افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې نن وروستۍ شل اوره لوبه کوي
د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په شپږمه پېل شوې.
له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو مسابقې ویسټ انډیز ته ور وبایللې.
د افغانستان لوبډلې یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې ده.
خو په دوهمه شل اوریزه مسابقه کې چې تېره شپه وه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په ۴۱ مڼډو ماته ورکړه.
د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.
د نوامبر په ۲۷مه د دواړو ټسټ مچ دی.
