Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 19.11.2019

ولسمشر غني: د تسليم شوو داعش کورنۍ غړي پاکستان ته نه ورکوو

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر وايي د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي تسليم شوي د داعش وسله والو مېرمنې او بچي به پاکستان ته نه بلکې قومي مشرانو ته سپاري. هغه زياته کړه چې دا کار به د پښتنو د دود او کلتور سره سم په پوره احترام وشي. په ننګرهار کې ۲۴۳ داعش وسله وال او ۶۲۵ مېرمنې او اماشومان یې تسليم شوي. ويډيو: بشير ګواښ

ازادي ستوډیو د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

طالبانو نن د درو لوړپوړو طالب زندانیانو په بدل کې دوه برمته نیولي لویديځ استادان راخوشي کړل. د ترکیې ولسمشر وايي، له روسیې څخه د ایس څلور سوه هوايي دفاعي سیستم له پیرلو نه تیريږي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

د شوکدر په کنډواله ښونځي کې زده کړې

Mashaalradio.com 

د شوکدر په پهلوان کلي کې ۴۱ کاله وړاندې د حکومت لخوا یو سرکاري پرایمري ښوونځی جوړ شوی وو، چې اوس کنډکپر پروت دی. په سیمه کې د ښوونځي ودانۍ نشتوالي ماشومانو اړ کړي، کله د یوچا او کله د بلچا په حجره کې سبق وايي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.



ولس ته مې خوشحالي ورکړې خو زه د کړاو ژوند تېروم: وږمه

Mashaalradio.com 

د پښتو سندرغاړې وږمه وایي چې له ۱۵ کلنې يې په سندرو ويلو پيل کړی او له ښوونکي پرته يې له موسيقي سره ځان اشنا کړی دی. نوموړې وايي په دا وروستيو کې له ورپېښې ناروغۍ وروسته يې ژوند له کړاو سره مخامخ شوی خو بيا هم د ولس لپاره پښتو سندرې وايي. له وږمې سره مرکه ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وګورئ چې عظمت علي شاه هم ويډيويي مرسته ورسره کړې.

د زده کوونکیو درنې بستې هوسا کړئ ګنې جرمانه به شئ: عدالت

Mashaalradio.com 

په خېبر پښتونخوا کې زده کوونکو لپاره د ښوونځي درنو بستو په اړه د پېښور های کورټ لخوا د یوې نوي قانون ترمخه به ښوونځي بسته وزن ۱۵فيصده وي او که چیرې دغه قانون د ښوونځو لخوا عملي ونه شي نو د سکول انتظاميه به دوه لاکه روپۍ جرمانه ورکوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.

د لوبو له ميدانه د دې اونۍ په خپرونه کې

Pa.azadiradio.com 

د ورزشي خبرونو ترڅنګ د دې اوني د لوبو له میدانه په خپرونه کې د پینګ پانګ د افغاني معلولې لوبغاړي نوریې نجفې د شخصي او لوبیز ژوند په اړه معلومات اورېدلای شئ.



ولسمشر اشرف غني ننګرهار کې د داعش ډلې لمنځه تللو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۲۸مه) اعلان وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او د ولسي پاڅون په نتیجه کې د اسلامي دولت (داعش) ډله په ننګرهار کې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

"د افغانستان امریکايي پوهنتون خوشي شوی امریکایی استاد تر درملنې لاندې دی"

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بنده د خوشي شوي امریکايي استاد کېون کېنګ کورنۍ رسنیو ته په یوې بیانیه کې ویلي چې ښاغلی کېنګ اوسمهال له امریکايي چارواکو سره تر درملنې لاندې دی او امریکا کې له خپلې کورنۍ سره بېرته یوځای کېدو ته ځان چمتو کوي. په دغه بیانیه کې چې ازادي راډیو ته استول شوې، د هغه خور سټیفاني میلر د خپل ورور پر خوشي کېدو او دا چې بېرته خپل کور ته ورګرځي خوښي ښوولې ده. د ښاغلي کېنګ کورنۍ په دغې بیانیې کې د افغانستان له حکومت، ولسمشر اشرف غني، ولسمشر ډونالد ټرمپ، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو،... Читать дальше...

مسکو کې محکمې د یوه امریکايي وګړي د توقیف موده غځولې

Pa.azadiradio.com 

د مسکو یوې ښاري محکمې نن د نومبر په ۱۹مه تائید کړه چې د پاول وېلن په نوم د یوه امریکايي وګړي تر محاکمې د مخکې توقیف موده یې تمدید کړې. پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی او که مجرم وپېژندل شي، په روسیه کې په لږترلږه ۲۰ کاله بند محکومېدلائ شي. هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مسکو په یوه هوټل کې ونیول شو او تور ورپورې شو چې معتبر پټ معلومات یې ترلاسه کړي دي. د هغه تر محاکمې مخکې د توقیف موده د ډسمبر تر ۲۹مې تمدید شوې ده. د امریکا د سمندري ځواکونو د دغه مخکیني مامور وکیلانو پر هغه... Читать дальше...

عمران خان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دو استادانو خوشي کېدو هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ. ښاغلي خان په خپله ټویټرپانه د ښکېلو خواوو چې دغه کار یې ممکن کړی ستاینه کوي او وايي چې پاکستان د افغانستان د جګړې له پاره د یوې سیاسي حل‌لارې د موندلو په هدف د خپلې پالېسۍ د یوې برخې په توګه، د دغو استادانو د خوشې کېدو اسانتیا برابره کړې ده. عمران خان زیاتوي، موږ هیله‌من یو چې دغه ګام د ټولو ښکېلو لورو د ډاډ لامل شي، څو د سولې بهیر بیا ورغوي. د عمران خان په دغه ټویټ کې راغلی چې پاکستان به د سولې بهیر لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن پاتې شي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د درملنې لپاره لندن ته لاړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د درملنې لپاره نن د نومبر په ۱۹مه، له لاهوره لندن ته ولاړ. نواز شریف په ځانګړې الوتکه کې چې هوايي امبولانس او د عملیات او بېړنۍ څارنې خونه لري، ولېږدول شو. لندن ته  له هغه سره یې ورور، شهباز شریف او د ډاکترانو او نرسانو یوه ډله هم ملګرې وه.  شهباز شریف د پاکستان دحکومت د اپوزېسیون ګوند مسلم لیګ ن مشري کوي. د مسلم لیګ ن ګوند ویاند ویلي چې نواز شریف ته تر پرواز مخکې ټولې ضروري دواوې  ورکړ شوې وې او د ډاکترانو او نرسانو تر کلکې څارنې لاندې و. هغه لومړی د... Читать дальше...

طالبانو برمته استادان پرېښول

Mashaalradio.com 

د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان چې درې کاله وړاندې طالبانو له کابله تښتولي وو، نن خوشي کړي دي.

'خیبر پښتونخوا حکومت دې ځنګلي ژوي وژغوري'

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت د مارغانو او نورو ځنګلي ژویو د ښکار په اړه یو قانون جوړ کړی دی چې له مخې یې ځینې خلک جرمانه شوې هم دي. خو کارپوهان وايي چې حکومت دا قانون په سمه توګه نه عملي کوي او اوس هم په اکثرو سیمو کې خلک نایابه مرغۍ او نور ځناور نیسي او خرڅوي. انیسه اجمل پرې راپور لري

امریکا نور په لویدیځه غاړه کې یهودي میشت ځایونه غیرقانوني نه بولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، په لویدیځه غاړه کې د یهودانو میشت ځایونه نور غیرقانوني نه بولي. د اسراییل صدراعظم د پامپیو د دې څرګندونو هرکلی کړی خو فلسطیني اداره یې په غصه کړې ده.


Музыкальные новости




Персональные новости




داعش په ننګرهار کې ماتې خوړلې: ولسمشر غني

Mashaalradio.com 

د نظامي عملیاتو د څرنګوالي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښې همغږۍ او ولسي پاڅون کوونکو د همکارۍ په پایله کې په ننګرهار کې د داعش ملا ماته شوې او د دغې ډلې ۲۴۳ جنګیالي له ۶۲۵ ښځو او ماشومانو سره تسلیم شوي دي.

چارواکي: لوګر کې ۹ مهم طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د وسله والو مخالفینو نهه مهم غړي وژل شوي د لوګر امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د بره کي برک ولسولۍ په بابري، آهنګران او الف جان کلیو کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو نهه کلیدي غړي وژلي دي. د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي ډي. تر اوسه وسله والو طالبانو ددغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پومپیو پر اوکراین د پوځي مرستو له بندېدا ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر اوکراین د پوځي مرستو د بندولو په قضیه کې د ولسمشر ډونالډټرمپ د پالیسۍ ملاتړ کړی. دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د هڅو په ترڅ کې په دې اړه چې آیا هغه پر اوکراین د پوځي مرستې د بندولو په قضیه کې له خپل واک څخه ناوړه کار اخیستی کنه، په کانګرس کې د اظهاراتو د اورېدو د لړۍ دوهمه اونۍ پیل شوې. ښاغلي پومپیو د ټرمپ د پالیسۍ د دفاع په ترڅ کې پرون د نوامبر په ۱۸مه په واشنګټن کې په یو خبري غونډه کې وویل ټرمپ اوکراین ته چې په خپلو دوو ختیځو سیمو... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net