Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 23.01.2021

روسي پوليسو د لاريون پر مهال د ناوالني مېرمن نیولې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني وايي پولیسو یې مېرمن په مسکو کې د مظاهرو پر مهال نیولې ده. ناوالنې د پولیسو له توقیفځایه د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې ویلي، چې مېرمن یې یولیا ناوالنایا نن د هغو مظاهرو پر مهال ونیول شوه، چې په زرګونو کسان کې په راغونډ شوي وو. مظاهره چیانو له توقیف نه د ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. الکسي ناوالني چې له څه مودې یې په جرمني کې درملنه روانه وه، تېره اوونۍ مسکو ته له رسېدو سره سم ونیول شو. د روسیې پولیسو په مسکو او لسګونو نورو ښارونو کې مظاهرې غیرقانوني بللي او په سلګونو کسان یې نیولي دي.

افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له بيا کتنې هرکلى وکړ

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د نوي ولسمشر د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې ویلي یې دي د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې بیاکتنه کوي. د سولې په چارو کې د دولت د وزارت یوه معین عبداله خنجاني په دې اړه نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې د بیاکتنې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پرېکړې هرکلی کوی. په عین حال کې غوښتنه لري چې دغه ارزونه د افغانانو له غوښتنې سره برابره وي، چې هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي سمدستي... Читать дальше...

د خامنه اي په ويبپاڼه د ډونالډ ټرمپ ته ورته د يو سړي عکس خپور شوى

Pa.azadiradio.com 

د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي په ویبپانه کې د خبرداري له متن سره، د داسې سړي عکس خپور شوی، چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې څېره ورته ده. په دې عکس کې دا سړی په ګلف لوبه بوخت ښکاري، چې یوې بې پېلوټه الوتکې په نښه کړی دی. دا ظاهراً د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په تړاو د غچ اخیستو د ګواښ پیغام ورکوي. د خامنه اي د ویبپاڼې په یادښت کې راغلي: "قاتلان او د قتلونو امر ورکوونکي باید پوه شي، غچ چې هره شېبه ممکن دی."  دا عکس د اول وار لپاره د ټویټر په یوه فارسي پیغام کې خپور... Читать дальше...



د پکتیا ځينې اوسېدونکي: د سیل او تفریح لپاره معیاري ځای نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې لا هم د تفریح او د ځوانانو د ساعتیرۍ لپاره ځانګړی مناسب پارک یا بل د تفریح ځای نه لري. ​څلور دېرش  کلن سعید زیارمل د لوګر ولایت اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۳ کالونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې یې کار کړی. دی وایي، درې کالونه کېږي، چې په پکتیا کې له یوې غیردولتي ادارې سره کار کوي، خو د نورو ولایتونو په پرتله یې دلته ځینې وخت له دې امله زړه تنګېږي، چې په مرکز ګردېز او ورڅېرمه ولسوالیو کې د څو شیبو د ساتیري لپاره مناسب تفریح ځای نه شته.  ده ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

"امریکا له طالبانو سره پر کړې هوکړې بيا کتنه کوي"

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت شورا سلا کار ویلي، د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰ د فبروري د مياشتې هوکړه به په بیا کتنه کې وارزول شي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه. د امریکا د ملي امنیت شورا له لوري تېره ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ښاغلي سولیوان ډاډ ورکړی چې امریکا د افغان سولې له پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډيپلوماټيکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او... Читать дальше...

سبا د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې سبا یکشنبې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه پیل شي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، چې افغان لوبډله دغې لوبې ته پوره چمتووالی لري. له دې وړاندې افغانستان ایرلینډ ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۶ منډو په توپیر ماته ورکړې وه. په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې آیرلینډۍ لوبډلې ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه. په یاده لوبه کې د سلیزې په وهلو رحمن الله ګوربز لومړی افغان او د نړۍ په کچه شپاړلسم... Читать дальше...

په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي مسوول مجیب قاریزاده نن ازادي راډیو ته وویل، چې په ه دغه سیالیو کې د کابل له څلورو زونونو ۶۴ لوبغاړو ګډون کړی. د نوموړي په وینا، د نن ورځې په لوبه د اختري د نخبګان چهاردهي ټیم د کابل شاهین لوبډلې سره میدان ته ووته چې نخبګانو ټیم په ټوله کې د ډېرو امتيازونو په تر لاسه کولو سره بریا خپله کړه. ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ پلنګ ها لوبډله د کابل له اژدها لوبډلې سره مخ شي. د سوک وهنې دغه سیالۍ به ٢٠ ورځې روانې وي. د سیالیو هدف د غوره څېرو پېژندل په ګوته شوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ: د مالیې وزیر "عبدالهادي ارغندیوال" له دندې ګوښه شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې د ګوښه کېدو خبر ورکوي. د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني په څه کم یوه میاشت کې دوه وزیران له دندو ګوښه کړل. د جمهوري ریاست د چارو ادارې په یوې خبر پاڼه کې چې نن خپره شوې لیکلي، چې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې خالد پاینده د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عواید په راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو د څېړلو په اړه له ټاکلي پلاوي سره د ښاغلي ارغندیوال... Читать дальше...



ارزګان کې يوه سندرغاړي د خبریالانو د خوندیتوب په اړه سندره ويلې

Pa.azadiradio.com 

محلي سندرغاړي جیلاني وصال د افغان خبریالانو د خوندیتوب په اړه یوه سندره ویلې،  چې په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې. نوموړې دا سندره وروسته له هغې وايي، چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ګ سیمو کې پرلپسې یو شمېر خبریالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول. په اړه یې نور تفصیل په دې راپور کې:

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې د لېرې کېدو اعلان وکړ. د چارو ادارې په حواله، د ولسمشر د جلا حکمونو له مخې محمد خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. د ښاغلي ارغندیوال د ګوښه کېدو علت د عوایدو ټولولو کموالی، په وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه له ټاکل شوي پلاوي سره نه همکاري، کمزوری مدیریت او ښې حکومتوالۍ ته نه ژمنتیا ښوول شوې ده. د چارو ادارې په اعلامیه کې د نورو جزئیاتو له وړاندې کولو پرته بل دلیل دا ښوول شوی چې ښاغلي اغندیوال د جمهوري ریاست له حکمونو سرغړونه کوله. Читать дальше...

د ارزګان چارواکي: ګیزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه شوه

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې چارواکي وايي، د دې ولایت د ګېزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده. د ارزګان والي چې تازه د ګېزاب ولسوالۍ څخه مرکز ترينکوټ ته راستون شوی وايي، د ګیزاب جګړه کې ۵۰ وسله وال طالبان او دوه سرتيري وژل شوي او ۲۵ وسله وال طالبان ټپیان دي او په همدې جګړه دده په وینا ۱۸ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.  د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد زیاتوي: "ګېزاب ولسوالۍ کې زيات شمېر خلک له خپلو مېنو بې ځايه شوي او افغان حکومت به ډېر ژر د دغو بې ځايه شوېو کورنيو سره مرستې وکړي."   وسله والو طالبانو د دغو ادعاوو په اړه لا څه نه دي ویلي. Читать дальше...

افغان حکومت د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لېرې کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې د لېرې کېدو اعلان وکړ.  د چارو ادارې په حواله، د ولسمشر د جلا حکمونو له مخې محمد خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.  د ښاغلي ارغندیوال د ګوښه کېدو علت د عوایدو ټولولو کموالی، په وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه له ټاکل شوي هیئت سره نه همکاري، کمزوری مدیریت او ښې حکومتوالۍ ته نه ژمنتیا ښوول شوې ده.  د چارو ادارې په اعلامیه کې د نورو جزئیاتو له وړاندې کولو پرته بل دلیل دا ښوول شوی چې ښاغلي اغندیوال د جمهوري ریاست له حکمونو سرغړونه کوله. Читать дальше...

روسیه کې له خبرداري سره- سره مظاهره چیانو د ناوالني خوشې کېدل غوښتل

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې نن شنبه (د سلواغې ۴مه) له سړې هوا او د پولیسو له خبرداري سره- سره د مظاهره چیانو پراخو ډلو د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. ناوالني تېره اوونۍ په جرمني کې له درملنې وروسته د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.  لومړی لاریون په سایبریا او لېرې ختیځ کې پیل شو چې په خبروفسک، ولادي-ویستوک او نورو ښارونو کې هم په سلګونو کسان لارو سړکونو ته په مظاهره راووتل.  د (OVD) په نوم یوه څارونکي ډله چې د پولیسو فعالیتونه څاري د لسګونو کسانو د نیول کېدو... Читать дальше...

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سعودي چارواکو سره پر سوداګرۍ وغږېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان د سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو، پانګونې او پراختیایي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.  محمد حنیف اتمر په ریاض کې د درې ورځني سفر په لړ کې د سوداګرۍ له وزیر له ډاکټر ماجد بن عبدالله القصبی سره د سعودي عربستان له خوا د افغان کارګرو پر ګمارنې هم بحث وکړ.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د سلواغې ۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل، په دې کتنه کې سعودي عربستان ته د افغانستان د عمده صادراتو لپاره د ټرانسپورټي کرښو پر پراختیا هم بحث وشو. د افغانستان د... Читать дальше...

د ناروې لومړۍ وزیرې افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ناروې صدارعظمې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.  د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، دواخان مینه پال نن شنبه (د سلواغې ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، محمد اشرف غني او ایرنا سولبرګ تېر ماښام ټیلیفوني خبرې وکړې: "د ناروې لومړۍ وزیرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده. دواړو لوریو د دایمي اوربند پر اړتیا چې د افغانستان د اکثریت خلکو غوښتنه ده، ټینګار وکړ."  د ناروې صدراعظمه پر دغو مسایلو په داسې حال کې له ولسمشر... Читать дальше...

اټکل کېږي چې د روسیې وګړي د ناوالني له کبله وځپل شي

Pa.azadiradio.com 

اټکل کېږي چې د روسیې وګړي نن شنبه (د سلواغې ۴مه) د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د ملاتړ له کبله له ځپونکو اقداماتو سره مخامخ شي.  ناوالنې تېره یکشنبه له جرمني له ستنېدو سره سم د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.  د روسیې په لږ تر لږه ۶۵ ښارونو کې د تنظیم شوېو اقداماتو په لړ کې د روسي چارواکو د ناوالني ځینې متحدان ونیول او ټولنیزو شبکو ته یې خبرداری ورکړ، هغه مطالب لېرې کړي چې خلکو ته په دې په «غیرمجاز» لاریونونو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې- که دا شبکې داسې ونه کړي، سخته جریمه به پرې کوي.  د... Читать дальше...

د امریکا نوی حکومت تروریستي لېست کې د یمني حوثیانو پر راوستو غور کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت په وروستیو ورځو کې دې وزارت د یمن د حوثیانو د تروریستي بللو پر موضوع غور پیل کړی او هڅه کوي چې ژر په دې اړه یوه پرېکړه وکړي.  انتوني بلېنکن چې د ولسمشر جوبایډن له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی، په وروستیو ورځو کې وویل چې واشنګټن د تروریستانو په لیست کې د حوثي ملېشو د راوستلو پر موضوغ غور کوي.  د ملګروملتونو د سرمنشي په ګډون د دې سازمان ځینو چارواکو مخکې ویلي و چې که ټرمپ حوثیان د تروریستانو په کتار کې راولي، په یمن کې به قحطي... Читать дальше...

ننګرهار کې د صابون جوړولو ۶ فابریکې فعالیت کوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولايت کې د صابون جوړولو کار د پراختيا په حال کې دی چې سلګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنعت رئیس محمد حسن محسن نن شنبه (د سلواغې ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د جامو او ځان وینځلو د صابون ۶ فابریکې فعالیت کوي چې سلګونه کسانو ته په کې کاري زمینې برابرې شوي او د هېواد ټولو ولایتونو ته په ښه کیفیت صادرات لري. ښاغلی محسن وایي، ټاکل شوې په دې ولایت کې دوه نورې... Читать дальше...

د کرونا ویروس نوېو ډولونو اندېښنې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس نوېو ډولونو د دې ویروس د خپرېدو د لا ډېر خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.   روغتیایي متخصصینو په ځانګړي ډول په بریتانیا، جنوبي افریقا او برازیل کې د دې ویروس د نوېو بڼو په اړ اندېښنې ښودلي چې اوس د نړۍ نورو هېوادونو ته هم رسیدلي دي.   انګېرنه دا ده چې د کرونا ویروس ټولې درې، نوي ډولونه تر لومړني ویروس ډېر د خپرېدو وړتیا لري، دا په دې مانا چې دا چټک خپرېدا به روغتونونه او د روغتیا پالنې سیستمونه له سختیو سره مخامخ کړي.  روغتیایي چارواکو د ویروس د هغې بڼې په اړه چې په بریتانیا کې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт «Юрий Башмет, Константин Хабенский, ансамбль «Солисты Москвы». К. Сен-Санс «Карнавал животных»





Персональные новости
Игорь Маковский

Энергетики привлекают в отрасль студентов профильных специальностей





ماليې وزارت: د بودجې د تصویب ځنډ بېلابېلې چارې ټکنۍ کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وايي چې د بودجې په تصویب کې ځنډ په بېلابېلو برخو کې چارې ټکنۍ کړي دي. د دغه وزارت د رسنيو د برخې امر فرپد نوښت نن شنبه (د سلواغې ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې د پرمختیایې چارو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي. د نوموړي په خبره دوی به ډېر ژر بودجه بيا ځلي د تصويب لپاره ولسي جرګې ته ولېږي او تمه لري چې دا ځل يې جرګه تصويب کړي. د افغانستان مالي کال د مرغومي له لومړۍ پيلېږي او مالي اصول حکم کوي چې د هرکال مالي بودجه باید د کال له پیله مخکې تصویب او تطبیق ته تیاره شي. Читать дальше...

د زابل یو چارواکی: شاه جوی کې ۷ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې د ملي اردو یوه مسوول د ۷ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.   د زابل د دویمې پلې لېوا قوماندان سید بابا منصوري نن شنبه (د سلواغې ۳مه) سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه ځینو وسله والو طالبانو په شاه جوی ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پلان کړي وو چې ورباندې حمله وشوه. ښاغلي منصوري زیاته کړه: "تېره شپه درې بجې شا او خوا طالبانو غوښتل د شاه جوی ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حملې وکړي، خوشبختانه په دې حمله کې یې ۷ کسان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان دي."   وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د سولې خبرې؛ هشت صبح: افغان پلاوی په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو پر وړاندې پرتو خنډونو ته په اشارې سره لیکلي، دغه مذاکرات خپلې اصلي برخې ته تر داخلېدو وړاندې له بن بست  سره مخ شوي او دواړه لوري په خپلو شرایطو ټینګار کوي. وړاندې لیکل شوي چې تراوسه په دې پړاو کې د بحث شوېو مسئلو او په کې د پرمختګونو په اړه کومه د پام وړ  نتيجه نه شته او ورځپاڼې دا خبرې خورا سړې او محدودې بللي دي. د لېکوال د معلوماتو پر بنسټ د حکومت او طالب استازو ترمنځ  تېره اوونۍ ان هېڅ کوم بحث نه دی شوی او افغان پلاوی په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي. Читать дальше...

ننسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې مشره ننسي پلوسي دوشنبه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي. د سنا جرګې د اکثریت ډیموکراټانو مشر چک شومر پرون په عمومي جلسه کې دا خبره وکړه. هغه وویل، سره له دې چې ځینو جمهوري پالو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ محاکمه د اساسي قانون خلاف بللې، خو ټرمپ به محاکمه کېږي. استازیو جرګه به د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ شپږمې یرغل په خاطر په ټرمپ د لګېدلو تورونو له کبله د هغه محاکمه پیلوي. په ټرمپ تور لګېدلی چې د جنورۍ په شپږمه یې بلوا پارولې ده. Читать дальше...

کرکټ؛ سبا به د افغانستان-ایرلېنډ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

سبا یکشنبه (د سلواغې۵ مه) د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ د ملي تیمونو دوهمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره کېږي. د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان په کوربه توب د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې نړیوالې لوبې ترسره کوي. یوه لوبه ترسره شوې چې په کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر ایرلېنډ ته ماته ورکړه. سبا به دویمه لوبه د اماراتو په شیخ زاید سټډیوم کې وشي." د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ دا لوبې د ۲۰۲۳ میلادي کال د نړیوال جام سوپرلیګ په لوبو کې راځي چې هره بریا یې لس نومرې ورکوي. Читать дальше...

د پېښور پوهنتون لسګونه محصلینو لاریون کړی

Pa.azadiradio.com 

په پېښور کې د پوهنتون لسګونه محصلینو د حضوري امتحانونو د پرېکړې پر ضد لاریون وکړ. دوی وايي، د کرونا وبا په خاطر یې ټول درسونه انلاین و، نو ازموینې دې هم انلاین واخېستل شي. د مظاهره کوونکو له ډلې فرهین د ازادې اروپا/مشال راډیو ته وویل: "څو پورې چې دوی زموږ غوښتنه نه وي منلي او انلاین ازموینه وانه خلي له خپلو غوښتنو نه تېرېږو. موږ څه ناجایزه غوښتنه نه کوو موږ دا غواړو چې زموږ ازموینې دې هم انلاین واخېستل شي." لاریون له پېښور پرېس کلبه د خېبر پښتونخوا تر اسمبلۍ پورې وشو. مظاهره کوونکو ویل چې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»





Путин в России и мире
Москва

Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко убежден, что белорусы «никогда еще так хорошо не жили»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Оззи Осборн

Своим трудом: Келли Осборн отрицает, что похудела с помощью препаратов



Москва

Производственный комплекс построят на севере Москвы

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net