امریکا کې د یوه توقیف شوي پاکستاني ډاکتر رواني وضعیت معاینه کېږي
د هغه پاکستاني ډاکتر د رواني وضعیت د معاینې امر ورکړل شوی چې د امریکا په مینیسوتا ایالت کې د ترورېزم په تور د مارچ له میاشتې راهیسې په توقیف کې دی.
محمد مسعود په یوه مورد کې یوې بهرنۍ ترورېستي ډلې ته د مادي ملاتړ پر هڅې تورن شوی دی.
نوموړي چې د مایو په نوم یوه څېړنیز کلینیک کې کار کاوه د «اف.بي.ای» یوه خوفیه پولیس ته ویلي و چې د اسلامي دولت ډلې تهیې بیعت کړی او غواړي چې په یوازې سر په متحده ایالاتو کې حملې ترسره کړي.
هغه همداراز لېوالتیا ښکاره کړې چې غواړي سوریې ته ولاړ شي چې د دې ډلې لپاره جګړه کې برخه واخلي.
مسعود له رواني پلوه د دې لپاره معاینه کېږي چې معلومه شي ایا کولای شي په محکمه کې ودرېږي او له خپل ځانه دفاع وکړي.
د هغه مدافع وکیل ویلي چې مؤکلیې د محکمې پر بهیر نهپوهېږي. څارنوالانو ویلي چې هغه د «اف.بي.ای» خفیه پولیس ته چې پر هغهیې د اسلامي دولت ډلې د غړي ګومان کړی و، څو ځلې ويلي و چې ده د اسلامي دولت ډلې او مشر تهیې بیعت کړی دی.