چارواکي: بدحشان کې طالبانو د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي
د بدخشان چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د دې ولایت په درایم ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بلیې ټپي کړی دی.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې د درایم ولسوالۍ د پیتاوک کلي اوسېدونکی شاه محمد، د هغه دوه زامن، ورور او اوښی نن سهار وختي په داسې حال کې چې د دیني مدرسې خوا ته روان وو، د طالبانو په ډزو ووژل شول.
هغه زیاته کړه: : "نن د سهار په څلورو بجو د پیتاوک کلي یو اوسېدونکي په داسې حال کې چې خپل زامنیې مدرسې ته بیول د پیتاوک او باغ صوفي سیمو ترمنځ د طالبانو لهخوا په نښه کېږي. د دې کورنۍ پنځه غړي شهیدان کېږي."
ښاغلی روحاني وايي، د نوموړي یو بل زوی هم ټيي شوی چې اوس په روغتون کې دی.
د دې برید علت تر اوسه نهدی څرګند شوی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.