پر کندز د هاوان د مرمیو د لګېدو په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د هاوان دا مرمۍ د کندز پوهنتون ته نږدې په رئیس اباد نومې سیمه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د د ولایتي دفتر مخې ته ولګېدې.
ښاغلی رحماني وايي، دا هاوانونه طالبانو د چاردرې ولسوالۍ له لوري پر کندز ښار ویشتلي دي.
