افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي جرګې په پای کې وویل چې افغان حکومت د ښه نیت له مخې ۱۷۵ طالب زندانیان ازادوي.
د افغانستان مشورتي لویه جرګه د یو پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.
په دغه جرګه کې د مهمو بحثونو په اړه تمیم اخګر ویډیويي راپور چمتو کړی چې رحمت الله افغان یې اوروي.
په خیبر کې پر یوه غرنۍ څوکه جوړ د تیمورلنګ د یرغلونو مهال دغه زندان په باب ویل کېږي چې له دلته به زندانیان ډېر سخت شکنجه کېدل او له دې پس به یې له پاسه پورېوهل. د مشال راډيو همکار فرهاد شینواري یې ویډيو راپور تیار کړی دی.
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدا کمېسیون رئیس وايي چې د طالبانو یو شمېر کسانو پهدغه جرګه کې ګډون کړی و.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.
د اوکراين نوي ټاکل شوي ولسمشر ويلي، د کيف او مسکو ترمنځ اوسنۍ اړيکې د «ورورولۍ» اړيکې نهشي بلل کېداى.
ولودیمیر زلنسکي ويلي، دواړه هېوادونه له ګډ سرحد هاخوا په خپلو کې لږ مشترکات لري.
زلنسکي پرون په خپل فېسبوک پاڼه کې د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين پر وروستيو څرګندونو عکس العمل ښوولى دى.
ښاغلي پوتين ويلي و چې د روسيې او اوکراين وګړي په خپلو کې ډېر مشترکات لري.
ولسمشر پوتين په وروستيو کې يو فرمان لاسليک کړى چې له مخې يې د اوکراين وګړو ته د روسي تابعيت ورکولو چارې اسانه کېږي.
امريکايي جنرال ټاډ ولټرز د ناټو پوځي تړون د عالي رتبه پوځي چارواکي په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
ولټرز نن په بلجيم کې د ځانګړو مراسمو پر مهال د ناټو په مقر کې د په اروپا کې د ائتلاف د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.
دا هغه څوکۍ ده چې د امريکا پوځي چارواکي ورته ټاکل کېږي.
مراسمو ته په خبرو کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل، دغه ټاډ ولټرز په مهمو ماموريتونو کې برخه اخېستې ده:
"د دې وخت راغلى چې د رهبرۍ واګي جنرال ولټرز ته وسپارل شي. ټاډ چې د هوايي ځواک پيلوټ هم دى، په عراق او افغانستان کې... Читать дальше...
د سولې مشورتي لويې جرګې کمېسيون وايي، په لويه جرګه کې د وسلهوالو طالبانو استازو هم برخه درلودله.
د دغه کمېسيون مشر محمد عمر داودزي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته دا خبره وکړه:
"د هغوى استازي وو. دا چې په څه شکل وو، له کوم ځاى وو او په کومه سطحه وو، هغه به نورو قدمونو ته پرېږدي، کله چې نور ګامونه عملاً اخېستل کېږي. دلته د دوى استازي وو، نه وايم چې د هغوى د شورا په اجازه او د هغوى د شورا په رسمي استازيتوب راغلي وو. خو د صفوفو خلک يې وو."
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي،... Читать дальше...
فېسبوک اعلان کړى چې د امريکا د ګڼو ښي اړخو افراطي سياستوالو حسابونه يې بند کړي دي.
پر فېسبوک فشار دى چې په دې ټولنيزه رسنۍ کې د کرکې او تعصب په وړاندې جدي اقدامات وکړي.
فېسبوک پرون وويل، د دغو سياستوالو حسابونه پر «خطرناکو اشخاصو» د دوى له بنديزه د سرغړونې له کبله تړل شوي دي.
په هغو کسانو کې چې حسابونه يې تړل شوي يو هم الکس جونس «Alex Jones» او د هغه وېبسايټ دى چې زيات وخت د توطئې تيوريګانې خپروي.
فېسبوک ويلي چې د پاول نيهلين «Paul Nehlen» په نوم کس هم شامل دى چې د سپين پوستو د برترۍ لپاره... Читать дальше...
د راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې مطالبو راښکلې کړې ده:
د پاکستان سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف دضمانت غځولو درخواست رد کړ. نوموړی د مارچ پر شپږويشتمه نېټه سپريم کورټ د شپږو اونیو لپاره په ضمانت خوشې کړی وو چې د مې پر اوومه نېټه یې موده پوره کېږي.
په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه د ٢٣ مادو پرېکړه ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د ۲۳ مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.
په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر سوداګرو د پاکستان له حکومته غوښتي چې پر یاد بندر دې هم د چمن او تورخم غوندې سوداګرۍ ته اجازت ورکړل شي. عمر درتز وزیر په غلام خان بندر له سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړې دي.
په بلوچستان کې روغتیا چارواکي وايي چې په صوبه کې د اېډز ناروغي ډېره په چټکۍ سره خورېږي چې له کبله یې په اېډز اخته ناروغانو شمېره تر پنځو زرو اوښتې ده.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي په ارزګان ولايت کې په پوځي عملياتو کې ١٣ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دغو عملياتو کې چې د طالبانو د وسلو او مهماتو پر ډيپوګانو شوې، د ٥٠٠ کيلوګرامه منفجره موادو تر څنګ په زياته پيمانه وسلې او مهمات کشف شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه څلور ډيپلوګانې چې تر ځمکې لاندې جوړې شوې وې، تخريب کړاى شوي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې وسلهوال طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.
زلمي خليلزاد تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د خبرو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دى.
ښاغلي خليلزاد ليکلي چې د طالبانو له استازو سره د کتنې په پيل کې طالبانو ته ويلي چې افغانان د دوى خويندې او وروڼه دي او غواړي چې په هېواد کې يې جګړه پاى ته ورسېږي.
خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي نن د جګړې درولو لپاره د زلمي خليلزاد غوښتنه رد کړې ده. Читать дальше...
ترکيه وايي وروسته له هغې چې امريکا د ايران د تېلو پر واردوونکو له بنديزونو د معافيت تمديد پاى ته ورساوه، انقره ممکن ونه شي کړاى شي سم د لاسه د تېلو د واردولو بديل پيدا کړي.
ترکيې په وار- وار له واشنګټن څخه غوښتنه کړې، پر دې موضوع غور وکړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو پرون په انقره کې رسنيو ته وويل:
"داسې ښکاري چې موږ ته ممکنه نهوي چې د تېلو واردولو لپاره پهداسې لنډې خبرتيا سرچينې ومومو. د هغو اومه تېلو لپاره چې له ګڼو هېوادونو واردېږي، زموږ د تصفيې ټکنالوژي اړخ نه لګوي."... Читать дальше...
د ملي اردو چارواکي وايي، په کندهار، زابل او ارزګان کې د دولت ۳۸ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ٢٠٥ قول اردو وياند يحيى علوي وايي، په دغو عملياتو کې ١١ نور وسلهوال ټپيان شوي هم دي:
"د کندهار د خاکرېز او ميوند ولسواليو په مربوطاتو کې ٦ تنه تروريستان وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي. د ارزګان د چورې ولسوالۍ او مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې ٢٤ تنه تروريستان وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان شوي دي."
ښاغلي علوي وويل، ٨ تنه نور وسلهوال په زابل کې وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي. Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالاتونو د کانګرس د استازو جرګې چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، يوه لايحه تصويب کړه چې د پاريس د اقليمي بدلون له تړونه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وتلو مخه ونيسي.
خو داسې نه ښکاري چې دغه لايحه دې د مشرانو جرګې له خوا چې جمهوريت غوښتونکي په کې اکثريت دي، تصويب شي.
استازو جرګې پرون د اقليمي بدلون دغې لايحې ته ٢٣١ موافقې او ١٩٠ مخالفې رايې ورکړې.
د لايحې په تصويب کې درېيو جمهوريت غوښتونکو هم له ډموکراتانو سره ملګرتيا وکړه.
لايحه له ولسمشر ټرمپه غواړي چې د پاريس اقليمي بدلون ته ژمن پاتې شي. Читать дальше...
ترکیه وايي، وروسته له دې چې امریکا د ځینو هېوادونو لپاره د ایران د تیلو پر واردوونکو د بندیز استثنا لېرې کړه، سمدستي نه شي کولای د اړتیا وړ تېلو لپاره متبادله لاره ومومي.
په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د يوه پرېکړهليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
په پرېکړهليک کې له وسلهوالو طالبانو غوښتنه شوې چې جګړه پاى ته ورسوي او روغه جوړه وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، حکومت د روژې په مناسبت په لسګونو طالبان له زندانونو ازادوي:
"زه نن جرګې او د روژې مبارکې مياشتې ته په درناوي، د ښه نيت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دوستانه حرکت په توګه غواړم ١٧٥ طالبان چې له کلونو راهيسې بنديان دي، له زندانونو خوشې کړم."
... Читать дальше...
د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې خپل ۲۳ مادهییز پریکړهلیک افغان حکومت ته وسپاره.
پهدغه پریکړهلیک کې له افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو غوښتل شوي وو چې د روژې مبارکې په مناسبت دې بیړنۍ او دایمي اوربند وکړي.
افغان ولسمشر د جرګې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې پریکړهلیک به عملي کوي او د ښه نیت لپاره یې ۱۷۵ طالبان چې له ډېره وخت راهیسې زندانیانو د ازادېدو اعلان وکړ.
نوموړي دا هم وویل چې اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو. Читать дальше...
په مقاله کې د سولې د خبرو جزئیات راغلي او د افغان چارواکو په حواله لیکل شوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې له خبرو په لېرې پاتې کېدو ناراحته دی.
هغه افغان ټبری سړی چې د نیویارک د مټرو سیسټم کې یې بم ایښی و، خو وروسته یې خپل لوری بدل کړ او امریکايي چارواکو ته یې مهم معلومات ورکړل، په لس کاله بند محکوم شوی دی.
۳۳ کلن نجیب الله ځاځی چې په افغانستان کې زیږیدلی او بیا یې د امریکا تابیعت اخېستی و، پرون د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ سره په تړلو تورونو د محاکمې پر مهال له عمري بند له سزا سره مخ و، خو څارنوالانو د امریکا د سیمهییزې محکمې له قاضي رایمونډ ډیري وغوښتل څو ځاځي ته دې پهدې خاطر امتیاز ورکړي چې نوموړي په ۲۰۱۰ میلادي کال فبرورۍ کې د خپل جرم... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي چې د سمنګان ولایت په روی دوآب ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نژدې ۳۰ طالبان مړه او اسیران شوي دي.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې پهدې اړه نور جزئیات ورکړل:
"ګډو ځواکونو په روی دوآب ولسوالۍ کې د دېره طالبانو پرضد عملیات وکړل. شاوخوا شپږ کلي له طالبانو تصفیه شول، اتلس وسلهوال یې مړه او ۱۱ کسان یې اسیران شول. دا عملیات اوس مهال پای ته رسېدلي."
د عزیزي په وینا پهدې عملیاتو کې چې د چهارشنبې په ماښام پیل شوي وو، یوه اندازه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net