د پاکستان د سېنټ غړی او د نېشنل پارټۍ مشر مير حاصل خان بزينجو وايي د دوی د ګوند غړی او بشري حقونو فعال، ادريس خټک د تښتونې شک يې پر امنيتي ادارو دی. نوموړي د نومبر په اتلسمه مشال راډيو ته وويل چې د خټک د موندلو او راخوشي کولو لپاره د نومبر په ۱۹مه عدالت ته ځي.
د نومبر پر ۱۷مه په کواټ کې بېلا بېلې آسلوبې وشوې چې پکې نېزه بازي، پولو، ځغل او نورې سیالۍ شاملې وې. په سیالیو کې د کواټ کالجونو او له لکي مروت او ډېره اسماعیل خانه د ورغلیو کلبونو لوبغاړو برخه واخیسته. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
امريکا په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندي زور زیاتی غندلی دی. د امريکا په د کلیفورنیا ایالت کې په يوه میلمستيا کې یوه کس لس کسان په ډزو وويشتل. د اسیا تر ټولو لویه هوايي ننداره په دوبی کې پیل شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د هانګ کانګ د پولیتخنیک پوهنتون انګړ اوس هم د پولیسو په محاصره کې دی .
پولیس د شپې مهال له سلګونو حکومت ضد مظاهره کوونکو سره لاس او ګریوان وو .
پولیس افسرانو نن سهار وویل، د لسګونو هغو اعتراض کوونکو پر ضد چې د تېښتي هڅه یې کوله، اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ او لرګي کارولي دي.
معترضانو له څو ورځو راهیسي د دغه پوهنتون انګړ په خپل کنټرول کې نیولی دی .
یو شمیر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي.
پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي کولی شي د پوهنتون له انګړه ووځي، خو له هغوی څخه یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او ماسکونه لیري کړي. Читать дальше...
اعتراض کوونکو نن د ګرجستان په پلازمینه تبلیسي کې پارلمان ته ورتلونکې لاره وتړله. دوی وایې تر هغو به د پارلمان غړي دننه ورپرې نږدې چې د تر وخت مخکي انتخاباتو غږ ونه شي.
نن د نومبر په ۱۸مه په تبلیسي کې د روانو اعتراضونو څلورمه ورځ ده .اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې پارلمان له مختلط څخه متناسب سیسټم ته د انتخاباتي نظام د اړولو په برخه کې د اساسي قانون تعدیل رد کړ.
د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مظاهرې د قوانینو تر محدودې اوښتې دي. په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي... Читать дальше...
نن د نومبر پر ۱۸مه نېټه د خوست اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو د اوو لویو کلیو درې زره کورونو ته برېښنا ورسول شوه.
د خوست چارواکي وايي، چې دې کلیو ته د برېښنا په غځونه او د نورو اړوندو وسایلو په لګولو ۱،۴ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.
پر انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وایي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوی ته له قناعت ورکولو پرته د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر پیل کړی دی.
اوس نو د مړزانو غوښه یوازې د ګوتو په شمار ښکاریانو خوراک نه دی. د مړزانو د تولید دغه ماشین چې د افغانانو په لاس جوړ شوی او د تولید ښه ظرفیت لري، د مړز د غوښې د ډېریو ارمانجنو ارمان پوره کولای شي. نور د لیمې هادي په دې راپور کې.
غلام سخي د افغانستان په شمال د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی او په ډېرو کمو امکاناتو خپلو حقونو ته د نابینایانو د لاسرسي لپاره کار او مبارزه کوي. د ازادۍ راډیو خبریال اکرام الله کرم پرې دا ویډیي راپور جوړ کړی دی.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډه خپلواکه کمېټه (میک) وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی.
د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ارګ کې د جنسي ځورونې د ادعاوو په تړاو د څېړنو په ترڅ کې تر اوسه یوه پېښه مستند شوې ده.
امریکا متحده ایالتونو په ایران کې د سوله ییزو اعتراضونو په وړاندې د ځواک کارول او د ډله ییزو ارتباطاتو د خدمتونو پرچاوي غندلي.
د ایران حکومت د پنجشنبې په ورځ د یوه لیټر تېلو نرخ له ۹ سنټو څخه ۱۲،۷ سنټو ته پورته کړ او و یې ویل چې د هر شخصي موټر خاوند په میاشت کې یوازې ۶۰ لیټره پټرول رانیولی شي.
يوه څېړنه وايي، په ۲۰۱۷ ز کال کې ککړې هوا تر ۲۶۰۰۰ زيات افغانان وژلي دي چې په همدې کال د ملګروملتونو د يوه رپورټ له مخېپه جګړه کې د وژلیو کسانو شمېر شااوخوا۳۵۰۰ وو.
د غزني ښار په منځ کې د بزازي او سبزيو پلورنځي سړک ترمنځ د تېر شوي سیند پر سر پر اوسپنیز پل ډېری وخت په شنو چادریو کې پټې یو شمېر میرمنې ناستې وي، چې تیرېدونکو کسانو ته د خیرات لاس غځوي.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه په پلخمري ښار کې ۲۵ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي.
په دوهمه پېښه کې پولیسو د یوه موټر د تلاشۍ پر مهال شپږ کیلوګرامه چرس ونیول او په دې تور یې درې کسان هم نيولي دي.
په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او څلوېښت نور ټپیان دي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د یوه مسافر وړوړنکي بس د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.
دغه پېښه د بغلان ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې شوې ده.
په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی بشارت زیاتوي چې ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
تر دې وړاندي تر ډېره د افغانستان په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې موټر چلوونکي په تېزچلونې او بې احتیاطۍ تورن شوي دي.
څو وسله والو کسانو چې ځانونه طالبان بولي، په غور ولايت کې يوه ډله معتادين د نشې په جرم شکنجه کړل.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یوشان نظر لري.
د بدخشان ولایت معتادینو د ګڼو جرمونو او غلاوو ترڅنګ په دې وروستیو کې یو چوکیدار په چاقو باندې وژلی دی.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د اوړو د تولید فابریکه لرونکو سږ کال د سوداګرۍ خونې په همکارۍ د بهرنیو غنمو پرځای، کورني غنم اخیستي دي.
د دغې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې د هرات تولیدي فابریکو دغه غنم له بیلابیلو ولایتونو اخيستې دي.
هغه زیاته کړه: "فابریکو دغه غنم له غور، بادغیس، فراه، نیمروز او هلمند څخه د هرات فابریکو اخیستي دي چې دا کار د بزګرانو له هرکلي سره مخ شوي."
نوموړي وویل چې دغه اقدام د بزګرانو د هڅونې او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوی. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن کابل کې د دوو لاسي بمونو د غورځولو له امله د ملي اردو څلور سرتېري او یو ملکي وګړی ټپي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه تازه ټویټ کې ویلي، نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل نولسمې حوزې اړوند د نظامي روزنیز مرکز ته نږدې دوه لاسي بمونه غورځول شوي دي.
دغه نظامي مرکز د کابل څرخي پله سیمه کې موقعیت لري.
رحیمي له دې وړاندې په ټویټ کې لیکلي و چې دوو پرلپسې انتحاري چاودنې وشوې.
تېره چهارشنبه د کابل قصبې سیمه کې د موټربم چاودنې له امله د زده کوونکو په ګډون لږترلږه ۱۲ کسه ووژل شول. Читать дальше...
په هېواد کې د کبانو روزنې ۸۰ نوي فارمونه جوړېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه به د کال ترپایه په هرات، بلخ، کونړ او لغمان ولایتونو کې جوړ شي.
هغه زیاته کړه: "د کبانو د روزنې د ۸۰ فارمونو د جوړېدو کار په جریان کې دی، او د کال تر وروستیو پوري به بشپړ شي، له دغو اتیا فارمونو څخه ۲۰ په هرات،۲۰ په بلخ،۲۰ په لغمان او کونړ کې تر کار لاندې دي چې یو شمېر یې بشپړ شوي او یو شمېر نور به دکال تر وروستیو پورې بشپړ شي."
نوموړي وویل، تردې وړاندې د کرنې وزارت... Читать дальше...
په سرمقاله کې راغلي، واقعیت دا دی چې طالبان په ټوله کې خپلواک نهدي او د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو ترڅنګ، د پاکستان له لارښوونې او خوښې پرته د جګړې او سولې لپاره یو ګام هم نهشي اخیستی.
په کابل کې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې نږدې ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد یې قاچاق کول.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې پولیسو د سر کوتل په سیمه کې ۱۵ کیلوګرامه تریاک او ۱۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې یې کابل ښار ته انتقالول.
په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال دوه کیلوګرامه ښیښه ونیوله او په دې تور یې دوه خرڅوونکي هم نیولي دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net