123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 04.01.2021

په لومړي ځل د ښځينه ريفريانو یوه ډله د سیالیو منځګړتوب لپاره نومول شوې

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره دریفری ښځو یوه ډله د نارینه وو ترمنځ سیالیو کې د منځګړتوب لپاره نومول شوې ده. د نړۍ د فوټبال فدراسیون يا فیفا نن اعلان وکړ، چې د ښځينه ریفریانو یوه ډله دنارینه وو ترمنځ سیالیو کی د منځګړیتوب لپاره نومول شوې ده. د جرمني خبري آژانس رپوټ وايي، د برازیلۍمشهورې  فوټبالرې دینا الویس باتیستیا په مشرۍ  درې کسیزې ډلې څخه غوښتل شوي دي چې په قطر کې د راتلونکې میاشت سیالیو منځګړیتوب وکړي.  څلویښت کلنې مېرمنې باتیستا چې په ۲۰۱۹ کال کې د څو نړیوالو سیالیو منځګړیتوب کړی... Читать дальше...

سبا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

سبا په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو تر منځ د سولې دوهم پړاو خبرې پیلېږي.  تمه وه نن د افغانستان د دولت مذاکره کوونکی ټیم قطر ته سفر وکړي څو سبانۍ خبرو ته ورسېږي خو د راپورونو په اساس د دوی سفر ځنډېدلی. د ټیم یوه غړې شریفه زرمتي ازادي راډیو ته وویل: "د خرابې هوا له امله ، موږ سفر نشو کولی. نن موږ باید سفر کړی وای خو له بده مرغه ، سفر سبا لپاره وځنډول شو. که د خدای رضا وه، موږ به سبا په ټاکلي وخت پرواز وکړو او غونډې ته به ورسېږو." د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی وايي،چې دا وار به د... Читать дальше...

په کوټه کې د وژل شویو کان کیندونکو کورنیو اعتراضي غونډه پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د کوټې په هزاره ټاون کې د ۱۱ وژل شویو کان کیندونکو کورنیو اعتراضي غونډه پيل کړې. وسله والو کسانو د جنورۍ په دریمه د بلوچستان اړوند یوه کان کې یوولس هزاره توکمي کان کیندونکي ووژل. د وژل شویو خلکو کورنیو نن خپله اعتراضي غونډه پيل کړې او له حکومت غواړي چې د کان کیندونکو وژونکي ونیسي او سزا ورکړي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو سیمه ییزو چارواکو ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي او رپورټ دې وړاندې کړي.



غني: د سولې په خبرو کې پر افغان ځواکونو هېڅ ډول معامله نه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د سولې د مرکچي پلاوي سفر دوحې ته د یوې ورځې لپاره وځنډېد، د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، داسې سوله غواړي چې په هغې کې د خلکو مشارکت او امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ولیدل شي. د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د دغه  هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، د داسې سولې ملاتړ کوي چې په هغې کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا ته زمینه برابره او اردو د دفاع یوازينۍ وسیله وي. جمهور رییس د دوشنبې په ورځ په د دفاع وزارت کې د خپلې وینا پر مهال وویل، د سولې په خبرو... Читать дальше...

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه: طالبان دې هدفي وژنې ودوري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې بندې کړې. په افغانستان کې امریکايي ځواکونو، د وروستیو هدفي وژنو پړه پر طالبانو واچوله. د دې ځواکونو ویاند سني لګټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دولتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو وروستي وژنې د طالبانو کار دی او د سولې خبرو د برياليتوب لپاره باید دا ودرول شي. ښاغلي لګټ د طالبانو د ویاند هغو خبرو ته په اشارې چې ګواکي د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو بریدونه د دوحې تړون زیانمنوي ليکلي، دا خبرې ناسمې دي. Читать дальше...

کندهار چارواکي: په ارغنداب کې یوه نفوذي پولیس ۹ نور پولیس وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس ۹ نور پولیس وژلي او له سیمې تښتیدلی. ​لږ تر لږه دریو امنیتي چارواکو پېښه او په کې افغان پولیسو ته رسېدلې مرګژوبله تاییدوي خو وايي، چې د موضوع د حساسیت یې باید نوم خپور نه شي. د راپورونو له مخې نفوذي بریدګر تېره شپه لس بجې د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د پولیسو د صفر یو قطعې نهه سرتېري په ډزو سره وژلي دي. باوري سرچینو وايي، چې پولیس لومړی مسموم شوي و او بیا پرې ډزې شوې وې. د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی که څه هم پېښه تاییدوي خو د مرګژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي. Читать дальше...

ولسمشر غني: په هر حالت کې د پوځ د تمویل لپاره پوره ژمنتیا موجوده ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي په هر حالت کې د پوځ د تمویل لپاره پوره ژمنتیا موجوده ده. هغه دا خبرې په دفاع وزارت کې د اصلاحاتو د ارزونې یوې غونډې ته وکړې. افغان ولسمشر وویل: "هېڅ وخت به دا د ویاړ اردو لاس چاته نه وي. که څو کاله خدای ناکرده مجبوریت راغی چې سړکونه جوړ نه کړو نه یې جوړوو. اما اردو د افغانستان به همېشه سمبالېږي. همېشه به ستاسو تر شا ولس درېږي او زه به تر اخري قطره د وینې مې ستاسو حمایت کووم." غني ټینګار وکړ چې جمهوري نظام به خوندي پاتې وي. هغه همداراز د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل... Читать дальше...

غني: په دفاع وزارت کې اصلاحات د وسله وال پوځ د بنسټيز کېدو لپاره تطبيقېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن( دوشنبه) په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه ته وویل، چې په په دغه وزارت کې به د اصلاحاتو راوستو ته دوام ورکوي. ‎ښاغلی غني وايي، د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغانستان د حکومت د پاملرنې ترڅنګ د بین المللي ټولنې ملاتړهم پرخپل ځای دی. ‎ هغه وويل: "نړیواله بودجه هم د امریکا د کانګرس له لوري د قانون په توګه ومنل شوه‌، تاسو هيڅ ‌‌‌‌‌‌ډول اندېښنه د بودجې په برخه کې مه لرئ، د تجهیز، تمویل او تعلیم په... Читать дальше...



د بايډن د ملي امنيت سلاکار: افغانستان کې دا ډاډمنوو چې بيا به د ترهګرو پټنځاي نه‌‌شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن ادارې د ملي امنيت سلاکار وايي، امریکا په افغانستان کې هغه ډيپلوماسي ډاډمنوي چې دغه هېواد بيا ځلي د ترهګرو په پټنځايونو بدل نه‌شي.  جک سوليوان تېره ورځ له سي اېن اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې ويلي، دا د نوي ولسمشر تګلاره ده او په دې اړه به له افغان حکومت او نورو اړخونو سره خبرې کېږي.  سولیوان وايي امريکا له طالبانو سره په خپلې کړې هوکړه کې ويلي چې دغه ډله بايد له نورو ترهګريزو ګروپونو سره خپلې اړيکې پرې کړي او دا به د دوی په خبرو نه، بلکې په عمل کې ثابت شي او طالبان... Читать дальше...

منظور احمد پشتین: د سید عالم محسود نیول "لوی جبر" دی

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي د سید عالم محسود نیول "لوی جبر" دی او باید ژر تر ژره راخوشې شي.  منظور احمد پشتین په خپل فېس‌بوک باندې په یوه بیان کې لیکلي چې ډاکتر سید عالم چا ته زیان نه‌و رسولی، خو د ده په خبره برعکس د راو انوار  په څېر کسان چې خلک‌یې وژلي د حکومت له امکاناتو برخه‌من دي. د پي ټي اېم یو مخکښ، ډاکتر سید عالم محسود بېګا د پېښور پولیسو له خپله کوره نیولی دی.    تازه د پېښور محکمې پرېکړه کړې چې سید عالم محسود د څلورو ورځو لپاره له پولیسو سره پاتې شي.  د غورځنګ فعالې ثنا اعجاز ازادي راډیو ته دا خبره وکړه. Читать дальше...

پنټاګون ته د امریکا پخوانیو دفاع وزیرانو خبرداری: د واک انتقال کې مداخله به خطرناکه وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ۱۰ پخوانیو دفاع وزیرانو د پنټاګون یا دفاع وزارت څخه غوښتي چې د واک سوله‌ییز انتقال ته ژمن پاتې شي او خبرداری یې ورکړی چې د واک د انتقال په چارو کې د پوځ مداخله به خطرناکه وي.  د ټرمپ د جمهوری ریاست د دوران د دوه پخوانیو دفاع وزیرانو په شمول دغو وزیرانو دا خبره په یوه لیکلي بیان کې کړې چې پرون خپور شو.  دوی ویلي چې د واک سوله‌ییز انتقال د امریکا د ولسواکۍ یوه خاصه نښه ده او له اوسني سرپرست دفاع وزیر کریستوفر مېلر څخه‌یې غوښتي چې د ډونالد ټرمپ له هغو هلو ځلو ځان لیرې وساتي چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره‌یې لري. Читать дальше...

افغانستان کې امریکايي ځواکونه: طالبان باید د هدفي وژنو کمپاین پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو ویلي چې طالبان باید د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د هدفي وژنو کمپاین چې مسؤلیت‌یې هم نه‌مني، پای ته ورسوي.  د دغو ځواکونو ویاند ډګروال ساني لګېت دا موضوع نن په یوه ټویټ کې څرګنده کړې.  د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په شمول ځیني افغان خبریالان او د ښځو د حقونو او مدني فعالان په تېرو څو میاشتو کې په مقناطیسي ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي.  طالبانو که څه هم ځیني وختونه په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو افغان حکومت وايي باوري... Читать дальше...

د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې ۳۸ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د کندهار په دوه ولسوالیو کې ۳۸ طالبان وژل شوي دي.  د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي دغو وسله‌والو طالبانو پرون د کندهار د «ژړۍ» او «ارغنداب» ولسوالیو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود چې د افغان پوځیانو له‌خوا هدف وګرځېدل.  د اعلامیې له مخې افغان پوځیانو په دغو عملیاتو کې چې د فعالې دفاع په چوکاټ کې یې کړي ۳۸ وسله‌وال  طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.  وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغانستان دفاع وزارت د دې ادعا په ځواب کې څه نه‌دي ویلي.

ننګرهار کې یوې چاودنې دوه سیمه‌ییز پولیس ووژل

Pa.azadiradio.com 

نن په ننګرهار کې یوې چاودنې دوه سیمه‌ییز پولیس وژلي.  د ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې شااوخوا  ۱۰ بجې د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سبزي مارکېټ ته نږدې د چپرهار ولسوالۍ د محلي پوليسو پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې ده.  تر اوسه د دوو سیمه‌ییزو پولیسو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبره تأیید شوې ده.  د دې پېښې مسؤلیت لا چا نه‌دی منلی.

طالبان او افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه يو بل له دوحې تړون په سرغړاوي تورنوي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو او په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو دواړو يو بل د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون څخه په سرغړاوي تورن کړي دي. پرون طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې "په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا پر دوی بمبارونه کول له تړون څخه سرغړونه ده"، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند بېرته طالبان په سرغړاوي تورن کړي دي. تازه په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو وياند ساني لګېت پر خپل ټویټر د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګوندې ناټو د افغانستان په ځينو سيمو... Читать дальше...

مسیر: که امریکا خوندي وي، نو افغانان دې هم باید خوندي شي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې ټینګار کړی چې د سولې د دوهم پړاو مذاکراتو لپاره رامنځته شوې اندېښنې باید جدي ونیول شي. وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ دوهم پړاو مذاکرات پیل شي، تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ اختلافي موارد پر ځای دي. ورځپاڼې ټینګار کړی چې د افغان دولت دننه او ان د سولې پلاوي کې هم سیاسي اجماع نه‌شته او دا لامل شوې چې د سیمې هېوادونه له دغه وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. لیکوال ټینګار کړی چې د سولې لپاره تر هر څه وړاندې يوې سیاسي اجماع ته اړتیا ده... Читать дальше...

د امریکا د نوي کانګرس د کار پیل؛ نانسي پلوسي بیا د استازو جرګې مشره شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو نوي کانګرس د یکشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ. ځینو سناتورانو او د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو غړو ټینګار وکړ چې د الکټورل کالجونو د پایلو د ارزونې په غونډه کې به د جو بایډن بریا وننګوي. د جمهوري غوښتونکو دغه ګام به د جنورۍ په ۲۰مه د منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې د مراسمو خنډ نه‌شي. ټاکل شوې نوی کانګرس د جنورۍ په شپږمه (د راتلونکې چهارشنبې په ورځ) د جو بایډن د بریا د ارزونې په اړه غونډه جوړه کړي. د کانګرس د کار له پيل سره هم‌مهاله ډیموکراته نانسي پلوسي یو ځل بیا د استازو جرګې مشره وټاکل شوه. Читать дальше...

نن امریکا ته د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکي د سپارلو یا نه‌سپارلو پرېکړه کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن به لندن کې چارواکي دا پرېکړه وکړي چې د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جویلین اسانج (Julian Assange) د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاري او که نه.  اسانج تورن دی چې د امریکا د پوځ پټ اسناد یې خپاره کړي دي، دغو اسنادو په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ له (ناوړه کړنو) پرده پورته کړه. د لندن یوه ځایي قاضي به نن په ځایي وخت  د سهار لس بجې (چې افغانستان کې د ماسپښین دوه نیمې بجې کېږي) دا پرېکړه وکړي. که چېرته دغه قاضي د اسانج د سپارلو غوښتنه وکړي، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر به‌یې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلانوي. Читать дальше...

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید علم محسود نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د بشري حقونو نامتو ملاتړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید علم محسود نیول شوی دی. د غورځنګ یوه ویاند پرون ازادي راډیو ته وویل چې محسود پېښور کې له خپل کوره نیول شوی او پر دې تورن شوی چې د دولت ضد څرګندونې یې کړې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې مشرې سنا اعجاز پر فېس‌بوک یوه وېډیویي پيغام کې ویلي چې څو پولیسو د محسود پر کور چاپه وهلې ده.  دا وايي: "زموږ د تحریک یو رهنما او مشر ډاکتر صاحب سید علم محسود صاحب له خپل کور نه ګرفتار شو، بلا شمېر پولیس او نور خلک د پولیسو په ګاډو کې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Алла Пугачёва

«Отрешенность от РФ»: адвокат объяснил молчание Пугачевой о теракте в «Крокусе»





Персональные новости
Динамо

Отставка Кудашова и уход Гусева и Уила: кого «Динамо» рискует потерять после вылета из Кубка Гагарина





د افغانستان دولت د سولې مذاکراتي ټیم نن دوحې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دولت د سولې مذاکراتي ټیم نن دوحې ته ځي څو له طالبانو سره دوهم پړاو خبرې پيل کړي. د مرکچي پلاوي غړو ویلي چې د اوربند او سیاسي مشارکت په څېر په مهمو مسئلو به بحثونه وکړي. د دغه ټيم غړو پرون ماښام په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتلي. ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د افغانستان مذاکره کوونکي پلاوي له ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او بېلابېلو ډلو سره د سلا مشورو راپور یکشنبه ولسمشر ته ورکړ. د ارګ په اعلامیه کې زیاته شوې چې ولسمشر غني له مرکچي ټيم نه د دولت د بشپړ ملاتړ ډاډ... Читать дальше...

جمهور رئیس اشرف غني د کاپيسا د علماوو شورا پر رئیس برید وغانده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د کاپيسا د علماوو شورا د رئیس مولوي میرویس کریمي په موټر باندې برید چې په‌کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي غندلی دی. ارګ ماڼۍ د ولسمشر په حواله په یوه اعلامیه کې لیکلي چې پر عالمانو، مدني فعالانو او د رسنیو پر کارکوونکو برید د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی. ښاغلي غني ویلي د طالبانو د وروستي تاوتریخوالي دوام، سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د مولوي میرویس کریمي په موټر باندې برید کې پنځه... Читать дальше...

غزني کې په یوه وسله‌وال برید کې ۳ افغان پولیس ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې درې افغان پولیس په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي دي. د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت ازادي راډیو ته وویل چې برید یکشنبه ماښام د کابل کندهار پر لویه لاره د پولیسو پر چک پواینټ شوی. ښاغلی سیرت زیاتوي: "دوه تنه پولیس سربازان او یو ساتنمن د پي ار ټي په سیمه کې د څلورمې امنیتي حوزې په اړوندو کې د ناڅرګنده وسله‌والو په یو برید کې په شهادت رسېدلي دي." چا د دغه برید مسؤلیت نه‌دی منلی. د غزني په څه باندې ۱۰ ولسوالیو کې وسله‌وال طالبان فعاله دي او افغان چارواکي اکثر د دغو بریدونو پړه په طالبانو اچوي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۸۵ ملیونو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې په کرونا د اخته خلکو شمېر له ۸۵ ملیونو تنو واوښت چې له ډلې یې څه باندې ۱۸ لکه کسان مړه شوي. بېلابېلو هېوادونو د کرونا د تازه څپې د کنټرول په هدف نوي محدودیتونه هم لګولي دي. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې هېواد یې د کرونا ویروس له نوې بڼې سره لاس او ګرېوان دی د تازه محدودیتونو اعلان وکړ. ښاغلی جانسون وايي: "هغه څه چې موږ یې په وضاحت ترسره کوو د ویروس له نوې بڼې سره چلند دی، مخصوصاً په لندن او جنوب ختیځ کې. په همدې خاطر باید په ځینو سیمو کې استثنايي تدابیر ونیسو او لومړني مکاتب... Читать дальше...

پاپ فرانسېس د مېنسک د کاتولیک کلیسا د مشر استعفا منلې

Pa.azadiradio.com 

واتیکان وايي، د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس د مېنسک د کاتولیک کلیسا د مشر استعفا منلې ده. تادیوز کوندروسیویز په بلاروس کې د کاتولیک کلیسا تر ټولو لویو مشر کشیش و چې تېر اګسټ‌یې پولنډ ته په سفر کې د بلاروس د مظاهره‌چیانو په ځپلو نیوکه کړې وه. د کشیش تادیوز دا کار د دې سبب شو چې دی بلاروس ته له تګه منع شي. که څه هم تادیوز ډسمبر کې بېرته بلاروس ته د ورتګ اجازه ترلاسه کړه، خو واتیکان وايي چې استعفا یې ومنل شوه. واتیکان زیاته کړې چې کشیشان په ۷۵ کلنۍ کې تقاعد اخیستلی شي. په بلاروس... Читать дальше...

یو شمېر امریکايي سناتوران غواړي د انتخاباتي کالجونو پرېکړه وننګوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر امریکايي سناتورانو ویلي چې همدا اوونۍ به په کانګرس کې د انتخاباتي کالجونو وروستۍ پرېکړه وننګوي. دا جمهوري غوښتونکي سناتوران چې ځیني تازه ټاکل شوي سناتوران‌یې هم په ډله کې دي داسې وخت پورته شوي چې د ولسمشر په توګه د جو بایډن د کار پیل ته څه باندې دوه اوونۍ پاتې دي. د امریکا انتخاباتي کالجونو د جو بایډن بریا تأیید کړې او تمه ده چې ښاغلی بایډن د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي. سره له دې چې ځیني جمهوري‌پال سناتوران دا دی اوس د انتخاباتي کالجونو پرېکړه ننګوي، خو داسې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Хачанов: хочу вернуться в топ-10 ATP


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии





Путин в России и мире
Москва

Путин удивился третьему месту Санкт-Петербурга в туристическом рейтинге


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



ГУАП

Финал всероссийского студенческого трека Олимпиады Кружкового движения НТО «Летающая робототехника» 2024



Москва

Храм в Крылатском появился на кадастровой карте ...

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net