د سره صلیب نړیواله کمیټه ICRC وايي چې د طالبانو له بنده د لسو افغان پوځیانو د خوشې کېدو په معامله کې یې منځګړتوب نه دی کړی بلکې یوازې دا سرتېري یې د هلمند ولایت له نهرسراج ولسوالۍ څخه مرکز لشکرګاه ته انتقال کړل.
د ملي اردو لس سرتېري چې طالبانو په نهرسراج ولسوالۍ کې سره صلیب ته سپارلي وو، پرون- پنجشنبې په لشکرګاه ښار کې افغان چارواکو ته وسپارل شول.
په کابل کې د ICRC د عامه اړیکو مشر روبین واودو Robin Waudo تېرماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې د دوی رول یوازې د دې اسیرانو انتقال و«ښکېلو ډلو له سره صلیب... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکي ادريس خټک ورور اوېس خټک وايي د جمعې پر ورځ به په پېښور های کورټ کې د هغو ادارو خلاف کېس جمع کوي چې د ده ورور يې تښتولی دی او غوښتنه به ورته کوي چې ورور يې عدالت ته حاضر کړي. د ده په خبره چې په ورور يې څه قسمه تورونه وي نو بايد چې په عدالت کې ورته د سپيناوي موقع ورکړل شي ځکه چې دا يې قانوني حق دی.
پاکستانیو چارواکیو پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی کړی. خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف یوه پارلېماني غړي اقبال اپرېدي ویلي، پاکستاني امنیتي ځواکونه کله هم یوڅوک بې دلیله نه... Читать дальше...
په افغانستان د اساسي قانون یوه مطالعاتي بنسټ مسئولان وايي؛ د قانون ماتونې مخنیوي په هدف باید د اساسي قانون محکمه جوړه شي.
سږ کال د افغانستان په هرات ولایت کې د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی او بازار یې هم ښه و، خو بزګران او سوداګران د افغانستان په نوم د ایران د زعفرانو پر پلورلو اندېښنه ښیي.
په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
ډونالډ ټرمپ هیله لري د کینګ او ویکس راخوشي کېدل به ښه نتایج ولري لکه په افغانستان کې اوربند. د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو نوې کابینه اعلان شوه. د سوریې په ادلیب ولایت کې په حملو کې تر شلو زیات ملکیان وژل شوي دي.
د پاکستان چيف جسټس اصف سعيد کوسه د نومبر پر۲۰مه د ايکشن اېن ايډ اف سيول پاورز مقدمې اورېدنې پر مهال وويل چې دا قانون غير اييني او د بشري حقونو ضد دي.
په اسلام اباد کې د نومبر په نولسمه د خصوصي عدالت قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ کې درې کسیزه بېنچ د پخواني امر جنرل پروېز مشرف پرضد د سنګینې غدارۍ مقدمې فیصله محفوظ کړې او وايي د روانې میاشتې په اته ویشتمه به يې اوروي.
سردار يوسفزي پر يوه نوي البم کار پيل کړی چې ټول شعرونه يې د ملاکنډ د يوه نوميالي شاعر ارواښاد ډاکټر عبدالخالق زيار دي.
د سوات تحصيل کالام او مټې په منځ کې د کږې ډنډ يو ډېر ښکلی ځای دی خو سيلانيان یې ډېر لږ دي. نیاز احمد خان پرې ویډیو رپورټ لري.
د کابل په بازارونو کې نظامي یونیفورمونه په پراخه کچه پلورل کیږي. دا چې دا یونیفورمونه څنګه پیر او پلورل کیږي د لیمه هادي په دې راپور کې یې وګورئ.
سږ کال په هرات کې د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی او بازار یې هم ښه و، خو بزګران او سوداګران د افغانستان په نوم د ایران د زعفرانو پر خرڅلاو اندېښنه ښیي. په همدې اړه د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر دغه رپوټ چمتو کړی.
د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي احمد وحید مژده ته یو شمیر نږدې کسان ادعا کوي چې مژده په حکومت دننه د ځینو کړیو له خوا وژل شوی دی.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي، د حقاني شبکې د درېیو غړو انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان په خوشې کولو کې د جګړې د قربانیانو اندېښنې په نظر کې نه دي نیول شوي.
۵۶ کلن خټک له امنیسټي انټرنیشنل سره رسمي دنده لري او هغه په خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د بشري حقونو سرغړونو په ګډون په زوره تښتونو ګڼې قضیې/کیسونه سند کړي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لیکوال او سیاسي کارپوه احمد وحید مژده وژل غندلي. ښاغلی مژده پرون (عقرب ۲۹مه) په کابل ښار کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.
د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن له غرمې وروسته خپره شوې، ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي چارواکو او عدلي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د مژده وژنه وڅېړي او عاملین یې مجازات کړي.
اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پرون، د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او هغه یې یو تروریسي عمل وباله.
ښاغلی مژده پرون ماښام د کابل په دارالامان... Читать дальше...
د تهران انقلابي محکمې نن د نومبر په ۲۱مه، د چاپيریال ساتنې د یوې سیمه ییزې ادارې ۶ غړي له شپږو تر لسو کلونو زندان محکوم کړي دي.
هغوی د جاسوسۍ په تور چې په نړیواله کچه يې بحثونه پارولي او انتقادونه پرې شوي، محاکمه او په زندان محکوم شوي دي.
دا خبر د هغوی کورنیو او مدني فعالانو خپور کړی دی.
د ایران د بشري حقونو ځانګړي مرکز چې له نیویارکه فعالیت کوي، ویلي چې هغوی تقریباً ۲۲ میاشتې په دې تور په توقیف کې تېرې کړې چې د امریکا له دولت سره چې د ایران رژیم یې دښمن ګڼي، په تماس کې وو.
د ایران د قضائیه... Читать дальше...
د نړیوال تروریزم په تازه درجه بندۍ کې طالبان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ خونړۍ "ترهګره" ډله بلل شوې ده.
د نړیوال تروریزم په تازه درجه بندۍ کې طالبان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ خونړۍ "ترهګره" ډله بلل شوې ده. په راپور کې راغلي چې تېر کال کې طالبانو نږدې ۶۱۰۳ تنه یې وژلي دي.
اوکراین، له دغه هېواد سره د امریکا د ۳۹۰ میلیون ډالره پوځي مرستې پر بندیدو د جولای په ۲۵ نېټه اندېښنه ښودلې وه، هماغه ورځ چې ولسمشر ټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي سره جنجال پاروونکې ټیلفونې خبرې کړي دي.
دا خبره د روسیې او اوکراین لپاره د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لاورا کوپر د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۰مه) د امریکا د کانګرس غړیو ته چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په اړه څېړنې کوي وکړه.
هغې زیاته کړه، دا خپله اوکراین ته د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو په اړه د هغو ایمیلونو له لارې خبره... Читать дальше...
نیويارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د یوې هليکوپترې د سقوط په پېښه کې د دوو امريکايي سرتېرو وژل کېدو ته پام کړی دی. ورځپانې د امريکا د پوځ له قوله لیکلي چې د لومړيو نتايجو له مخې دا پېښه د دښمن د حملې په نتيجه کې رامنځته شوې ده.
د روسیې د امنیتي خدمتونو اداره وايي، په روستوف سیمه کې یې یو پوځي افسر پرون اوکراین ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
که چېرې پر دغه پوځي افسر د جاسوسۍ تورونه ثابت شي، له ۱۲ تر ۲۰ کلونو بند باندې محکومیږي.
د روسیې د امنیتي خدمتونو د اداري په وینا د پولیسو دغه افسر د دندې پر مهال د روسي ځواکونو په اړه داسې پټ معلومات راټول کړي وو چې کولی شي له هېواد څخه بهر د روسي دفاعي وړتیا ته زیان ورسوي.
د نیول شوي پوځي افسر نوم روسلان ارتیکوف بلل شوی چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې زیږیدلی دی. د اوکراین حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د ناټو تړون عمومي منشي په افغانستان کې د ډیموکراتیک حق ترلاسه کولو لپاره په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون ستایلی او ویلي یې دي چې دوی هېڅکله په ټاکنو کې مداخله نه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون، د نومبر په ۲۰مه، خبریالانو ته په افغانستان کې د ټاکنو په تړاو د روانو لانجو په اړه وویل چې دوی له افغانستان سره همکارۍ ته متعهد دي، د ټاکنو لپاره یې د امنیت په تامین کې همکاري کړې خو په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه نه شي کولای.
ښاغلي سټولټنبرګ دا مهمه وګڼله چې انتخاباتي کمېسونونه د رأیو د... Читать дальше...
په اسرائیل کې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو اساسي رقیب بیني ګانتز بریالی نه شو چې له مهالوېش سره سم، یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.
پر دې اساس، داسې ګڼل کېږي چې په اسرائیل کې یو وار بیا د پارلماني ټاکنو امکان شته دی.
بیني ګاتز په اسرائیل کې د سپین او ابي ګوند مشر دی.
د هغه ګوند پرون ماښام د نومبر په ۲۰مه، اعلان وکړ چې د نوي حکومت په تشکیل نه دي بریالي شوي.
په اسرائيل کې پارلماني انتخابات د سپټمبر په میاشت کې وشول. د نتانیاهو ګوند هم د نوي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلی و. دواړو لویو ګوندونو د ستر ائتلاف په کولو هم موافقه نه ده کړې. Читать дальше...
په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون د بشري حقونو د فعال ادریس خټک د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ادریس خټک کورنۍ ویلي چې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري.
نوموړی تېره اونۍ صوابۍ ته په لاره کې له خپل موټرچلوونکي سره یوځاي بې درکه شو.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسون پرون، د نومبر په ۲۰مه وویل، دا ښايي په پاکستان کې د روانو جبري بې درکیو یوه بله پېښه وي.
ادریس خټک د نوښار (نوشهره) اوسېدونکی دی او په پاکستان کې یې د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې او د عفوې نړیوال سازمان ته کار کړی و. Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو د امنیتي مشرانو په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
دغه غونډه پرون د نومبر په ۲۰مه، په مسکو کې جوړه شوې وه.
د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو د وېبپاڼې په حواله، د دې سازمان د ملي امنیت شورا مشرانو پر هغو تهدیدونو او امنیتی خطرونو خبرې وکړې چې د دې سازمان غړي هېوادونه ورسره مخامخ کېدلائ شي.
د حمدالله محب او نورو د خبرو جزئیات نه دي په ډ اګه شوي.
په پرونۍ غونډه کې د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net