روسیه کې د شمالي کوریا يو تبعه په ۱۷ کاله زندان محکوم شو
د روسیې په ختیځ ښار نخودکا کې یوې محکمې د شمالي کوریا یو تبعه په ۱۷ کاله زندان محکوم کړ.
د دغه کس جرم دا ښودل شوی چې د روسیې پر سرحدي ګارد یې برید کړی دی.
د جولای میاشتې په لومړیو کې د شمالي کوریا یو بل تبعه هم روسیه کې په څلور کاله بند محکوم شوی و.
د شمالي کوریا ۱۶۰ وګړي د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې هغه مهال ونیول شول چې په وړو بېړیو کې د روسیې اوبو ته دننه شوي وو.
هغه مهال د یوې بېړۍ سپرلۍ د روسیې پر سرحدي ګارد برید وکړ چې څلور کسانیې ټپیان کړل، وروسته بیا یوه کس له ټپونو ساه ورکړه.
په دې پیښه کې د شمالي کوریا یو وګړی هم وژل شوی و.