په افغانستان او سیمه کې داعش ته اندیښنې زیاتې شوې دي، د تهران او واشنګتن کړکیچ ته ملګري متلونه اندیښمن دي. د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې د اندونیزیا د انتخاباتو له نتیجې خبروو چې یو لوری یې نه مني او د ایفل دنګ برج ته د یوه کس د ختلو ننداره هم درباندې کوو
په بیلجیم کې د ږیرو او بریتونو مقابله وشوه چې پکې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ګډون وکړ. دا نړیواله مقابله په انتورپ ښار کې له ۲۰ کلونو راهیسې هر دوه کاله پس کېږي. د رویټرز ویډيو منور شاه پښتو کړې
د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کړی چې پر ماشومانو د جنسي تېريو د مخنيوي لپاره دې میندو-پلرونو او استادانو ته روزنه ورکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پر سر شخړه لا هم حل شوې نه ده.
د دغه هېواد د ولسي جرګې د ریاست پر سر د رامنځته شوې شخړې د حل لپاره ټاکل شوی پلاوی سبا خپله طرحه اعلانوي.
ویډیو او اېډیت: لېمه هادي
د خیبر قبایلي ضلعې په باړه تحصیل کې د څه نا څه کلنې ناکراریو او بدامنیو پس ولس عادي ژوند ته پر راګرځېدو دی. دې سیمې ته دوه کاله وړاندې د بې کوره کړل شویو خلکو ستنېدل پیل کړي چې له کبله یې د باړې لوی بازار هم تر یو څه ځایه بیا اباد شوی دی. د فرهاد شینواري ویډيو
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې د ریاست پر سر د رامنځته شوې شخړې د حل په هدف ټاکل شوي پلاوي خپل کار پیل کړی او د چهارشنبې په ورځ به خپله طرحه د جرګې له غړو سره شریکه کړي.
د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونه د افغانستان په خاوره کې د القاعدې د جنګیالیو او داعش شتون تأییدوي او داعش ډله یوه ډېر خطرناک سازمان یادوي.
د روسیې د فدرالي امنیت د ادارې مشر ویلي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې ۵۰۰۰ وسله وال چې له داعش سره تړاو لري، فعال دي.
الکساندر بورتینکوف د افغانستان د شمالي پولو پر امتداد د داعش د وسله والو د فعالیت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
بورتینکوف نن د مې په یوویشتمه په تاجکستان کې دا خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې د داعش نږدې ۵۰۰۰ زره وسله وال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو سره ګډه پوله لري، فعالیت کوي.
د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د روسیې دې لوړ رتبه امنیتي چارواکي ویلي... Читать дальше...
د مومندو په ګڼو سیمو کې خوباڼۍ او الوکاټ بر ته رسېدلي او باغوانان یې په شوکولو بوخت دي. د مشال راډیو همکار شاهنواز یې ویډيو راپور کښلی.
ملګري ملتونه وايي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د رامنځته شوي وضعیت په اړه اندېښنه لري او له دواړو هېوادونو...
لوی شمېر يې خپل کوچنيان له ځان سره دولتي وړکتونونو ته بيايي خو پر دولتي ودانیو د بریدونو له زياتېدو سره...
راستانه شوي کډوال وایي، که له پاکستاني ښوونځيو څخه د زده کړو تصدیق هم ولري، هغه ارزیابي کېږي، خو بهتره دا ...
د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له بل هر وخت زیات د افغانستان د سولې امکان ډېر دی.
د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د مومندو د ېوې لس کلنې ماشومې فرشتې مړی د دوشنبه/ګل په ورځ تر موندلو پس نن د سېشنبه/نهې خاورو ته وسپارل شو. ګمان کېږي چې هغه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
د مشال راډیو همکار پرې ویډيو راپور کښلی
د برښنا د پوروړو، سارقینو او سرغړونکو د عدلي او قضايي تعقیب لپاره د لویې څارنوالۍ او برښنا شرکت له لوري کډه کمېټه جوړېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د تورنو په اړه له خپرو شویو پنځو لېستونو...
د نوي زیلاند پولیسو د هغه هېواد په کرایستچرچ سیمه کې پر جوماتونو د حملې مسؤل رسماً، په ترورېزم تورن کړ.
په کرایستچرچ کې حملې، د مارچ میاشتې په ۱۵مه وشوې.
حملې یوه سپین پوستي استرالیايي وګړي چې برنتن تارنت نومېږي کړې وې.
هغه په ۵۱ مواردو کې په قتل او په ۳۹ مواردو کې د قتل په هڅه تورن دی.
د نوي زیلاند پولیسو نن د مې په ۲۱مه، په یوه بیان کې وویل چې پر هغه د عمري قید حکم کېدلای شي.
برنتن تارنت ۲۸ کلن دی او په ترورېستي عمل کې په دخالت تورن شوی دی.
هغه به د جون په میاشت کې محکمې ته ودرول شي.
په روسیه کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون د یوه مشر الکسي ناوالني همکار ویلي چې هغه نیول شوی دی.
لیوند ولکوف نن د مې په ۲۱مه دا خبر ټویټ کړی دی.
هغه ویلي چې د مسکو پولیسو بېربطه پوښتنې ورڅخه کړي او نیولی یې دی.
ولکوف ویلي چې پر هغه په مکرر ډول د لاریونونو د قانون د ماتولو تور لګېدلی دی.
په مسکو کې تېر کال په سپټمبر میاشت کې د حکومت د پرېکړې پر ضد چې د تقاعد قانوني عمر یې لوړ کړ، لاریونونه وشول.
پر ولکوف تور لګېدلی چې هغه وختیې عامه نظم ګډوډ کړی او د مظاهرو قانونیې تر پښو لاندې کړی دی.... Читать дальше...
په زياتره اسلامي هېوادونو کې مسلمانان د اذان يا د جمات د لاوډسپیکرونو له لارې روژه ماتوي خو اردن د توپ د ډز په غږ د روژې ماتولو خپل پخوانی دود بېرته راژوندی کړی دی.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګوال اندېښمن کړي.
سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ستونزه د دې لامل شوې چې پانګوال په پانګونه کې ټکني شي.
ده زیاته کړه:
"دوه ورځې وړاندې د یو صراف ځوان زوی اختطاف او بیا ووژل شو، تېره شپه یې یو بل هم وژلی، له بده مرغه ناوړه خبرونه زیات لرو."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره، تېر کال په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د تښتونو او وژونو کچه لوړه وه.
ښاغلي خطیبي... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلې کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام په پیل کې په ننګرهار کې د اوبو څلور کانالونه، د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوه شبکه او په جوزجان کې د اوبو رسونې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
ده وویل:
"د هېواد په کچه شبکې او کانالونه جوړېږي چې شل فیصده به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي، حاصلات به ورسره ۲۵ فیصده لوړ شي او له دې سره به کاري فرصتونه هم... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اوکراین کې د ژبې اړوند نوي قانون د تصویب په اړه د یوې غونډې د جوړېدو لپاره د روسیې غوښتنه رد کړه.
د دې غونډې د جوړېدو لپاره د امنیت شورا د ټولو ۱۵ غړو له ډلې د نهو موافقه په کار وه، خو مسکو یوازې د ۴ هېوادونو موافقه ترلاسه کړه.
متحد ایالاتو او د امنیت شورا پنځو نورو غړو- فرانسې، جرمني، برتانیا، بلجیم او پولنډ د روسیې وړاندیز ته مخالفې او اندونیزیا، ساحل عاج، کویټ او پیرو ممتنع رایې ورکړې.
د هغه قانون په اساس چې د اوکراین پارلمان په اپریل میاشت کې تصوب کړ په اوکرایني... Читать дальше...
جوکو ویدودو «Joko Widodo» نن یو ځل بیا د اندونیزیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو.
د اندونیزیا د انتخاباتو کمېسیون اعلان وکړ چې ښاغلی ویدودو په سلو کې د ۵۵،۵ رایو په ګټلو سره د دې انتخاباتو ګټونکی دی.
په اندونیزیا کې چې د ټول نفوس شمېر یې ۲۶۰ میلیونه ته رسېږي او د نړۍ تر ټولو زیات مسلمان وګړي لري د ولسمشرۍ انتخابات د اپریل په ۱۷مه ترسره شول او تمه کېده چې نتایج یې د اپریل په ۲۱مه اعلان شي، خو د نتایجو پر وړاندې د اعتراضونو او احتمالي نارامۍ د اندېښنو له وجې تر دې دمه وځنډول شول.
د ویدودو اصلي... Читать дальше...
تمه ده چې د ولسي جرګې د رئیس د انتخاب پر سر د اختلاف د حل مؤظف پلاوی نن د خپلو څېړونو نتایج اعلان کړي.
په ولسي جرګه کې په تېرو درېیو ورځو کې اختلافونه وروسته له هغه اوج ته ورسېدل چې د رأیو اخېستو له یوې لانجمنې پروسې وروسته میر رحمان رحماني د رئیس په توګه معرفي شو او سیال کاندید کمال ناصر اصولي یې مخالفت وکړ.
مؤظف پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې د ولسي جرګې ارشیف او د رئیس د انتخاب لپاره د رایو بهیر وګوري او له ارزونې وروسته پهدې اړه پریکړه وکړي.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګواښ او د ولسي جرګې د رئیس پر سر د راولاړې شوې ستونزې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net