د خېبرپښتونخوا په مومندو کې اپوزیشن ګوندونو نن [د نومبر ۳۰مه] يو ځل بيا د پاکستان پر وزیراعظم عمران خان غږ وکړ چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي. د جمیعت علما اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو رهبر کمېټۍ د مومندو په غلنۍ کې احتجاج او لاریون وکړ. مظاهرچیانو ترڅه وخته پورې لویه لاره هم تړلې وه. نور حال د شاهنواز ترکزي په ويډيويي راپور کې واورئ.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې تيره شپه افغان امنيتي ځواکونو د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ اړوندو سيمو کې د یو لړ عملياتو پر مهال 8 وسله وال طالبان وژلي او دوه نور هغه مهال وژل شوي، چې غوښتل یې د مرکز اړوند په پاد خواب روغني د قلعه نو په سيمه کى ماين ځاى پر ځاى کړي او خپله پرې چاودلی.
د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلي لوا قوماندانۍ ویاند احمد شکیل تسل ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د لشکري خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو په خپل منځي نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...
د مالیې د وزارت مسوولین د اسلامي بیمې د معرفي کولو په لومړي کنفرانس کې وویل، د دغې بیمې طرحه جوړه او د مالېې وزارت لیږل شوې ده .
د اروپا د وکیلانو او حقوقي ټولنو شورا د 2019 میلادي کال د بشري حقونو جایزه د هغو څلورو ایراني مدافع وکیلانو په نوم کړې چې دا مهال په زندان کې دي.
په هغو کسانو کې چې دا جایزه یې په نوم شوې، د ایران مشهوره حقوقي فعاله نسرین ستوده هم شامله ده.
نوموړې ددې کال په پیل کې د هغې ښځې په شمول چې د جبري پوړونې د قانون پر ضد یې اعتراض کړی و د یو شمېر سیاسي بندیانو د دفاع په خاطر په 38 کاله بند او 148 دورو محکومه شوه.
د دې جایزې په نورو ایراني ګټونکیو کې یاد مدافع وکیل عبدالفتاح سلطاني هم شامل دی. نوموړی... Читать дальше...
د هالنډ پولیس وايي، دوی لا هم په هغه کس پس لټون کوي چې د جمعې په ورځ یې د هاګ په مرکزي سیمه کې درې کسان د چاقو په ګوزارونو ټپیان کړل.
هالنډي رسنۍ وايي، پولیس د اورګاډو په تم ځایونو او په ټرانسپورټي شبکو کې ددې کس لټون کوي.
پولیسو ویلي، درې ټپیان روغتون ته له راوړل کېدو څو ساعته وروسته له روغتون رخصت شول خو د د قربانیانو او د برید د انګیزې په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
یوې هالنډي رسنۍ د څو سرچینو په حواله ویلي داسې نښه نښانه نه شته چې دا برید به تروریستي انګیزه ولري.
د اې این پي خبري اژانس... Читать дальше...
د پاکستان د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې پښتانه کاروباريان وايي، د دې ځاى پوليس يې ځوروي او پېسې ترې اخلي خو د پوليسو په وينا دوى يوازې له مشکوک کسانو او له هغه چا پلټنې کوي چې شناختي کارډ ورسره نه وي. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي راپور وګورئ.
د قطر هېواد د عربي متحده اماراتو څخه په الهام غواړي چې د کرکټ لس اوریز سوداګریز لیګ جوړ کړي.
ښایي د قطر هېواد لیګ د راروانې ډیسمبر میاشتې په ۷ مه نېټه پیل شي.
د کرېک ټرکر وېب پاڼې د راپور پر بنسټ دې لیګ کې به ټول ۷۳ لوبغاړي وي، چې ۱۷ به پکې د قطر هېواد او پاتې نور به بهرني لوبغاړي وي.
یوارج سېنګ، پاکستاني محمدخفیظ او سریلانکایي انجیلیو متیوز په دې لیګ کې د لوبېدو جوازونه تر لاسه کړي دي.
دې لیګ کې به ۲۴ لوبغاړي له دوهمه درجه هېوادونو څخه وي.
د قطر د کرکټ بورډ د چارواکو په وېنا دوه یا درې... Читать дальше...
په کابل کې د والیبال د اتلولۍ جام لپاره د پنځو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د غواروۍ سیالۍ پیل شوې.
ددې سیالیو لومړي لوبه چې، د جمعې په ورځ د سرې میاشتې او جهان سپورټ لوبډلو ترمنځ د کابل د بدني روزنې په جمنازیوم کې پیل شوې لس ورځې به دوام کړي.
د افغانستان د بدني روزنې د نشراتو برخې امر عارف پیمان د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل په یادو سیالیو کې د لغمان، دایکندي، ننګرهار، بلخ او کابل لوبډلې ګډون لري.
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې د مرکزي اسیا د فوټبال په لوبو کې د Fair Play جایزه وګټله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې، د هېواد د ۲۳ کلنو ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ۲۳ کلنو د فوټبال په دغو لوبو د یوې لوبې په ګټلو سره د یادو سیالیو پنځم مقام يې ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو لومړي مقام ازبکستان، دویم ایران، دریم تاجیکستان درېیم، او قیرغیزستان څلورم مقام خپل کړ.
د ترکمنستان د ۲۳ کلنو ښځينه فوټبال لوبډله بیا د ټولو لوبو په بایللو سره په شپږم او وروستي مقام کې وشمېرل شوه. Читать дальше...
د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسی جرګه هم وایي چې د سولې بهیر د بریا لپاره اوربند یوه حتمی خبره ده.
پاکستان وايي د امريکايي ولسمشر د دې اقدام هرکلی کوي چې له طالبانو سره د خبرو بيا پېلولو له لارې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د تېرې ورځې لاریون په غبرګون وایي، کمېسیون به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې ډلو، بنسټونو او اشخاصو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.
په پاکستان کې د مترقي زده کوونکو سازمان تر سیوري لاندې د زده کوونکو د بېلا بېلو سازمانونو او ډلو غړو د نومبر پر ۲۹مه د خپلو حقونو
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي برخې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي ، دی باور لري چې طالبان اوربند ته لېواله دي.
د پاکستان حکومت وايي ، دوي هڅه کوي چې د ملک د ادارو ترمنځ د ټکر د مخنیوي په موخه د تل لپاره دا مسله هواره کړي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ، په کابل کې د رومیانو د بیې لوړیدل، د اندېښنې وړ بولي.
د دې بورډ رئيس رحم الدین حاجي اغا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سړو خونو نشتون، د هوا سړېدل او نورو هېوادونو ته زیات صادارات هغه لاملونه دي چې، له امله یې د رومیانو بیه لوړ شوې ده.
نوموړی وايي، اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو من رومیان له ۸ تر ۹ سوه افغانیو پورې پلورل کېږي.
هغه وویل: "د سړې هوا په رارسېدو سره او ګاونډیو هېوادونو ته د رومیان زیات صادرات هغه لاملونه دی چې، په هېواد کې دننه یې د رومیانو... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په هدف یو د کابل ولایت له سیمه ییزې ادارې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې خونې ویاند جان آقا نوید د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ددې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به، خصوصي سکټور د کابل ولایت د مهمو اقتصادي پروژو په پلي کېدلو کې برخه ولري.
هغه زیاته کړه: "په دغو پروژو کې مهمې پروژې لکه د سړکونو جوړول، د ودانیو جوړولو او دغه شان د پلونو او پارکونو جوړول شامل دي."
د ښاغلي نوید په خبره، په روان لمریز کال کې په کابل ولایت کې د شاخوا... Читать дальше...
د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی حکومت د سولې د بهیر پر وړاندې ستر خنډ بولي.
د کندهار بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو ته کسبي زده کړي ورکول کېږي.
د کندهار په معروف او شاوليکوټ کي ۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عيسي ازادی رادیو ته وویل ، چي د افغان ځواکونو په ترسره شویو عملياتو کي په معروف او د شاوليکوټ ولسوالۍ د وچ باغتو په سيمه کي ۱۳ وسله وال وژل سوی او ۱۵ نور ټپيان دي.
نوموړی وایي په دغو عملياتو کي د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
عيسي وایي د افغان ځواکونو په هوایي عملياتو کي د ارزګان په مرکز ترينکوټ او زابل کې هم ۴ وسله وال وژل شوی او ۴ نور ټپيان شوي دي. Читать дальше...
افغان-بریټانيايي سوک وهونکي سهیل احمد مغلزي خپل انګلیس سیال ناک اوټ کړ.
د سهیل احمد مغلزي او ډایلین ډراپر تر منځ لوبه بیګاه شپه د لندن په یارک هال کې وشوه.
سهیل احمد په خپله فیسبوک پاڼه د دې لوبې جزییات او عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې په دریم رونډ کې یې خپل سیال ناک اوټ کړی دی.
سهیل احمد افغان پروفیشنل سوک وهونکی دی چې تر اوسه یې ۱۴ بریاوې خپلې کړي دي.
یواځې یوه ماته یې خوړلې ده.
د سهیل احمد او ډایلین ډراپر په لوبې سربېره د انګلستان د کمنوېلټ یا ګډوګټو او بریټیش اتلولۍ کمربندونو پر سر ګڼو نورو سوک وهونکو هم بیګاه لوبې کړي. Читать дальше...
د هلمند چارواکي تائیدوي چې نن سهار په یوه چاودنه کې یو افغان جنرال وژل شوی دی.
د هلمند ولایت د عامه اړیکو مسوول زاهد اتل ازادي راډیو ته تایید کړه چې د مارجې او ناوې ولسوالیو تر منځ په لار په یوه ماین چاودنه کې د ملي اردو د سرحدي ځواکونو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال ظاهرګل مقبل وژل شوی او دوه عسکر یې ټپیان دي.
د ازادي راډیو خبریال هم وايي چې له افغان پوځیانو سره په موټرو کې یو شمېر خبریالان مارجې ته روان و او له ډلې یې د شمشاد خصوصي ټلویزیون خبریال سردارمحمدسروري د نن سهار په دې ماین چاودنه کې ټپي شوی دی. Читать дальше...
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي، چې تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي برید کې ۵ وسله وال وژل شوي.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم مشال راډیو ته وویل، چې وسله والو غوښتل د یادې سیمې له لارې په یو کرولا موټر کې وسلې بلې سیمې ته یوسي، چې هوايي برید ورباندې شوی دی.
نوموړی زیاتوي، په دې برید کې پنځه وسله وال وژل شوي او وسلې يې هم له منځه تللي دي.
د چارواکو په وینا وړمه شپه د سیدکرم ولسوالۍ د کوسین په سیمه کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي برید کې ۴ وسلوال مخالفین وژل شوي وو. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، کابل ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناڅاپي سفر په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net