دفاع وزارت: په کندز کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت په کندز ولایت کې د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، دغه شمېر وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندوز په بېلابېلو ساحو کې وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه رسماً کومه تبصره نه ده کړې.