چارواکي: خوست کې ۲۲ وسلهوال طالبان ووژل شول
په خوست کې چارواکي د ۲۲ وسلهوالو طالبانو د وژلو خبره کوي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، طالبانو برایي لومړی په قلندر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې ځوابي ډزو کې ۱۰ تنه ووژل شول.
حیدر ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې ورته بل برید کې هم طالبانو ته مرګژوبله اوښتې.
ښاغلی حیدر زیاتوي: "د کشفي راپورونو پر اساس د خوست په صبریو ولسوالۍ کې بمبار شوی چې نتیجه کې یې ۱۲ وسلهوال مخالفان وژل شوي دي."
طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.