روسیې یو پوځي افسر اوکراین ته د جاسوسۍ په تور نیولی
که چېرې پر دغه پوځي افسر د جاسوسۍ تورونه ثابت شي، له ۱۲ تر ۲۰ کلونو بند باندې محکومیږي.
د روسیې د امنیتي خدمتونو د اداري په وینا د پولیسو دغه افسر د دندې پر مهال د روسي ځواکونو په اړه داسې پټ معلومات راټول کړي وو چې کولی شي له هېواد څخه بهر د روسي دفاعي وړتیا ته زیان ورسوي.
د نیول شوي پوځي افسر نوم روسلان ارتیکوف بلل شوی چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې زیږیدلی دی. د اوکراین حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
