د پاکستان سيند صوبې په نوتو ډېرو ښار کې د حکومت په ادعا د يوه ډاکټر له خوا په اېچ ای وې وايرس لړلې ستنو کارولو له کبله دغه وايرس په سلګونو خلکو کې خور شوی دی. په دې کې د يوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي.
د پاکستان د ساينس او ټېکنالوژۍ وزير د مياشتې ليدو د وېبسايټ او قمري کلېنډر رسمي پرانسته کړېده چې په وينا يې سږکال به وړوکی اختر د جون پر پنځمه نېټه وي.
د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو په شمالي وزيرستان کې له ادعا سره سم د امنيتي ځواکونو له خوا پر مظاهرچيانو د ډزو غندنه کړې او د پېښې د پلټنې غوښتنه يې کړې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشال وايي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې هېواد جدي دی او په دې لړ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یې هیله داده چې له زړه نه همکاري وکړي. نوموړي دغه څرګندونې د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د روژه ماتې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې، نور تفصیل په دې راپور کې.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د احمدزي ادعا په شخصي...
په غزني کې افغان سېکهـ سوربیر سېنګهـ د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته خرما وېشي.
دی وايي دا کار د مذهبي ازادۍ، مینې او یووالي د ثواب د ترلاسه کولو لپاره کوي.
وېډیو: حبیبالرحمن تأثیر
اېډېټ: ذکریا صفري
د چین مرستیال ولسمشر وانګ چی شان د مې پر ۲۶مه په درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته ورسېد. نوموړي ته پر هوايي ډګر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي هرکلی وویل.
د کندهار چارواکي وايي، د خاکرېز او د کندهار د مرکز ترمنځ غځېدلې لار تر پوځي عملياتو وروسته نن پرانيستل شوه.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند يحيى علوي وايي، د لارې د خلاصولو لپاره د هوايي ځواک په مرسته عمليات شوي.
دی وایي:
"د دښمن ١٥ وسله وال وژل شوي چې د ګلاب او مصطفى په نوم د هغوى دوه قوماندانان هم په کې شامل دي، ٧ تنه نور وسله وال ټپيان شوي، دوه موټرسايکلونه او يوه ثقيله وسله هم له نورو مهمات سره تخريب کړاى شوي دي."
وسله والو طالبانو له دوو مياشتو راهيسې د خاکرېز لار د ټرافيکو پرمخ تړلې وه.
د کندهار امنیتي ځواکونو ۳ داعش جنګیالي او ۲۷ وسلهوال طالبان په دغه ولایت کې نیولي دي.
د کندهار والي وايي، د داعش جنګیالي د پاکستان د پنجاب اصلي اوسېدونکي دي چې په سپین بولدک کې نیول شوي.
نور حال د صادق رښتیني په وېډیويي راپور کې.
اېډېټ: تمیم اخګر
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما ویلي، د طالبانو په بند کې له پاتې شوو افغانانو سره ناسم چلند شوی چې کېدای شي، د تشدد په زمره کې راشي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د يوه ديني عالم د وژل کېدو په اړه د هراړخيزې څېړنې امر وکړ.
مولوي شبير احمد کاموي چې د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې د مشرتابه شورا غړى هم و، نن په کابل کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
ولسمشر غني په هغه اعلاميه کې چې جمهوري رياست خپره کړې، امنيتي ارګانونو ته د دې پېښې د څېړنې او قانون ته د عاملانو د ژر سپارلو سپارښتنه کړې ده.
تر دې مخکې تېره جمعه د کابل په يوه جومات کې بل ديني عالم مولوي سمېع الله ريحان په بمي چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان... Читать дальше...
د عراق چارواکو نن وويل چې هڅه کوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ ولاړ شوى کړکېچ راکم کړي.
دوى دا خبره عراق ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف د رسمي سفر په دوهمه ورځ وکړه.
د عراق د پارلمان رئيس محمد الحلبوسي وويل، بغداد به د امريکا او ايران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
الحلبوسي له ظريف سره په يوه غونډه کې وويل، عراق په سيمه کې د خطرناک وضعيت د مخنيوي لپاره په ټولو سطحو کې هڅه کوي.
بل خوا د عراق د بهرنيو چارو وزير محمد علي الحکيم له خپل ايراني سيال سره په يوه کنفرانس... Читать дальше...
په کابل کې یوې ابتدائیه محمکې د کوچنۍ ماشومې مهسا په قتل تورن کسان په دېرش ـ دېرش کاله بند ...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر، د طالبانو په زندانونو او توقیفخانو کې د بندیانو په شکنجه کولو او له دوی سره د ناوړه چلند په تړاو، د راپورونو په خپرېدو، اندیښنه ښيې.
د افغانستان په یو شمېر ښوونځيو کې نجونې د زیان له وېرې د فولیک اسید ګولۍ نه خوري.
دغه درمل چې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر ښځینه زدهکوونکو وېشل کېږي، یو شمېر نجونې یې ځکه نه خوري چې ګواکې په راتلونکې کې به شنډې شي.
خو د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت دا شایعې ردوي او وایي چې د دغو ټابلیټونو کارول ګټه لري.
ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
د پاکستان د وزیراعظم د مالي چارو سلاکار حفیظ شېخ وايي، حکومت به په راتلونکي بجټ کې ځينې سختې پرېکړې کوي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د روان لمریزکال په لومړیو دوو میاشتو کې د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.
راپورونه وايي، په شمالي وزيرستان کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې د غورځنګ يا «PTM» پر يوه کاروان ډزې شوي دي.
د محسن داوړ او علي وزير په ګډون پهدغه کاروان کې د غورځنګ نور مشران هم شامل وو.
ويل شوي، د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ډزو کې د ځينو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ يوې عالي رتبه مشرې ثنا اعجاز نن په خپل فېسبوک کې وويل:
"علي وزير او محسن داوړ په قافله کې وو چې ورباندې ډزې شوي، په ډزو کې ګڼ شمېر ملګري لګېدلي دي. په کار ده ملګري ځانونه په ميرانشاه او بنو روغتونونو... Читать дальше...
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په زړې منډوي کې صرافانو د خپلو سلګونه دکانونو د تړلو کار پیل کړ.
په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې افغاني صادراتو ته په منځنۍ آسیا او چین کې د بازار ...
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې ولسمشر حسن روحاني پرون د شنبې ماښام په خپلو څرګندونو کې وویل...
د بلوچستان د پرمختیايي ادارې " بي ډي اې" کارکونکي د خپلو نوکریو د پخولو په موخه پر احتجاج او د نه خوړلو په احتساب بوخت دي.
په رومانيا کې خلک نن د واکمن کيڼ اړخي ائتلافي حکومت په يوه وړاندې شوې ټولپوښتنه کې برخه اخلي.
دغه ټولپوښتنه په دغه هېواد کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په اړه رابلل شوې ده.
رومانيا د اروپايي ټولنې له تر ټولو اداري فسادلرونکو هېوادونو کې شمېرل کېږي.
د رأىې پاڼې يوه پوښتنه دا ده چې ايا تاسې د اداري فساد اړوندو قضيو کې پر عفوې د بنديز ملاتړ کوئ؟
د رومانيا ولسمشر کلاوس يوهانيس چې د دغه هېواد ښي اړخى اپوزيسيون يې ملاتړ کوي، دغه ټولپوښتنه رابللې ده.
په فبرورۍ مياشت کې د رومانيا زرګونو وګړو... Читать дальше...
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، اټکل دی چې سږکال به له دغه ولایت نه شل زره ټنه جلغوزي راټول شي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر عالمیار نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېرکال د راټول شویو جلغوزیو اندازه لس زره او پنځه سوه ټنه وه چې ډېری برخه یې بهرنیو هېوادونه ته صادره شوه.
دی وايي:
"هوا ډېره ښه ده، دلته بارانونه زیات دي او په غرونو کې هم د جلغوزیو ونې زیاتې دي، نو اټکل دا دی چې سږ کال به د جلغوزیو اندازه دوه چنده زیاته وي، یعنې په ۱۳۹۸لمریز کال کې به موږ... Читать дальше...
په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د حیرتان بندر له لارې د صادراتو کچه زیاته شوې ده.
د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست مشر شېر احمد سپاهي زاده نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې روسیې، قزاقستان او چین ته سلګونه ټنه تازه مېوه او د تالکو ډبرې صادر شوي دي.
دی وايي:
"زموږ صادرات د حیرتان بندر له لارې ترسره کېږي چې سلګونه ټنه د بلخ او نورو ولایتونو محصولات همدا راز د تالکو ډبرې هم چې له ننګرهار ولایته راځي له همدې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net