له وېلسن وزیر سره د مشال مرکه
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له وېلسن وزیر سره غږېدلي یو. نوموړی د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اقليتونو استازی دی. د هغه تعلق د خيبر قبايلي ضلعې لنډۍ کوتل سره دی. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له وېلسن وزیر سره غږېدلي یو. نوموړی د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اقليتونو استازی دی. د هغه تعلق د خيبر قبايلي ضلعې لنډۍ کوتل سره دی. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
په ننګرهار کې له دغو تسلیم شويو داعش وسله والو څخه يې ۱۸۳ تنه د اتوار په ورځ د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنیو استازو ته وښودل شول.
په افغانستان کې د ککړې هوا ستونزه د مرګونو له پلوه ددې هېواد د څو لسېزو تر جګړې هم زیاته ننګونکې ګرځېدلې ده. يوه نړيواله څېړنيزه اداره سټېټ اف ګلوبل ايير وايي چې په ۲۰۱۷م زکال کې ککړې هوا تر ۲۶ زره زيات افغانان وژلي ول چې ددې په مقابل کې هم د ۲۰۱۷م زکال په موده کې د ملګرو ملتونو په وينا په جګړه کې شاوخوا درې نيم زره کسان وژل شوي ول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یو بې ساري اقدام سره د وزارت شااوخوا امنیتي دېوالونه لرې کړل. نور جزیات د هیلۍ اسد په رپوټ کې
پر کندز ښار د هاوان د درېیو مرمیو د لګېدو په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د هاوان دا مرمۍ د کندز پوهنتون ته نږدې په رئیس اباد نومې سیمه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د د ولایتي دفتر مخې ته ولګېدې. ښاغلی رحماني وايي، دا هاوانونه طالبانو د چاردرې ولسوالۍ له لوري پر کندز ښار ویشتلي دي.
په کابل کې د امریکا سفیر وايي چې په افغانستان کې د وروستیو حملو په دوام د حقاني شبکې د درېیو غړو په خوشې کولو کې د ځنډ په اړه د افغان حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي. افغان ولسمشر تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني او د دې ډلې د دوو نورو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل او لوګر کې له خونړیو حملو وروسته جمهوري ریاست وویل چې د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل. جان بس نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د سولې په اړه پرېکړې که څه هم ګرانې وي، خو... Читать дальше...
د ملي امنیت اداره په کابل کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي. د ملي امنیت مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا ډله د دې ادارې د ځانګړو ځواکونو له خوا د جرمي شبکو د تعقیب او پېژندنې د هڅو په لړ کې د کابل ښار له اوومې ناحیې څخه نیول شوې ده. په بیان کې راغلي چې د دې ډلې مشر حامد چې په چنګېز مشهور دی او مرستیال یې مطیع الله نومېږي چې په قاري مشهور و. ملي امنیت وايي چې دې ډلې په کابل کې د اوو کسانو په وژنه او د ۴۲ نورو په ټپي کولو کې لاس درلود.
د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د داعش ډلې ۷۲ غړو له خپلو کورنیو سره یوځای ځانونه تسلیم کړي دي. د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، وايي چې په اچین کې د داعش ۶۹ غړي له ۷۶ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره او په هسکه مېنه کې د دې ډلې ۳ غړي تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول، سیمه ییز چارواکي هیله مند دي چې د داعش نور غړي به هم ځانونه تسلیم کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کسانو خپلې یو شمیر وسلې هم افغان چارواکو ته سپارلي دي. په ننګرهار کې د تېرې یوې اوونۍ... Читать дальше...
ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش ونه دروي، دوی به یې په اړه نورې پرېکړې وکړي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما د بیان ازادۍ په نقض تورنوي.
یو شمېر سیاسیون او د مدني ټولنې غړي چې تازه له قطر څخه راغلي، وايي چې طالبان ټینګار کوي چې له امریکایانو سره به د سولې خبرې بیا له صفره پیل نه کړي.
جميعت علمای اسلام (ف) ګوند وايي، احتجاج کول يې اييني او جمهوري حق دی او خکومت د هغوی مخه نه شي نیولی.
د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټيم پلویانو نن په فاریاب ولایت کې د رایو د بیا شمیرنې د بهیر مخه ونیوله. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي رئیس محمد بشیر حسام نن آزادۍ راډیو ته وویل ټاکل شوې وه چې دا بهیر سهار مهال پیل شي خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم د پلویانو د اعتراض له کبله وځنډېد: هغه زیاته کړه: "د ثبات او همپالنې ناظران رانغلل، هغوی د تحصن خېمه وهلې او راغونډ شوي، مونږ موضوع له مرکز سره شریکه کړه او هغوی راته وویل چې د تشدد د مخنیوي لپاره دا بهیر بند کړئ." په همدې... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لهخوا د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش د پرېکړې وروسته یو ځل بیا دا بهیر د ځینو ادرسونو لهخوا تحریم شوی دی.
په افغان حکومت کې یوه باخبره سرچینه ازادي راډیو ته وايي چې د افغانستان-امریکايي پوهنتون له استادانو سره د حقاني شبکې د درې غړو د تبادلې د نهکېدو لامل په کابل کې موټربم او په لوګر کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان بریدونه وو.
د بلخ ولایت له ګن شمېر ولسوالیو د مصرفي برېښنا میلیونونه افغانۍ د وسله والو طالبانو خزانې ته لوېږي او د بلخ برېښنا ریاست وايي چې دا اداره به د بیا ځل لپاره دغه شمېر پيسې له خلکو ټولې کړي.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته ولاړ شي.
د کندهار مېوند کې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې دغه پوځي عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د میوند ولسوالۍ د جګروم او جرخشک په سيمو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحی علوي ازادي راديو ته وويل په ترسره شوو عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. نوموړي وویل، د دغو پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو ۳۰ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي. علوي په عملياتو کې د افغان ځواکونو د زیان يادونه ونه کړه. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کلیو پراختیا وزارت وزارت وايي، ټاکل شوې چې را روانه اوونۍ په کندهار ولایت کې لاسي توکو او کورنیو محصولاتو ته د بازار موندنې په هدف یو نندارتون جوړ شي. د دغه وزارت ویاند فریدون اژند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د افغانستان له ۷ زونونو نه به په سل غرفو کې بېلا بېل توکي په کې نندارې ته کېښودل شي. ښاغلي اژند زیاتوي، چې په دغه نندارتون کې به تر ډېره ښځینه لاسي توکي نندارې ته وړاندې شي. د کلیو پراختیا وزارت وايي، د راتلونکې میلادي میاشتې په سر کې دېته ورته نندارتون په کابل کې هم جوړیږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ۱۵ ولایتونو کې ۵۸ د اوبو د وړو بندونو د جوړېدو چارې پیل شي. د دغه وزارت ویاندې مژدې بهنود نن ازادي راډیو ته وویل، د دغو بندونو ټول لګښت ۲۲۷ میلیونه افغانۍ کیږي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړیږي. هغې زیاته کړه: "د چیک ډیمونو له جوړېدا هدف له موسمي سیلابونو نه مخنیوی، د اوبو سم مدیریت، د مځکې لاندې اوبو سطحې لوړوالی، کرنیزو او څښاک د اوبو چمتوالی او له ۱۳ زره هکتاره نه زیاته ځمکه تر اوبو لاندې کېږي." د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پام... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپل نننیو ګڼو کې د امریکايي پوهنتون د استادانو او طالب زندانیانو د تبادلې د پروسې د ځنډ د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
په فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان غواړي نن او سبا لاریونونه وکړي. دا لاریونونه د هغه حکومت ضد غورځنګ د رامنځته کېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت ترسره کېږي چې یو کال مخکې په فرانسه کې راپورته شو. د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي. پولیسو همدارنګه ویلي چې د تاوتریخوالي او وارنکارۍ په صورت کې به مداخله وکړي. یوې مخکښې اعتراض کوونکې پریشلا لوډوسکي ویلي د پلازمېنې پاریس په بېلابېلو برخو کې به دا لاریونونه ترسره شي. په فرانسه کې د زیړ... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن، د نوامبر په ۱۷مه ، د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ درېیمه او وروستۍ مسابقه لري. د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په شپږمه پېل شوې. له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو مسابقې ویسټ انډیز ته ور وبایللې. د افغانستان لوبډلې یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې ده. خو په دوهمه شل اوریزه مسابقه کې چې تېره شپه وه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په ۴۱ مڼډو ماته ورکړه. Читать дальше...
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، هغه ۴ څارنوالان چې د شمالي په قره باغ کې وویشتل شول، د بګرام زندان ته روان وو. دا خبره د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي پرون د اسوشیټېډپرس خبري اژانس ته کړې ده. د بګرام په توقیف ځای کې د انس حقاني په شمول د وسله والو طالبانو مهم وګړي بندیان دي. په پرونۍ حمله کې دوه څارنوالان وژل شوي او دوه زخمیان دي. د زخمیانو د وضعیت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. خو د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ټویټ وکړ چې انس حقاني او ملګري يې د بګرام په توقیف ځاي کې... Читать дальше...
د رپوټونو پر اساس، په ایران کې د دګاز د نرخ او تېلو د نرخ د لوړېدو پر ضد په اعتراضي مظاهرو کې یوتن وژل شوی دی. د ایران د سیرجان ولایت والي، پرون د نوامبر په ۱۶مه، ویلي چې د یوه اعتراض کونکي د وژل کېدو شرایط لا نه دی څرګند شوی خو یو شمېر نور وګړي زخمیان شوي دي. تردې وړاندې له ایرانه په رپوټونو کې وویل شول چې د سیرجان په ښار کې یو شمېر اعتراض کونکو د جمعې په ورځ هڅه کوله چې د تېلو یوې سترې زېرمې ته اور ور واچوي خو امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کوله. د ایران له نورو سیمو مشهد، اهواز او شیراز... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.