Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 22.05.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر وايي: په دې وروستیو ورځو کې يې هدف د ايران د هر ډول اقدام مخنیوی وو. د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د هغې لس کلنې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې لاریونونه دوام لري چې د پولیسو په وینا ورباندي جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې وه.

هغه رایه چې د ولسی جرګې برخلیک ټاکي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د ولسي جرګې د اوولسمې دورې غړي دهغې رایې په اړه چې پخوا باطله اعلان شوې پرېکړه وکړي او د دغې جرګې رییس انتخاب کړي. نور حال په دې راپور کې.



سجادي: د ولسي جرګې د رامنځته شوې شخړې د حل پرېکړه سباته پاتې شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پرسر د رامنځته شوې شخړې د حل کمېسیون وایي، د دغې جرګې د ریاست د څوکۍ د برخلیک په اړه به سبا ته په عمومي غونډه کې پرېکړه وشي. د ۲۷ کسیز کمېسیون غړي عبدالقیوم سجادي سبا ته د رأیې ورکولو پروسې د میکانیزم په اړه وویل: "وړاندیز دا دی چې د شکمنې یا د شخړې وړ رأیې په اړه د رأیې ورکولو په اړه به سبا زموږ او ستاسې جلسه په ۹ بجو جوړه شي او سره کېنو، د رأیې ورکولو د میکانیزم په اړه به هوکړه وکړو او بیا به رأیه اچونه وشي." د دغه کمېسیون یوه بل غړي غلام حسین ناصري وویل چې... Читать дальше...

په پاکستان کې د یوې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې لاریونونه دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د هغې لس کلنې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې لاریونونه دوام لري چې د پولیسو په وینا، ورباندې جنسي تېری شوی و او بیا وژل شوې وه. اعتراض کوونکي غواړي چې دا قضیه ژر تر ژره حل شي او عاملين دې مجازات شي. د لس کلنې فرشتې ورور فهیم نبي ازادي راډیو ته وویل: "زما خور یې په داسې حالت کې پیدا کړه چې هغه د کتلو نه وه، موږ پښتنو ته انصاف ولې نه راکول کېږي، زما غوښتنه دا ده چې ما ته دې انصاف راکړل شي." د فرشتې مړی د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په چک شهزاد سیمه کې موندل شوی و او د سې شنبې په ماښام خاورو ته وسپارل شو. Читать дальше...

په غزني کې بمي چاودنې ۴ تنه ووژل او ۱۰ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې نن له غرمې وروسته بمي چاودنې څوارلسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د ولایت ویاند محمد عارف نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څلور تنه وژل شوي چې دوه تنه یې ملکیان او دوه تنه دي امنیتي ځواکونه او لس تنه ټپیان دي چې اووه یې ملکي وګړي او درې یې امنیتي سرتېري دي، راوړل شوي دي." بل لور ته بیا د غزني د ملکي روغتون رئیس وايي، د دوی روغتون ته تر اووسه د دوو کسانو مړي او پنځلس ټپیان وروړل شوي دي. ډاکټر باز محمد همت وايي: "وژل شوی دواړه امنیتي سرتېري دي او په ټپیانو کې... Читать дальше...



د کابل ښار د ګڼې ګوڼې لامل څه کېدای شي؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د واټونو د توکو خرڅوونکي ټرافیکي ګنه ګونه رامنځته کړې ده. د ازادی راډیو خبریال شفیع کریمي د کابل ښار د واټونو په اړه ویډيویي راپور چمتو کړی دی. ویډیو: ذکریا صفري اېډېټ: شفیع کریمي

اختر ته مې نوې سندره تیاره کړې: بریالی ولي

Mashaalradio.com 

سندرغاړی بریالی ولي وايي، راتلونکې کوچني اختر ته یې یوه سندره تیاره کړې او پر ځېنو نورو سندرو هم کار کوي. نوموړی وايي نوي سندرغاړي دې معیاري شعر انتخابوي. اسحاق خان ورسره مرکه کړې.

امریکا: اټکل کېږي چې د سوریې حکومت به نوې کیمیاوي حمله کړې وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونه وايي، داسې اټکل کېږي چې د سوریې حکومت به یوه نوي کیمیاوي حمله کړې وي. د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په ادلیب کې د کلورین ګازو په واسطه د یکشنبې ورځې دا حمله څېړي. ادلیب د سوريې د حکومت د مخالفینو وروستۍ اډه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګان اورتاګوس ویلي چې:  " د جمهور رییس بشار اسد حکومت کیمیاوي وسله کاروي او امریکا او متحدین به یې چټک او سم غبرګون ولري." مورګان په روسیې باندې هم د هغه څه لپاره چې ده د سوریې د رژیم... Читать дальше...

پنجشیر کې پر بې ځایه شویو او سیلاب‌ځپلو مرستې ویشل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پنجشیر ولایت کې پر ۱۶۷ بې ځایه شویو او سیلاب‌ځپلو کورنیو خوراکي مواد او پیسې ویشل شوي. د پنجشیر د والي ویاند عبدالودود علي مردان نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بدخشان له کران او منجان ولسوالۍ سل کورنۍ د طالبانو د بریدونو له ویرې د پنجشیر پریان ولسوالۍ ته کډه شوي او په خیمو کې اوسي. د ده په خبره پر دغو بې ځایه شویو کورنیو خوارکي مواد ویشل شوي.  مردان همدا راز وویل چې په خپله پنجشیر کې هم د وروستیو سیلابونو له امله ۶۷ کورنۍ زیانمنې شوې او له هرې یوې سره ۱۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د غزني ځیني پولیس: له څو میاشتو راهیسې مو معاشونه نه دي اخیستي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې ځیني امنیتي سرتېري وایي چې کورنۍ یې وږې او ناداره دي. دوی ازادي راډيو ته وویل، که څه هم چې د وطن د دفاع په خاطر جنګېږي، خو بیا یې هم له تیرو څو میاشتو خپل معاشونه نه دي اخیستي او یا یې هم معاشونه یو مخ ورک دي. اخوا د غزني نظامي چارواکي بیا وايي چې په دغه ولایت کې د ټولو سرتېرو معاشونه اجرا شوي دي. د غزني امنیه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه ولایت کې ټولو پولیسو ته له بایومټریک کېدو وروسته معاشونه ورکول شوي دي." دا په داسې حال کې ده چې د... Читать дальше...

خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو لیدنو په اړه معلومات ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به نن د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د افغان سولې د ټينګښت په هدف د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړي. د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د دوی نننۍ ناسته به سري یا د تړلو دروازو تر شا وي. ښاغلي خلیل‌زاد په شاوخوا اووه میاشتو کې شپږ واره له طالبانو سره د قطر په پلازمینه دوحه کې کتلي دي. تمه ده چې ښاغل خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو دغو لیدنو په اړه معلومات ورکړي. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان خاورې... Читать дальше...

د کرکټ افغان ملي لوبډله انګلستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ وایي، نن به د کرکټ افغان ملي لوبډله د انګلستان هېواد ته ولاړه شي. د دغه بورډ ویاند فرید هوتک نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ملي لوبډله به انګلستان کې د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتوالي تمریناتي لومړی لوبه د مې په ۲۴مه نېټه له پاکستان ملي لوبډلې سره وکړي. دی وايي: "نن به افغان کرکټ ملي لوبډله له اېرلنډ څخه د انګلستان په لور روانه شي او هلته به افغان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي." ښاغلی هوتک وایي، همدا شان به د مې په ۲۷مه نېټه افغانستان له انګلستان سره کرکټ تمریناتي لوبه ولري. Читать дальше...

د افغان تکواندو ملي لوبډله به د هند په سیالیو کې ګډون وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي، د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه به افغان تکواندو ملي لوبډله د هند په سیالیو کې ګډون وکړي. د دغه فدراسیون مشر بشر تره‌کې نن ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ګڼ شمېر نورو هېوادونو لوبډلې هم ګډون ولري. «د انډین اوپېن» "لوبو کې به د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله په بېلابېلو کټګوریو کې ګډون وکړي او زیات هېواودنه هڅه کوي چې د دغو لوبو غړیتوب ولري." د ښاغلي تره‌کي په خبره، دا سیالۍ د ۲۰۲۰د توکیو د المپیک سیالیو لپاره ترسره کېږي چې هر لوبغاړي... Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




فرشته خاورو ته وسپارل شوه

Mashaalradio.com 

د فرشتې مړی یې بېګا ماسخوتن د احتجاج ختمولو پس په دې ډاډګېرنه خاورو ته وسپارل شو چې حکومتي استازیو یې غوښتنې ومنلې.

د ارزګان ویجاړ ښوونځي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو شمېر ښوونځیو زده‌کونکو ازادي راډيو ته وویل چې درې کاله کېږي چې ښوونځیو ته نه‌دي تللي.

نړیوال بانک او د مالي تامین اداره په افغانستان کې دفترونه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک او د مالي تامین نړیواله اداره په افغانستان کې نوي دفترونه جوړوي. ارګ ماڼۍ نن په یوه بیان کې ویلي چې نن له غرمې مخکې د نړیوال بانک مرستیال هارتوګ شفر او د مالي تامین نړیوالې ادارې مرستیالې نینا سټویلجویک له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتلي او په دې اړه یې بحث ورسره کړی. د بیان له مخې دغو چارواکو همداراز له افغانستان سره د موثر ملاتړ لپاره په خپلو پروګرامونو هم خبرې کړي. د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني له یادو چارواکو سره په لیدنه کې ویلی چې د نړیوال بانک او د مالي تامین د نړیوالې ادارې... Читать дальше...

جرمني نن ۲۶ افغان پناه غوښتونکي کابل ته را ولېږل

Pa.azadiradio.com 

جرمني نن ۲۶ افغان پناه غوښتونکي کابل ته را استول. د جرمني ډي پي ای خبري اژانس وايي چې په جرمني کې د دغو افغانانو د پناه اخیستلو غوښتنه رد شوې وه. د ۲۰۱۶ کال له ډېسمبر دا شپاړسم وار دی چې افغان پناه غوښتونکي په ډله ییزه توګه بېرته افغانستان ته رالېږل کېږي. تر اوسه پورې ۵۶۵ نارینه افغان پناه غوښتونکي له جرمني را ایستل شوي دي. منتقدین وايي چې پناه غوښتونکي باید ونه ایستل شي، ځکه د هغوی له نظره افغانستان خوندي نه دی. د ملګرو ملتونو د تازه راپور په اساس د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ ۵۸۱ افغان ملکیان وژل شوي دي.

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net