123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 02.01.2021

روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس روح الله د کندهار ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو. د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن آزادي راډیو ته تایید کړه، چې ښاغلی خانزاده نن د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیز پر اساس ټاکل شوی دی. تر دې دمخه حیات الله حیات د کندهار والي و.  روح الله خان زاده تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی و.

سترې محکمې وحید الله شهراني په بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پطرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني له دندې د ناوړه ګټې اخستني په تور په سزا محکوم شو. د افغانستان د سترې محکمې له لوري په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د افغانستان د جزا قانون له مخې نوموړی د تضمین په توګه د یو نیم میلیون امريکايي ډالرو یا د دې معادل د افغانیو په ورکړي او په یو کال او یوې میاشت حبس محکوم شو. د اعلامیې له مخې په هرات ولایت کې د یوې فابریکې د جوړېدو په چارو پر نوموړي دا تور پورې شوی دی.  ښاغلي شهراني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان مشرانو جرګه د خبریالانو پر هدفي وژنو بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

مشرانو جرګه سبا یکشنبه د ژورنالیستانو د هدفي وژنو او امنیت پر مسئلې په عمومي مجلس کې بحث کوي. وروسته ترهغې چې تېره ورځ دغور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د" صدای غور" راډیو مسئول مدیر بسم الله ایماق ووژل شو، کابل پریس کلب او د ژورنالیستانو دفاع کمېټې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سربېره له مشرانو جرګې او ولسي جرګې هم وغوښتل چې د ژورنالیستانو د مظلومیت غږ دې بدرګه کړي. د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلم یار ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به تر عمومي بحث وروسته مشرانو جرګه د جرګې په پرېکړه کې هم دې موضوع ته ځانګړی ځای ورکړي.



چارواکي: فارياب لپاره د طالبانو نومول شوى والي وژل شوى

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب چارواکي وايي، د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي له خپلو نورو ملګرو  سره وژل شوی دی.  د فاریاب امنیه قومندان جنرال غیب الله سادات نن رسنیو ته وویل، چې دا کس تېره شپه د دولت آباد ولسوالۍ په پوپل زایي کلي کې د ماین په چاودنه کې ۷ تنه  وژل شوي دي. د ښاغلي سادات په خبره په وژل شویو کې د ملا ناظم په نامه د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي هم شامل وو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشر حقونو کمېسيون د خبریالانو د وژنو پر دوام اندېښنه څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژنو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.  د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر آزادي راډیو ته ویلي، چې د دې  کار دوام د رسنیو پر فعالیتونو ناوړه اغېز کولی شي.  نوموړې زیاته کړه: "له بده مرغه وضعیت د افغانستان د مدنې ټولني، د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو لپاره د اندېښنې وړ دی. موږ په کمېسیون کې پر رسنیو د روان وضعیت په اړه ډېره اندېښنه لرو. د هدفي وژنو دوام په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه ډېر ناوړه پیغام رسوي."  ... Читать дальше...

د ملي مصالحې عالي شورا: د سولې دوهم پړاو خبرې به ښې لاسته راوړنې ولري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په قطر کې د سولې خبرو د دوهم دور په پیلېدو سره د ښو لاسته راوړنو خبره کوي.  د دولت د سولي مرکچي پلاوي له طالب استازو سره په دوحې کې د خبرو تر لومړني پړاو وروسته شاوخوا درې اونۍ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د بېلابېلو اړخونو سره سلا مشورې وکړې. د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن آزادي راډیو ته وویل چې دغه پلاوي ته لازمې سپارښتنې شوي دي. هغه زياتوي: "لارښود یې ترلاسه کړ د رهبري کمېټې له لوري، دوی چې کومي پوښتنې درلودې هغه هواري شوې. د مذاکراتو اساسي خطوط ورته روښانه شول. Читать дальше...

"ايران تر ٢٠ سلنه پورې د يورانيمو د بډاينې پلان لري"

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان وايي، ایران تر ۲۰ سلنه پورې د یورانیمو د بډایني پلان لري.  دا فیصدې تر هغه څه لوړه ده، چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان تهران ته ټاکلې وه.  دغه سازمان وايي، ایران پرون په یوه لیک کې دا موضوع  په ویانا کې د دوی ادارې ته څرګنده کړې  ده. یاد سازمان په یوې اعلامیې کې د ایران د لیک په اړه لیکلي چې وايي، تهران د هغې مقررې پر اساس چې په دې وروستیو کې د ایران د پارلمان له لوري تصویب شو، په پام کې لري په فوردو اټومي دستګاه کې د یورانیمو بډاینه شلو فیصدو ته ورسوي.  په دې لیک... Читать дальше...

هند کې د کرونا ويروس ضد واکسین پروګرام پيل شو

Pa.azadiradio.com 

هند نن د جنورۍ دوهمه په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین تر ټولو لوی پروګرام پیل کړ.  ویل کېږي دا به د نړۍ په سطح په دې برخه کې تر ټولو لوی پروګرام وي.  د حکومت یوه پلاوي پرون په بېړني ډول د  اکسفورډ  آسترازینیکا واکسین د تطبیق سپارښتنه وکړه.  تمه ده د واکسیناسیون د تطبیق کمپاین راتلونکې اونۍ وروسته له هغه پیل شي، چې د هند د درملو د کنټرول مسئولین وروستۍ تاییدي ورکړي.  هند د نړۍ په سطح دوهم لوی هېواد دی، چې د کرونا ویروس ډیر ځپلی دی. څه باندې 10.2 میلیونه وګړي یې په کرونا ویروس اخته شوي دي. Читать дальше...



اکبر: طالبان دې په هدفي وژنو کې د نه لاس لرلو ادعا ثابته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، طالبان دې ثابته کړي چې په هدفي بریدونو کې لاس نه لري. د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، چې په هېواد کې د هدفي بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه لري. د دغه کمېسیون ريیسې شهرزاداکبر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ډول حملو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. اکبر وویل: "په کمېسیون کې د افغانستان د رسنیو پر ټولنې د دې حالت د اغېز په اړه اندېښنه لرم. د هدفي وژنو دوام په افغانستان کې د خبریالانو د نه خوندیتوب په برخه کې بد پیغام لري. کومې ځانګړې غوښتنې چې مو مطرح کړې دي هغه تعقیبوو. Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: بټي کوټ کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴ وسله والو د وژلو ادعا کوي. د ننګرهار رسنیو دفتر ازادي راډيو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه ولایت د والي ضیاءالحق امرخېل له قوله ویلي، چې نن شاواخوا درې بجې او ۵۰ دقیقې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو د هوایي برید په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول. د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بټي کوټ په دوهم فارم... Читать дальше...

د ايرلنډ سره د کرکټ سياليو لپاره د افغانستان لوبډله اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلنډ پر وړاندې د ٣ نړيوالو پنځوس اوريزو لوبو ١٦ کسيزه لوبډله د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ اعلان کړه. د روانې ميلادي مياشتې په اتلسمه نېټه افغانستان له ايرلنډ سره درې پنځوس اوريزې د کرکټ نړيوالې لوبې کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن شنبه ازادي راډيو ته وويل، چې ملې لوبډله به ډېر ژر له افغانستانه عمان ته د دې سياليو د ترسره کېدو په هدف روانه شي. هغه وايي: "د افغانستان کرکټ بورډ نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د ايرلنډ هېواد سره د دريو نړيوالو پنځوس اوريزو لوبو... Читать дальше...

افغان چارواکي: د "کوېډ١٩" د نوې بڼې د راتلو په اړه اندېښمن يو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد ته د کرونا ویروس د نوي ډول راتلو په اړه اندېښمن دي او له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په خاطر د جدي تدابیرو د خبر ورکولو ترڅنګ وایي چې، د دې ویروس د دوهم ډول تشخیص لپاره تجهیزات نه لري. د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس دوهم ډول ګاونډیو هېوادونو ته را رسېدلی دی. هغې زياته کړه: "اوس نړۍ کې د کرونا ويروس دوهم ډول خپور شوی، چې تر هند او پاکستانه رسېدلی دی. Читать дальше...

نی: د حکومت لپاره د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لومړیتوب نه دی

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق جنازه په فیروزکوه کې خاورو ته وسپارل شوه. بسم الله عادل ایماق تېره ورځ په غور ولایت کې په یوه وسله والو برید کې ووژل شو. ۲۸ کلن بسم الله عادل ایماق په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر او بنسټ اېښودونکی و. نوموړي په جوزجان پوهنتون کې اقتصاد لوستی و، خو زیات علاقه یې له ژورناليزم سره وه او پنځه کاله وړاندې يې په غور ولایت کې د غور غږ راډیو جوړه کړه. غورغږ راډیو کې د سهار له شپږو بجو د ماسختن تر لسو بجو خپرونې لري، چې ډېری خپرونې یې ښوونيزې او اسلامي دي. Читать дальше...

قطر ته د سولې مذاکراتي پلاوي تګ؛ "د خبرو له پیل سره ښايي جګړه زور واخلي"

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د دوهم پړاو پیلېدو په درشل کې د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وایي چې د خبرو له پیلېدو سره ممکن جګړه نور هم زور واخلي. ‎عبدالحفیظ منصور نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) د افغانستان د سترانېژيکو مطالعاتو د مرکز په کوربه توب 'د مذاکراتو د لومړي پړاو ارزونې او راتلونکي ته نظر' په بحث کې په کابل کې وویل چې د دولت پلاوی پر اوربند خو طالبان په راتلونکي کې د سیاسي نظام پر څرنګوالي ټینګار لري. ښاغلي منصور وويل چې د افغان دولت مرکچي پلاوی به د دوشنبې په ورځ د خبرو د بيا پيل لپاره قطر ته روان شي... Читать дальше...

د اسټرالیا لېګ تکړه توپ اچوونکی اډم زمپا جریمه شو

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا لېګ تکړه توپ اچوونکی اډم زمپا دوه نیم زره ډالر جریمه شو. اسټرالیایي رسنیو راپور ورکړی چې اډم زمپا ځکه جریمه شو چې په لوبغالي کې يې مقابلې لوبډلې ته ښکنځلې وکړې. نوموړي د سېډني تندر کرکټ لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه کې په ۴ اورونو کې کومه وکټ وانه خېسته او ۳۲ منډې یې هم ورکړې. نوموړی له دې حالته په غوسه شو او په لوبغالي کې یې کنځلې وکړې چې دا کنځلې هغه ته ګرانې تمامې شوې. د بېګ باش لیګ مسولینو پرېکړه کړې چې هغه له ځينو لوبو محروم کړي او هم ترې ۲۵۰۰ ډالره جریمه واخلي. هغه به د راتلونکي... Читать дальше...

د افغانستان د پین پانګ ملي لوبډله له تاشکنده راستنه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پین پانګ ملي لوبډله په تاشکند کې تر یو لړ تمریناتو وروسته نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) کابل ته راستنه شوه. د پین پانګ فدراسیون رئیس عبدالحامد رسولي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ٣ روزونکو په ګډون ٥ لوبغاړي په یو روزنیز کمپ کې د ١٥ ورځو په مخه تمرینات کول چې نن بېرته هېواد ته راستانه شول. ښاغلی رسولي وایي، په دغه تمریناتي کمپ کې د روزونکو د روزنې هدف د لوبغاړو د ظرفیت جوړول او نورو لوبغاړو سره د خپلو مهارتونو شریکول یاد شوي دي. نوموړي زیاته کړه، لوبغاړي د ٢١ او ٢٥ کلونو ترمنځ دي چې تمه ده راتلونکي کې په نړیوالو سیالیو کې ولوبېږي.

افغان ولسمشر راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې حکم ورکړ

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د هېواد د کرکټ ځلانده ستوري راشد خان ته د ستر دولتي مډال د ورکړې حکم ورکړ. د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشرغني دا مډال د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ملي اتل راشدخان د وروستيو سترو لاسته راوړنو او وياړونو له امله ورکوي. راشد خان تازه د کرکټ نړيوالې شورا له خوا په شل اوريزه لوبو کې د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی. د يادونې وړ ده چې د اړوند ادارې له لوري د مډال د ورکړې لړۍ له بشپړېدو وروسته به ولسمشر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې راشدخان پر ستر دولتي مډال ونازوي.

د بلخ د ابوعلي سینا روغتون ځینې ناروغان: له 'الفه تر یا' ټول درمل له بازاره پیرو

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د ابو علي سینا ۵۰۰ بستریز دولتي روغتون ځیني مراجعین وايي چې ډېری وخت د دغه روغتون ډاکټران په موقع د هغوی د ناروغانو غمه نه خوري او ناروغانو ته دولتي درمل هم نه ورکول کېږي. د فاریاب د قیصار ولسوالۍ ۴۵ کلن احمد قادري وايي چې له یوې میاشتې را په دېخوا یې د خپلې کورنۍ یو غړی په دې روغتون کې بستر کړی دی. دی دغه روغتون کې د ناروغانو د درملنې به برخه کې اسانتیاوې کمې بولي: "ډاکتران په موقع معاینات نه کوي. درمل خو هېڅ نشته له 'الفه تر یا' ټول درمل له بازاره پیرو، همداراز ټول معاینات له روغتونه... Читать дальше...

د امریکا سنا د دفاعي بودجې په اړه د ولسمشر ټرمپ ویټو رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګې چې جمهوري پال په کې اکثریت لري، په لوی اکثریت د دفاعي بودجې په اړه د ولسمشر ټرمپ ویټو رد کړه.  د سنا جرګې په پرونۍ غونډه کې چې د دې جرګې د ۲۰۲۱ میلادي کال د لومړۍ ورځې لومړۍ غونډه وه، د ۷۴۰ میلیارده پوځي بودجې په اړه د ډونالډ ترمپ د وېټو پرېکړه یې اثره کړه.  ډونالډ ترمپ د سنا جرګې له لوري په دې اړه د رایو تر اخېستلو مخکې پر جمهوري پالو سناتورانو انتقاد کړی و. ده په یوه ټویټ کې کښلي و:"د جمهوري پالو ستومانه او کمزورې رهبري به اجازه ورکړي چې بده دفاعي بودجه تصویب شي."  ټرمپ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Алла Пугачёва

"Прости!!!": Пугачева попросила прощения у Манижи





Персональные новости
#123ru.net

Благотворительный фонд «Свет в руках» проведет Всероссийскую акцию «Росток памяти»





رستمي: د روان کال لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۹ ټنه زیره تولید شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۹ ټنه زیره تولید شوې ده. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په ټولیزه توګه ۱۲.۹۸۹ مټریک ټنه زيره تولید شوې وه. د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د دې موندونو او شمېرو له مخې به، د تېر کال پرتله د زېري د تولید سږني کچه د پام وړ زیاتوالی ښيي. دغه شان د کرنې وزارت د احصایې ریاست شمېرې ښیي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هېواده بهر د دې بوټي د صادراتو کچه... Читать дальше...

افغانستان کې د ښځینه متشبثینو د فعالیت په پراختیا ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د ښځینه متشبثینو د فعالیت په پراختیا ټینګار کوي. د دغه خونې مشره منیژه وافق وایي، متشبثې مېرمنې د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. مېرمن وافق ازادي راډیو ته وویل چې وړمه ورخ یې له ولسمشرغني سره په ناسته کې د سوداګرو مېرمنو ستونزې شریکې کړې او ولسمشر غني هم د هواري ډاډ ورکړی. مېرمن وافق وايي، له افغان ولسمشر یې غوښتي چې د کرونا ویروس له امله له زیانمنو متشبیثو مېرمنو سره دې د شفاف مېکانېزم له لارې مرسته وشي. د نوموړي په خبره،... Читать дальше...

سوریه کې د روسیې یوې پوځي اډې مخې ته موټر بم چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د سوریې  په شمال ختیځ کې د روسیې د یوې پوځي اډې مخې ته د موټر بم چاودنه شوې ده. دا خبر یوې سیمه ییزې رسنۍ او  په بریتانیا کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ورکړی دی.  د حراس الدین په نوم د القاعده مربوطې ډلې په یوه بیان کې د دې حملې چې پرون وشوه، مسوولیت ومانه.  دا برید د رُقه ولایت په تل سمان سیمه کې شوی دی.  د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، په دې برید کې یو شمېر روسي سرتیري ټپیان شوي دي.

د کرونا د ویروس نوې بڼه د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې خپره شوې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا د ویروس نوې بڼه چې له نژدې درې اونیو راهیسې په بریتانیا کې پیدا شوې ده، اوس د نړۍ په درې دیرش هېوادونو کې خپره شوې ده.  دا کرونا تر پخوانۍ یوې له یوه کسه بل ته ژر انتقالیږي، خو ویل کېږي چې د پخوانۍ یوې په څېر ډېره وژونکې نه ده.  د دې ناروغۍ له امله بریتانیا د جنوري له لومړۍ نېټې لومړني ښوونځي بند کړي دي.   له تېرو څلورو ورځو راهیسې په بریتانیا کې هره ورځ تر پنځوس زره ډېر کسان په کرونا اخته کېږي.

د ایران یو مذهبي مشر ایت الله محمد تقي مصباح یزدي ومړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران یو مذهبي مشر ایت الله محمد تقي مصباح یزدي په تهران کې د ناروغۍ له کبله د جمعې په ورځ د شپږ اتیا کلونو په عمر مړ شو.   دی د ایران د اسلامي انقلاب د موسس امام خمیني د تعلیم او تحقیق د انسټیټیوټ مشر او  د نګهبان شورا غړی و.  ایت الله یزدي چې په ایران کې له  اصلاحاتو سره سخت مخالف و، د ایران  مشر علي خامنه اي ته نژدې کس و او د ایران د پخواني ولسمشر احمدي نژاد ملاتړی و.

صبح کابل: هغه سوله چې لومړني قربانیان یې خبریالان وي دوهم به یې عام وګړي وي

Pa.azadiradio.com 

صبح کابل صبح کابل ورځپاڼې په افغانستان کې د خبریالانو او مدني فعالینو وروستۍ هدفي وژنې دردوونکې بللي او د دې لړۍ په درېدو یې ټینګار کړی. وړاندې په سرمقاله کې راغلي، خبریالان د خلکو د دردونو او حقایقو منعکسوونکي دي او د دوی په وژلو سره د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې له ستر ګواښ سره مخ کېږي. لېکوال د سولې پروسې په تړاو لیکلي، هغه سوله چې لومړني قربانیان یې خبریالان وي دوهم قرباني به یې د ټولنې عام وګړي وي او دې سره به د دې ټولنې یوه ستره هستي له خاورو سره خاورې شي. ورځپاڼې پر حکومت هم تُندې نېوکې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Блиц-матч по шахматам между двумя командами провели в павильоне «Спорт для каждого»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии





Путин в России и мире
Москва

Путин спросил Беглова о причинах снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

«Зеленский кричит»: польский генерал рассказал, что творится в Киеве


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Моргенштерн

На Моргенштерна завели три новых дела



Москва

Депутат из Подмосковья получил 7 лет в колонии за производство марихуаны

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net