وال سټریټ ژورنال: خونړیو پېښو د بین الافغاني مذاکراتو ته زیان اړولی
وال سټریټ ژورنال
وال سټریټ ژورنال لیکي، په افغانستان کې خونړیو پېښو د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې لومړۍ مخامخ خبرو ته زیان اړولی دی.
ورځپاڼه لیکي چې د سولې دواړه لورې یو بل په وروستیو ورځو کې د جګړو په زیاتېدو تورن کړې دي.
افغان حکومت د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د پنجشنبې په شپه ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتو کلنۍ عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال یو ځل بیا پر اوربند ټینګار وکړ، خو تر اوسه طالبانو اوربند رد کړی دی او وایي چې لومړی باید د جګړې عوامل مشخص شي بیا اوربند وشي.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، طالبان ټینګار کوي چې د سولې خبرې دې د حنفي فقه پر بنسټ مخته ولاړې شي.
وال سټریټ ژورنال لیکي، طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د خپل وروستي هدف په اړه لږ توضحیات ورکړې دي او یوازې دومره خبره یې کړې ده چې په افغانستان کې به اسلامي شریعت نافذ وي.
ورځپاڼه لیکي چې سربېره پر دې طالبان دا غوښتنه کوي چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلې دي چې هېڅ قانون به له اسلام سره په ټکر کې نه وي.
ورځپاڼې بیا د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر عبداله عبداله خبرې رااخیستې دي چې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا بنسټ ته د سې شنبې په ورځ وویل، د اوس لپاره له بده مرغه د شخړو کچه خورا لوړه ده او د افغانستان په مختلفو سیمو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح اله مجاهد خبرې هم رااخیستې دي چې وایي، د بریدونو مسئول حکومت دی چې د نویو امنیتي پوستو د جوړېدو لپاره عملیات کوي.
ډيپلوماټ
ډیپلوماټ خپرونه د حجاب په اړه په یوه مقاله کې لیکي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال چادري شرط وه او د یوې چادري قیمت د یوه مامور تر میاشتنۍ تنخوا زیات شوی و چې تقریباً ارزښت یې د دېرش امریکایي ډالرو معادل و.
ډیپلوماټ لیکي، په تېرو شلو کلونو کې دا موضوع په نړۍ کې یو ډول هېره شوې ده خو سخت دریځو اوس په مالیزیا کې راپورته کړې ده چې ښځې دې د چادري په څېر حجاب مراعات کړي.
په مالیزیا کې یوشپیته په سلو کې مسلمانان ژوند کوي.
ډیپلوماټ لیکي، مالیزیا له افغانستان سره نه شي پرتله کېدای هلته عادتاً مسلمانانو اعتدال ته مخه کړې ده او د برقې وړاندیز هم ګڼو رد کړی دی.