چارواکي: ننګرهار کې افغان لرغون پېژندونکو د بودیزم له دورې یو زندان موندلی
د ننګرهار چارواکي وايي چې افغان لرغون پېژندونکو په دې ولایت کې د بودیزم له دورې پاتې یو زندان چې شااوخوا ۲۵۰۰ کاله مخکې جوړ شوی، موندلی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یو بیان کې د سره ردو د ولسوالۍ په سبزاباد سیمه کې د دې لرغونې ودانۍ د موندلو خبر ورکړی دی.
د بیان له مخې زندان په یوه ژوره سیمه کې جوړ شوی چې دروازې نهلري او له هغه ځایه د خټینو لوښو ټوټې هم ترلاسه شوې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري ازادۍ راډیو ته وویل چې په سبزاباد کې له درېیو کلونو راهیسې کېندنې روانې دي او په دې ترڅ کې ډېر ارزښتمن آثار ترلاسه شوې دي.
د ښاغلي باوري په وینا د بودايي دورې د دې زندان د څرنګوالي په اړه وايي: "یوه خونه ده چې ګومان کېږي باید د خلکو د قید کولو او تادیب لپاره کارول شوې وي. د دې ترڅنګ نورې زغرې چې په دوه زره کاله مخکې زمانې پورې اړه لري او داسې نور شیان هم موندل شوي."
د چارواکو په وینا لرغون پېژندونکو له زندان سره په څنګ کې یوه خونه چې ۱۳ متره اوږدوالی او څلور متره سور لري او په درېیو دورو کې د رغونې چارې په کې ترسره شوې دي هم موندلې ده.