هانګ کانګ کې پولیسو د حکومت ضد مظاهره کوونکي محاصره کړي
پولیس د شپې مهال له سلګونو حکومت ضد مظاهره کوونکو سره لاس او ګریوان وو .
پولیس افسرانو نن سهار وویل، د لسګونو هغو اعتراض کوونکو پر ضد چې د تېښتي هڅه یې کوله، اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ او لرګي کارولي دي.
معترضانو له څو ورځو راهیسي د دغه پوهنتون انګړ په خپل کنټرول کې نیولی دی .
یو شمیر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي.
پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي کولی شي د پوهنتون له انګړه ووځي، خو له هغوی څخه یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او ماسکونه لیري کړي.
هانګ کانګ له شپږو میاشتو راهیسي د حکومت ضد مظاهرو شاهد دی .
معترضان پر هغه څه غوصه دي چې دوی یې د پیکنګ لخوا د هانګ کانګ محدودیت بولي .
