"افغان سولې لپاره د اندونیزیا هڅې"
دې د جمعې په ورځ په جاکارتا کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې د ښځو د رول په نوم د کنفرانس په څنډه کې وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې باید د ښځو پیاوړتیا ته پوره پاملرنه وشي.
دې همداراز وویل چې اندونیزیا غواړي چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي.
اندونیزیا تر دې وړاندې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د کنفرانس کوربه توب کړی او په خپله خاوره کې یې د افغانستان د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.
تراوسه پورې افغانستان ته د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د سفر دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې.
