ایران کې د بشري حقونو بندي ملاتړه 'نسرین ستوده ' بستر شوې
په ایران کې د بشري حقونو بندي ملاتړې نسرین ستوده د قلبي ستونزو له کبله بستر شوې ده.
دغه خبر د نوموړې خاوند رضا خندان ورکړی دی او ویلي یې دي چې ستوده له نفس تنګۍ، د وینې له ټیټ فشار او شدیدې کمزورۍ رنځ وړي.
ستوده د ایران په ایون زندان کې د اګسټ له یولسمې را په دېخوا د نه خوړو اعتراض کړی و.
دې د ایراني چارواکو پر دې کار اعتراض کړی چې سیاسي بندیان یې د هغو لسګونه زره زندانیانو په ډله کې نه دي شامل کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې د لنډ وخت لپاره له زندان نه ازادېږي.
ستوده په ۲۰۱۸ کال کې په تهران کې له خپله کوره ونیول شوه.
هغه د سیاسي زندانیانو ، له هغې ډلې د اجباري حجاب پر وړاندې د معترضو ښځو د ملاتړ له کبله په ۳۸ نیم کاله حبس او ۱۴۸ دورو محکومه شوې ده.