کرکټ؛ افغانستان ایرلنډ ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره نننۍ لوبه کې ښه بیټینګ یا توپ وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.
دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د پلان شوېو درېیو پنځوس اورېزو لوبو لومړنۍ سیالۍ ده چې نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) په اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې وکړې.
وروسته به معلومه شي چې د ایرلنډ لوبډله به دغه هدف پوره کړي او که به افغان لوبډلې ته لومړنۍ ماته مني؟
د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ دوهمه او درېیمه سیالۍ د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه کېږي.