نړیوال بانک او د مالي تامین اداره په افغانستان کې دفترونه جوړوي
ارګ ماڼۍ نن په یوه بیان کې ویلي چې نن له غرمې مخکې د نړیوال بانک مرستیال هارتوګ شفر او د مالي تامین نړیوالې ادارې مرستیالې نینا سټویلجویک له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتلي او په دې اړه یې بحث ورسره کړی.
د بیان له مخې دغو چارواکو همداراز له افغانستان سره د موثر ملاتړ لپاره په خپلو پروګرامونو هم خبرې کړي.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني له یادو چارواکو سره په لیدنه کې ویلی چې د نړیوال بانک او د مالي تامین د نړیوالې ادارې د نویو دفترونو جوړېدل له افغانستان سره ژور او اوږدمهال تعهد ښيي.
