شمسیه د افغانستان د کانکور ازموینې عمومي اول نمره شوه
د افغانستان پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو مؤسسو ته د شمولیت لپاره د کانکور ازموینې تر ټولو لوړه نمره سږکال د کابل اوسېدونکې شمسیې وګټله.
د لوړو زدهکړو وزارت د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې پایلې نن اعلان کړې.
د دې وزارت د کانکور کمېټې د کابل د اصف مایل لېسې فارغه شمسیه د ۳۵۳،۱۸ نمرو په ترلاسه کولو د کانکور عمومي اول نمره اعلان کړه. نوموړې د کابل معالجوي طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.
له کابله نعمتالله د ۳۵۳،۱۳ او د کابل بل اوسېدونکي محمد مجتبی د ۳۵۰ نمرو په اخیستو دوهم او درېیم مقامونه ګټلي چې دوی هم د کابل د معالجوي طب پوهنځي ته بریالي شوي دي.