکان

Pa.azadiradio.com 

شااوخوا ۱۷ زره کورنۍ د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي. د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي، له دې ډلې شااوخوا اووه زره کورنۍ کندهار ښار ته کډه شوي او نورې په همدې ولسوالۍ کې دننه خوندي سیمو ته تللې دي. دوست محمدنایاب تېرماښام له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني مرکه کې دا څرګندونې وکړې: "لومړني مالومات ښيي چې د کندهار ښار بېلابېلو ناحیو ته د ارغنداب، میوند، ژېړۍ، پنجوايي او نورو ولسوالیو څخه د اوو زرو په شااوخوا کې کورنۍ بې ځایه شوي دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте





Путин в России и мире
Москва

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Коммерсантъ

Похищенный кредит пересчитали в сроки // Вынесен приговор группировке ритейлеров



Москва

Три дороги. Три судьбы

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net