د جوزا يولسمه نېټه د ماشوم ورځ ده.
په افغانستان کې دا ورځ پهداسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم ډېرى ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ او ښه ژوند نهلري.
پهدې راپور کې د یو شمېر افغان ماشومانو د ژوند تر منځ توپيرونو ته تم شوي يو.
ویډیو او ایډېت: لیمه هادي
د قامي اسمبلۍ له غونډې روستو اپوزیشن ګوندونو خبري کانفرنس کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د میرامشا په پېښه دې د پارلیماني کمېشن جوړولو سره سره د علي وزیر او محسن داوړ پارلېمان ته وړاندې کړل شي.
د کرکټ د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې ویسټ انډیز نن پاکستان ته ماته ورکړه.
د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو اوټ شول او ویسټ انډیز په پنځلسم اوورو کې دا هدف پوره کړ.
د دې لوبې غوره لوبغاړی اوشن توماس و چې د پاکستان پر وړاندې یې څلور ویکټې واخیستې.
هغه وویل چې په نړیوال جام کې به همداسې ښې لوبې وکړي:"دا زما لپاره ډېر یو ښه پیل دی. موږ خپل پلان ډېر ښه تطبیق کړ. زه له خپل بالنګه خوند اخلم څو د ویسټ اندیز لپاره لوبې وګټم."
د ویسټ انډیز لوبغاړي کریس ګیل ان په دې کم هدف کې هم خپله پنځوسیزه پوره کړه. Читать дальше...
په دې دولسم نړيوال کرکټ جام کې دفاعي اتل اسټراليا، افغانستان، بنګلادېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، پاکستان، جنوبي افریقا، سريلنکا او وېسټ انډيز برخه اخلي.
د پاکستان پرلهپسې ماتې، نړیوال جامیې هم په ماتې پیل کړ.
نننۍ لوبه لکه د شل اوریزو سیالیو په همدمره موده کې راونغاړل شوه او د بریتانیا د ناټنګم په ټرینټ برج لوبغالي کې ناست نندارچیان یې پر وخت وزګار کړل.
په کابل کې نن په ځانمرګي برید کې څلور کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول. د سعودي پاچا پر تهران تور پوري کړ چې نړيوالو او سیمېزو تروريستانو ته خوندي ځایونه ورکوي او نړيوالې اوبه له تهدید سره مخامخ کوي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپيو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.
هغې دا خبره نن په برلین کې له پامپیو سره تر لیدنې مخکې وکړه: "موږ به د افغانستان په اړه خبرې وکړو هغه ځای چې موږ «امریکا او جرمني» پهکې د پام وړ شمېر سرتیري لرو."
جرمني د امریکا تر څنګ د افغان ځواکونو په خاصه توګه د پولیسو په روزنه کې همکاري کړې ده.
اوس وخت امریکا په افغانستان کې څه باندې ۱۴ زره سرتیري لري.
د جرمني دولتي رسنیو ویلي چې ۱۳۰۰ جرمني سرتیري د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده لري.
د کرکټ د نړیوال جام په دویمه لوبه کې نن ویست اندیز د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو اوټ کړل.
د ویسټ انډیز او پاکستان لوبه د انګلستان په ناتګهم ښار کې روانه ده.
پاکستان لومړی بیټینګ وکړ.
د ویسټ انډیز لوبغاړو اوس د هدف د پوره کولو لپاره لوبه پيل کړې ده.
د ویسټ انډیز بالر اوشان ټوماس څلور، لوبډلمشر جېسن هولډر درې ویکټې، اندرې راسل دوه ویکټې او شیلډن کټرول یوه ویکټه واخېسته.
پاکستان داسې وخت د نړیوال جام په رسمي خپل لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل چې تمریني لوبه کې یې هم د افغانستان په وړاندې ماته خوړلې ده. Читать дальше...
په شمالي وزیر ستان کې د پښتون تحفظ موومنټ د قامي اسمبلۍ د غړیو نیول کېدو پرضد د هېواد د نور برخو غوندې په بلوچستان کې هم داحتجاجي مظاهرې وشوې.
د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک مرکزي اسیا ته په سفر کې د قزاقستان له جمهور رئیس قاسم جورمات تکایف سره خبرې کړي.
د قزاقستان د جمهوري ریاست وېبپاڼې د ولسمشر تکایف په حواله لیکلي چې قزاقستان به له اروپايي ټولنې سره خپله جامع او رغنده همکارۍ ته دوام ورکړي.
د اروپايي شورا رئیس قزاقستان نه یوازې په سیمه بلکې نړۍ کې یو مهم او با ثباته شریک یاد کړی دی.
له قزاقستان مخکې د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک تاجکستان ته تللی و او هلته یې له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل.
دی به وروسته ازبکستان ته هم ولاړ شي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په نننۍ موټر بم حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پهدغه پېښه کې څلور تنه ملکیان وژل شوي.
د پېښې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.
پهدې اړه نور جزئیات د لېمې هادي پهدې ویډیويي راپور کې:
یو پولیس چارواکي مشال ریډیو ته وویل، د سېمې په مسافرخانو کې د بدفعلۍ پېښې هم د دې وائرس د خوریدو یو لامل دی.د وائرس د خوریدو وروسته پولیسو په سیمه کې مساپرخانې بندې کړي دي
د راپورونو له مخې د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون خپل ځانګړی استازی او د بهرنيو چارو وزارت هغه چارواکي اعدام کړي چې د ده او امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د فبرورۍ مياشتې په خبرو کې يې رول درلود.
دا خبر د جنوبي کوريا ورځپاڼې چوسن ایلبو خپور کړی دی.
د کېم جونګ اون خاص استازی کیم یونګ چال چې ویل کېږي په اعدام شویو کې شامل دی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپيو سره هم کتلي و.
هغه د شمالي کوریا د اټمي لانجې د مرکچي پلاوي مشر و.
دی او درې نور کسان په مارچ میاشت کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور په میریم هوايي ډګر کې اعدام شوي. Читать дальше...
د افغانستان امریکایي پوهنتون پهدغه پوهنتون کې د میلیونونو ډالرو د ورکېدو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړی دی.
دغه پوهنتون نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې نیویارک ټایمز د مې په دېرشمه د دوی په اړه غلط راپور خپور کړی د دوی تېر ایستونکی تصویر خلکو ته وړاندې کړی.
د افغانستان امریکايي پوهنتون زیاته کړې چې دوی د امریکا حکومت ته وخت په وخت د خپلو حسابونو راپور وړاندې کوي.
نیویارک ټایمز د مې په دېرشمه په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې ۶۳ میلیونه ډالره ورک دي.
د... Читать дальше...
د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ باندې وسلهوالو طالبانو تېره شپه ډله ییز برید کړی او افغان سرتېرو یې ته مرګژوبله اړولې ده.
د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډیو ته تأیید کړه چې طالبانو د یوه هاموې ټانک په واسطه په چهارچینو ولسوالۍ برید کړی.
دی وايي، د افغان سرتیرو د مرګژوبلې دقیق ارقام نهلري، خو ادعا کوي چې ۳۲ طالبان وژل شوي.
اخوا د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم ازادي راډیو ته وویل چې د چهارچینو پر امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو په مرکز د طالبانو په ډلهییز... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په نننۍ موټر بم حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دې ولایت د چهارچینو ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو کمپ وسلهوالو طالبانو په بمونو...
د سعودي عربستان پاچا په مکه کې د عربي هېوادونو د مشرانو په نننۍ سرمشریزه کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د نورو هېوادو په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنو د مخنيوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
سعودي پاچا سلمان په مکه ښار کې د عربي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزې پرانیستغونډې ته په وینا کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د نورو هېوادونو په چارو کې د ایراني رژیم د مداخلې مخنیوي لپاره ټولې لارې چارې وکاروي.
په کابل کې یوه موټر بم برید څلور کسان وژلي او اووه تنه نور ټپيان کړي دي.
امریکايي ځواکونو تأیید کړې چې په ټپیانو کې د دوی څلور سرتیري هم شامل دي.
په کابل کې د امریکايي ځواکونو د مطبوعاتو مسؤل باب پرتیمن ویلي، دا عسکر په هغه موټر بم برید کې برسېرن ټپیان شوي چې په کابل کې یې نن د دوی د موټرو یو کاروان هدف وګرځاوه.
د دغه برید مسؤلیت وسلهالو طالبانو منلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په یکهتوت سیمه کې موټر برید څلور افغان ملکیان وژلي او دری نور ملکیان یې ټپيان کړي دي.
... Читать дальше...
د اسلامي همکاریو د سازمان ۱۴مه سرمشریزه نن د سعودي عربستان په مکه ښار کې پيل شوې ده.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني هم پهدې سرمشریزه کې د ګډون لپاره پرون سعودي ته رسېدلی دی.
تمه ده چې دی نن د ورځې په اوږدو کې هلته وینا وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان تېر وخت د افغانستان پر مسایلو هر اړخېز بحثونه او پرېکړې کړې دي.
د ۱۳۹۷ کال په سرطان میاشت کې دغه سازمان د سعودي عربستان په جده ښار کې د دیني عالمانو یوه غونډه ور بللې وه.
پهدې غونډه کې د نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جنګ ناروا وباله.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د طالبانو له لوري په اختر کې د اوربند هرکلی کوي، خو طالبان وايي چې د اوربند په اړه یې پرېکړه نهده کړې.
حامدکرزي نن په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې ده د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی او دا اقدام ستايلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې خبر نهدي کرزي په کوم اساس دا خبره کړې ده.
مجاهد ویلي چې دوی د اوربند په اړه کومه پرېکړه نهده کړې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او یوه ډله نورو افغان سیاستوالو... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له تنباکو نه اکثره، د سګرت، چلم اوقلیون په ذریعه استفاده کیږي.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوال جام لوبو کې نن پاکستان او ویسټ انډیز سیالي کوي.
د دوی لوبه د انګلستان په ناتینګهم ښار کې په ځايي وخت په لس نیمو بجو پیلیږي.
پاکستان په تمریني لوبه کې له افغانستانه ماته خوړلې او ویسټ انډیز بیا په خپله تمریني لوبه کې نیوزیلنډ مات کړی دی.
تېره ورځ هم کوربه انګلستان د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په پیل لوبه کې جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.
سبا به د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اسټرالیا د کرکټ له ملي ټيم سره لوبه وکړي.
د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې دا د افغانستان دوهم حضور دی. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net