کندهار کې د لاسي توکو او کورنیو محصولاتو نندارتون جوړیږي
د دغه وزارت ویاند فریدون اژند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د افغانستان له ۷ زونونو نه به په سل غرفو کې بېلا بېل توکي په کې نندارې ته کېښودل شي.
ښاغلي اژند زیاتوي، چې په دغه نندارتون کې به تر ډېره ښځینه لاسي توکي نندارې ته وړاندې شي.
د کلیو پراختیا وزارت وايي، د راتلونکې میلادي میاشتې په سر کې دېته ورته نندارتون په کابل کې هم جوړیږي.
