Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 09.01.2021

د نورستان په امنیې قوماندانۍکې اورلګېدو مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان د امنیې قوماندانۍ په ودانې کې اورلګېدو مالي زیانونه واړول. د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند محسن ورسجې ازادۍ راډیو ته وویل، اور نن مازیګر د برېښنا د شارټۍ له امله ولګېد.  هغه وویل: "په دې اورلګېدنه کې د امنیې قوماندانۍ د تهیې او تدارکاتو امریت، د ښاري حوزې امریت له وسایلو او تجهیزاتو سره له منځه تللي دي.  د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، اور چې ځاني زیان یې نه دی اړولی، اوس کنټرول شوی دی.

د اندونیزیا د یوې الوتکې د لادرکۍ په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

اندېښنې ښوول شوي، د اندونيزيا یوه الوتکه چې تر ۶۰ زیات مسافر په کې وو او په پلازمېنه جکارتا کې تر الوتنې وروسته لادرکه شوه- نسکوره شوې وي. د اندونیزیا د هوايي ټرافيک د کنټرول ادارې ارتباط د سري-ويجایا هوايي شرکت، له دې بوینګ 737-500 ډوله الوتکې سره، د هغې تر الوتنې وروسته پرې شو. دغه الوتکه له له جکارتا پر جاوا سمندرګي د اندونیزیا په بیرنیو ټاپو کې کالي-مانتان ته روانه وه.

کورنیو چارو وزارت: د "یوسف رشید" د وژنې په تړاو ٣ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فیفا بنسټ د اجراييوي رییس یوسف رشید د ترور په تړاو د دریو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو ( فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید د روانې لمریزې میاشتې په دریمه نېټه هغه مهال چې نوموړی د خپل دفتر په لاره و د نامعلومه کسانو له خوا له خپل موټر چلوونکي سره يو ځای په ډزو ووژل شو. اوس د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د دریو کسانو د نیول کېدو خبره کوي. د دې وزارت ویاند طارق ارین که څه هم د نیول شویو کسانو هویت نه په ډاګه کوي خو وايي چې له دوی څېړنې روانې دي. Читать дальше...



افغان چارواکي: د بوسنیا په يوه کمپ کې د اورلګېدنې پېښه څېړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په بوسنیاهرزګونیا کې د کډوالو په کمپ کې د اورلګېدنې په اړه د پلټنو لپاره یې یو پلاوی یاد کمپ ته لېږلى دی. په بوسنیا هرزګونیا کې د کډوالو په کمپ کې د اور لګېدنې په تړاو اندېښنې راپورته شوي دي.  د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په یاد کمپ کې د اورلګېدنې په اړه د پلټنو او د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو په موخه يې یو پلاوی یاد کمپ ته لېږلى دی. د دې وزارت د ویاند مرستیال، حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل، دا پلاوی په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت لخوا لېږل شوی دی. Читать дальше...

پکتيا کې ځينې جګړه ځپلي: د ښارګوټو د جوړېدو پر ژمنه کلونه واوښتل

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې ښوونکي، کډوال او په جنګ کې زیانمن کسان وایي، له دوی سره د ښارګوټو د جوړېدو د میاشتې ژمنه په کلونو وځنډېده. په پکتیا کې د ښوونکو او په جنګ کې د زیانمنو شویو کسانو د ښارګوټو پروژې چې له تېرو شاوخوا لسو کالونو راهیسې یې د چارو د پیلېدو او اړو کسانو ته د وېش ژمنې کېږي، د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا لا یې هم درک نه شته او تر اوسه یې چارې په ټپه ولاړې دي. په پکتیا کې د ښوونکو د اتحادیې مشر ریاض علی زی وايي، پکتیا ته هر نوي راغلي والي او د معارف ريسانو ورسره په بیا، بیا د ښوونکو د ښارګوټي... Читать дальше...

د بين الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو په پيل سره سم جګړو زور اخيستى

Pa.azadiradio.com 

نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو د دوهمې مرحلې د پیل ورځ ده، خو له دې سره سره په ټول افغانستان کې جګړې روانې دي. په داسې حال کې چې نن په قطر کې د بین الافغاني خبرو نوې مرحله پیلېږي په افغانستان کې جګړې په همغه زور کې روانې دي. مرکچي پلاوي د سه شنبې په ورځ د خبرو لپاره دوحې ته ورسېدل خو خبرې تر شنبې پورې وځندېدې ځکه د طالبانو مشر مرکچیان په پاکستان کې وو. په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي پرون- جمعه په پاکستان کې د پوځ له مشرانو سره وکتل. په اسلام اباد کې د امریکا سفارت... Читать дальше...

په کابل کې د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پانکریشن سيالۍ شپاړسم پړاو نن په کابل کې ترسره شو. د دغه فدراسیون رئیس نور سیار ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیالیو کې د کابل له بېلابېلو کلپونو ١٠٠ لوبغاړو ګډون کړی وو چې د یوې ورځې لپاره دغه لوبې ترسره شوې. ښاغلی سیار وایي، د دغو سیالیو هدف د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو. نوموړي وویل، چې د دي یو ورځنیو سیالو په پای کې، لس غوره لوبغاړي د کابل ملي ټیم لپاره وټاکل شول. چارواکي وایي، چې دې لسو تنو بهر ته هم په سیالیو کې د ګډون لپاره جواز ترلاسه کړ.

په نيمروز کې د سنوکر سيالۍ پاى ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د نيمروز ولايت سونکر سیالۍ نن پای ته ورسېدې. د بدني روزنې عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دغو سیالیو کې ٣٢ غوره لوبغاړو ګډون کړی وو چې د وحید مرادي په کې اتل شو. ښاغلی رحیمي وایی، چې د دې سیالیو هدف د سولې له پروسې ملاتړ او د سنوکر د غوره لوبغاړیو ټاکل وو. دغه سیالۍ دوه ورځې دوام وکړ او نن سهار پای ته ورسېدې.



د پناه غوښتنې په سیسټم کې د ډونالډ ټرمپ د اصلاحاتو مخه نيول شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوه فډرال قاضي د امریکا د پناه غوښتنې په سیسټم کې د ډونالډ ټرمپ ادارې اصلاحاتو د عملي کولو مخه ونیوله. دغو اصلاحاتو ځینې پناه غوښتونکي د تل لپاره د خوندیتوب د حیثیت له ترلاسه کولو محروم کول. په کلیفورنیا کې یوه محلي قاضي پرون د پناه غوښتونکو د ملاتړ ډلو د دستور تر تصویب وروسته د دغو اصلاحاتو د عملي کولو مخه ونیوله. دغو ډلو استدلال کاوه، هغه سرپرست چارواکی چې د دغو اقداماتو صلاحیت ورکړل شوی و، نور د قانون له مخې پر دې دنده نه شته. وروسته له هغې چې د کورني امنیت... Читать дальше...

اشرف غني: واک به خپل منتخب ځای ناستي ته وسپارم  

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دی به واک، خپل منتخب ځای ناستي ته وسپاري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د لارې په توګه د لنډمهاله حکومت غوښتنې مطرح شوې دي. د ولسمشر محمد اشرف غني له 'CNN' ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: "زما اساسي هدف دا دی چې وکړای شم قدرت د خلکو د ارادې له لارې خپل منتخب ځایناستي ته انتقال کړم. دا مهم کار موږ ته توان راکوي چې د خپلو ملکیانو، فعالانو او نورو د قربانیو درناوی وکړو." د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور... Читать дальше...

د یوسف رشید د وژنې په تړاو ۳ تنه ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي ځواکونو درې کسان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د اجرائیه مشر یوسف رشید د وژنې په تړاو ونیول.  د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن د دغو کسانو د نیولو د اعلان پر مهال د دوی نومونه په ډاګه نه کړل او دا یې هم ونه ویل چې دوی د کومې افراطي ډلې غړي دي.  یوسف رشید له خپل موټرچلوونکي سره د ډسمبر میاشتې پر ۲۳مه په کابل کې د نامعلومو وسلوالو په حمله کې ووژل شو.   ښاغلی رشید خپل دفتر ته پر لار و، چې وسلوالو ورباندې ډزې پیل کړې.  په وروستیو کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په... Читать дальше...

د سولې د خبرو دوهم پړاو د پیل بریالیتوب ته د افغان حکومت نړیوال کمپاین

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د دوهم پړاو د بریالي کېدو لپاره یې نړیوال کمپاین پیل کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د شنبې (د مرغومي ۲۰مه) په ورځ رسنیو ته په يوه استول شوي ويډيويي پيغام کې ویلي چې محمد حنیف اتمر له تېرو دوو ورځو را په دېخوا د يو شمېر نړيوالو سازمانونو له استازو او چارواکو سره خبرې کړي چې د افغان سولې له پیل شوي بهیره ملاتړ وکړي. ‎ښاغلي هېواد زیاته کړه: "د بهرنیو چارو وزیر تېرو دوو ورځو کې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو،... Читать дальше...

د ټرمپ ټویټر حساب د نور تاوتریخوالي د پارولو په پار دایمي بند شو

Pa.azadiradio.com 

ټویټر په یوه بیان کې چې پرون د جنوري په اتمه خپور شو ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو ټویټونو او د هغو د فحوا له څېړنې وروسته په تېره دا چې له دې ټویټونو کومه مانا اخېستل کېږي او څنګه تعبیرېږي، د هغه د ټویټر حساب د تل لپاره بندوي، ځکه د نور تشدد د پارېدلو خطر پېښوي.  د ټویټر د پرونۍ پرېکړې په نتیجه کې د متحدو ایالاتو تر ټولو جګپوړی انتخابي چارواکی خپلو څه باندې ۸۸،۷ میلیونه فالوورانو ته د مستیقمو پیغامونو له رسولو بې برخې کېږي.  ټویټر د جنوري په شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو... Читать дальше...

غني: د جوبایډن په راتګ دې امریکا له افغانستان سره په ۴ برخو کې ګډ کار وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د ادارې راتګ یو فرصت دی چې هغه هېواد له افغانستان سره په څلورو برخو کې ګډ کار وکړي. ښاغلي غني تازه له 'سي.اېن.اېن' ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: " لومړی بايد دا تعريف شي چې د امريکا امنيتي ګټې په افغانستان او سیمه کې څه دي؟ هېڅوک د ٰ'تروريستانو' بیا راګرځېدل نه غواړي. دوهم د ۴۰ کلونو جګړې پای ته رسولو لپاره د سيمې او نړيوالې ټولنې د تضمين يوې هوکړې ته اړتیا. درېیم د سولې پروسه بايد کاملاً د افغان حکومت او خلکو په مالکيت وي. Читать дальше...

د سولې مذاکرو د دوهم پړاو بریا لپاره د اتمر ډیپلوماټیکې هڅې!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې مذاکرو د دوهم پړاو د بریا لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي دي.  د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن شنبه (د مرغومي ۲۰مه) رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې لړ کې د ګڼو هېوادونو له مشرانو سره بحث وکړ. دی وايي: "د بهرنیو چارو وزیر په دې لړ کې په تېرو دوو ورځو کې د بېلابېلو هېوادونو له شپږو بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو او امریکا له ځانګړو استازو سره خبرې وکړې او هڅه یې وکړه د دې بهیر د بریا لپاره د... Читать дальше...

دفاع وزارت: په کندز کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت په کندز ولایت کې د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.   دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، دغه شمېر وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندوز په بېلابېلو ساحو کې وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.  وسله والو طالبانو په دې اړه رسماً کومه تبصره نه ده کړې.

امریکا کې د کرونا وبا خپرېدل له کنټروله وتلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا وبا خپرېدل له کنټروله وتلي چې ګڼ نور کسان په دې ویروس اخته شوي، بستر شوي او د مړینو شمېر زیات شوی دی.  په عین حال کې د کرونا ویروس ضد واکسین کمپاین چې په سستۍ پیل شوی، دوام لري.  د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ناروغۍ د یوې څارونکې ادارې په حواله، په امریکا کې پرون جمعه د ریکارډ تر سطحې د کرونا ویروس زیاتې پېښې ثبت شوي چې درې لکه او لس زره وې.   په دغه هېواد کې په دې موده کې په کرونا ویروس د ۳۷۷۷ کسانو مړینه ثبت شوې چې ورسره په امریکا کې په دې ویروس د مړینو ټول شمېر درې لکه اویا زرو ته ورسېد.

نورستان کې۵۰۰ مېرمنو ته په کور دننه کاري زمینې برابرې شوي

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې۵۰۰ مېرمنو ته د کرکېلي په برخه کې په کور دننه د کار کولو زمينه برابره شوې ده. د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالوهاب نسیمي نن شنبه(د مرغومي ۲۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایت کې مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو او د سبو د پروسس د لاروچارو په ښودلو سره د کار زمینه برابره شوې ده. نوموړي وویل چې د دې ترڅنګ د نورستان د کرنې ریاست له خوا مېرمنو ته د زعفرانو کښت او راټولولو، د سبو او ترکاریو د کرکېلي عملي او نظري روزنيز پروګرامونه هم جوړ شوي دي. له دغو وېشل شویو کورنیو... Читать дальше...

صنعت کاران: د برېښناکمښت څه باندې۱۴سوه فابریکې زیانمنې کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت‎کارانو د ټولنې مسؤلین وایي، د برېښنا د کمښت له امله څه باندې۱۴سوه فابریکې زیانمنې شوي دي. د دغې ټولنې مشر شیرباز کمین‎زاده نن د شنبې (د مرغومي ۲۰) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغو فابریکو کې ۸۰ زره کار کوونکو کار کاوه چې دا مهال اکثره یې بې کاره شوي دي. خو د افغانستان برېښنا شرکت وایي، ډېر ژر به په کابل کې د برېښنا ستونزه هواره شي. د دې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی تخنیکي ټیمونه له ازبېکستان سره کار کوي او تمه ده چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره شي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Тимати

Тимати показал идеальный пресс: горячее видео от рэпера





Персональные новости
Актёр

«Поборол это гнусное чувство». Актер Галкин — о своей маленькой дочке, зависти и настоящей любви





رایز ټو پیس: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ راتلونکی څنګه ښکاري؟ 

Pa.azadiradio.com 

رایز ټو پیس امریکايي خپرونه رایز ټو پیس امریکايي خپرونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو په اړه لیکنه خپره کړې.  د دې لیکنې سرلیک دی، د افغانستان او پاکستان د سوداګري موافقې په رڼا کې د تجارت راتلونکې څنګه ښکاري؟  رایز ټو پیس لیکي: د افغانستان او پاکستان د سوداګري استازو ترمنځ له څو میاشتې خبرو وروسته داسې ښکاري چې دوه هېوادونه د جنورۍ تر پایه د تجارتي موافقې نهايي کېدو ته ورلنډ شوي دي.  دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خواوو د مخکینۍ موافقې د مودې پوره کېدو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده. Читать дальше...

راه مدنیت ورځپاڼه: طالبان به افغان حکومت سره اوربند وکړي؟

Pa.azadiradio.com 

راه مدنیت راه مدنیت ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو ته په اشارې لیکلي، طالبان په دغو مذاکراتو کې د تصمیم نیولو واک نه لري. وړاندې راغلي، حکومتي پلاوی د ټولنې د بېلابېلو برخو له مشورې وروسته قطر ته تللی او لومړيتوبونه هم د تاوتریخوالي پای ته رسول، سمدستي اوربند او یوې بنسټیزې سولې ته رسېدل دي. ورځپاڼې پوښتنه کړې ایا طالبان به د افغانستان له حکومت سره اوربند وکړي؟ د لېکوال په باور که څه هم په لنډمهالي کې د سولې تصور نه شي کیدای، خو په خبره یې سوله به هغه مهال  افغانستان ته راشي چې کله پاکستان... Читать дальше...

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره پر سوله غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال اېس. جې شنکر سره د افغان سولې د دوهم دور خبرو د پيل په اړه غږېدلی دی. دا خبره د یاد وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې بېګاه راغلې ده. د اعلامیې له مخې دواړو لوریو د افغان سولې لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې د ملاتړ په جلب ټینګار وکړ، څو په مټ یې یو جامع اوربند ټینګ او په نتیجه کې یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د تلپاتې سولې هوکړه وشي. تمه ده نن شنبه(د مرغومي ۲۰مه) د افغانستان د دولت پلاوی او طالبان د مذاکراتو د دې مرحلې... Читать дальше...

بغلان کې ماین چاودنې ۲ ملکیان وژلي او ۴تنه نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او په یوه پولیس سربېره یې څلور ملکیان ټپيان کړي. چاودنه جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ماښام د پلخمري ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې ده. د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل: "څلور ملکیان او یو پولیس ټپیان شوي دي. دوه ملکیان شهیدان شوي. په دې چاودنه کې د پلخمري ښار ګرانو دوکاندارانو ته ډېر زیان اوښتی. شل دوکانونه ویجاړ شوي دي." په ټپیانو کې د بغلان د مدني ټولنو د شبکې رئیس محمد عثمان شیرزی هم شامل دی. چا... Читать дальше...

د کانکور عمومي اول نومره علیزاده لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته لاړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانکور عمومي اول نومره شمسیه علیزاده د لوړو زده کړو لپاره جمعه ترکیې ته ولاړه. د ترکیې خبري اژانس انادولو لیکلي چې شمسیه به د ترکیې په جراح پاشا 'cerrahpaşa' طبي پوهنتون کې د طب پوهنتون وايي. په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې شمسیه علیزاده ته د ترکیې د جمهوري ریاست د یوه پروګرام په چوکاټ کې د لوړو زده کړو دا بورسیه ورکړل شوې ده. انادولو خبري اژانس د شمسیې په حواله لیکلي چې ډېره خوشاله ده ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره ځي او په بېرته راستنېدو سره به د یوې مسلکي ډاکټرې په توګه خپلو وطنوالو ته خدمت وکړي. Читать дальше...

ډونالډ ټرمپ: د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوم

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ به د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې برخه وانه خلي. د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د جنوري په اتمه) ټویټ وکړ چې هغه به د جنوري په شلمه د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر په توګه د جوبایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي. دا به څلورم ځل وي چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې تلونکی ولسمشرد خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي. ښاغلي ټرمپ په یو بل ټویټ کې د هغو خلکو دفاع کړې چې ده ته یې رایه ورکړې.  هاخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ټوېټ کې خبر ورکړ چې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Денис Мацуев

Денис Мацуев: желаю «Спартаку» и ЦСКА показать в дерби искромётный футбол



Москва

Наркокурьера задержали на востоке Москвы. Видео

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net