د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون پلان رد کړ
د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون نوی پلان رد کړی او ویلي یې دي چې د دې پلان محدودیتونه باید زیات شي.
اروپايي کمېسیون چې د اروپايي ټولنې تر ټولو لوړه اجرائیه څانګه ده، نن په یو بیان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په نوي تړون کې د اروپا په سرحدونو کې د نورو محدودیتونو او د رد شویو کډوالو د ایستلو لپاره د پروسیجرونو د ټاکلو وړاندیز وکړ.
په بیان کې همداراز د نویو کډوالو پر ستراتېژۍ د بحث لپاره د اروپايي ټولنې د سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه هم شوې ده.
چک جمهوریت، پولنډ، هنګري او سلواکیا چې د پراخو محدودیتونو غوښتنه کوي ویلي دي چې د دې تړون بنسټ سم دی، خو له غیر قانوني کډوالو سره د چلند په برخه کې ډېر بدلون نهدی پهکې راغلی.