افغانستان به له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي
افغانستان وایي، هوډ لري چې له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي.
دغه خبره د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه کړې، خو د دغه تړون وخت او ځای یې نهدی مشخص کړی.
په دې اړه خبرپاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او تاجکستاني سیال یې سراج الدین مهرالدین له لېدو کتو وروسته خپره شوه.
تاجکستان دا مهال له څلورو هېوادونو چین، قزاقستان، روسیې او ازبکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لري.
ښاغلی اتمر پرون په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ چې هلته یې له صدراعظم او د هغه هېواد د ملي امنیت شورا له عمومي منشي سره هم لیده کاته درلودل.