چارواکي: کندهار کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحی علوي ازادي راديو ته وويل په ترسره شوو عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
نوموړي وویل، د دغو پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو ۳۰ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
علوي په عملياتو کې د افغان ځواکونو د زیان يادونه ونه کړه.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
