د اسلامي همکاریو سازمان د بیت المقدس په اړه ځينې پرېکړې رد کړې
د اووه پنځوسو هېوادو د مشرانو په غونډه کې چې د سعودي عربستان په مکې مکرمې کې پرون وشوه، همداراز د متحده ایالتو پر دې پرېکړې اعتراض وشو چې د سوریې د جولان لوړې سیمې یې د اسرائیل د خاورې په توګه په رسمیت پېژندلې دي.
د جولان لوړې د نولس سوه اووه شپېتم کال د عربو او اسرائیل د شپږ ورځنۍ جګړې پرمهال اسرائیل لاندې کړې.
د همدې جګړې په ترڅ کې اسرائیل د بیت المقدس ختیځ لوری هم ونیو.
د امریکا د متحده ایالتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او امر یې وکړ چې د امریکا سفارت له تل ابیت څخه بیت المقدس ته انتقال شي.
تر دې پرېکړې وروسته لږ شمېر نورو هېوادو د ګواتیمالا په ګډون ورته اقدام وکړ.
