ملي امنیت کابل کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو یوه ډله نیولې
د ملي امنیت اداره په کابل کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا ډله د دې ادارې د ځانګړو ځواکونو له خوا د جرمي شبکو د تعقیب او پېژندنې د هڅو په لړ کې د کابل ښار له اوومې ناحیې څخه نیول شوې ده.
په بیان کې راغلي چې د دې ډلې مشر حامد چې په چنګېز مشهور دی او مرستیال یې مطیع الله نومېږي چې په قاري مشهور و.
ملي امنیت وايي چې دې ډلې په کابل کې د اوو کسانو په وژنه او د ۴۲ نورو په ټپي کولو کې لاس درلود.