Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 29.05.2019

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د افغان سياستوالو او د طالبانو د استازو تر منځ د غونډې په دوهمه ورځ د افغان حکومت د استازي او افغانستان د سولې عالي شورا ریس ګډون نه وو کړی. د خبريالانو د خونديتوب کميټې له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې نيول شوی خبريال ګوهر وزير راخوشی کړي.

افغان ځواکونه ورځ تر بلې لاسبري کېږي: سادات

Mashaalradio.com 

افغان او نړیوال ځواکونه د کندهار په شمال پلو کې نوي پوځي تاسيسات جوړوي. دا هغه سيمې دي، چې د کندهار-روزګان لويه لار ورڅخه تېريږي. د يادو سيمو ليدني ته تېره ورځ افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لوی قومندان سکاټ مېلر او کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو استازي ورغلي وو او د افغان ځواکونو عمليات يې ګټور ياد کړي. ویډيو راپور : صادق رښتیني

د پېښور یادګاري فالوده

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د پېښور په ياد ګار چوک کې يادګاري قلفه فالوده په دغه ښار کې د فالودې یو د تر ټولو زوړ پلورونکی دی چې تل پرې ګڼه ګوڼه جوړه وي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.



افغانان به پر ټېلېوېژنونو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ ویني

Mashaalradio.com 

د مې پر ۳۰مه، په برتانیا کې د کرکټ نړیوالې اتلولۍ سیالۍ پیلېږي. په افغانستان کې ګڼ ماشومان او ځوانان غواړي چې د کرکټ لوبډلې برخه شي خو په هغه هېواد کې د لوبې لپاره لازمې اسانتیاوې نشته. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.

مېلر: په جنګ کې ښکېل اړخونه دې تاوتریخوالی راکم کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د راکمېدو ملاتړ کوي. بل خوا د وسله‌والو طالبانو استازو روسیې ته د سفر پر مهال د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد پر روانې جګړې ټینګار وکړ. پام وکړئ د صادق رښتیني راپور ته.

روسي او ایراني چارواکو د اټمي موافقې په اړه وغږېدل

Pa.azadiradio.com 

د روسيې او ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالانو د تهران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې او د ایران او امریکا ترمنځ د مخ په زیاتېدونکې لانجې په اړه خبرې وکړې. ایراني رسنیو ویلي دي چې سرګي ریابکوف او عباس عراقچي نن په تهران کې له یو بل سره خبرې کړي دي. ایران د روانې مې میاشت پر اتمه نېټه اعلان وکړ چې د امریکا د فشارونو له امله به دا هېواد د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې ځینې برخې عملي نه کړي. ایران دغه راز اروپايي ټولنې ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې خپل مسؤلیتونه ادا کړي. Читать дальше...

یو شمېر دیني عالمان: افغانستان کې جګړه هېڅ ډول شرعي اړخ نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر دیني عالمانو نن د چهارشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه جومات کې په یوې غونډه کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي. دغو عالمان چې شمېر یې سلګونو ته رسېده په افغانستان کې جګړه ناروا وګڼله او ویې ويل چې دا جګړه هېڅ ډول دیني او شرعي اړخ نه‌لري. دوی دغه شان په افغانستان کې پر جوماتو او دیني عالمانو حملې هم وغندلې. دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د کابل په یوه جومات کې دیني عالم سمیع الله ریحان ووژل شو او دغه شان روانه اوونۍ د حج اوقافو وزارت د کار کوونکو په یو موټر د ماین چاودنې له امله لس کسان ټپیان شول.



د لوګر ښوونځیو ته په لسګونه زره نوي زده کوونکي جذب شوي

Mashaalradio.com 

که څه هم په لوګر کې جګړو او نا امنیو د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی، خو بیا هم د پوهنې ریاست چارواکي وایي،چې د قومي مخورو، دیني عالمانو اوروڼ اندو په مرسته يې څه باندې ۲۰ زره زده کوونکي چې له ۷ زره ډېرې یې نجونې دي ښوونځیو ته جذب کړي دي.

افغان ولسمشر سعودي عربستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سبا د پنجشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ځي. د افغانستان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په‌دې اړه رسنیو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي چې د ښاغلي غني د دې سفر هدف د اسلامي همکاریو د سازمان په ۱۴مه عمومي غونډه کې ګډون کول دي. چخانسوري دا هم وايي چې ولسمشر به په‌دې غونډه وینا هم وکړي او په خپلو خبرو کې به تر ډېره د افغان سولې په پروسې تمرکز وکړي. نوموړی وايي چې په‌دې ناسته کې به په اقتصادي همکاریو هم بحثونه شي.

بلجیم یو روسی وګړی چې د داعش په شک نیول شوی مسکو ته سپارلی

Pa.azadiradio.com 

بلجیم یو روسی وګړی چې په داعش ډله کې د شاملېدو په شک نیول شوی، مسکو ته سپارلی دی. د روسيې د فدرالي امنیت ادارې نن د چهارشنبې په ورځ وویل چې امام پاشا احمدوف د سې شنبې په ورځ دوی ته سپارل شوی او دا مهال په توقیف کې دی. د روسي چارواکو په خبره احمدوف په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په داعش ډله کې شامل شوی و او په جګړو کې يې برخه درلوده. د روسي مقاماتو په خبره شاوخوا دوه زره روسي وګړو په سوریه او عراق کې د داعش ډلې په ملاتړ جګړو کې برخه اخېستې ده.

د انتخاباتو کمېسیون: ۳ واړه ټاکنې په یوه وخت نه‌شي کېدای

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه وخت کې ونه‌شي. د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وخت د کموالي له امله دا درې واړه ټاکنې په یوه وخت نه‌شي کېدای. د مېرمن نورستاني په وینا د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته وشي. دا چې د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني انتخابات به دقیقاً کله کېږي، د انتخاباتو د کمېسیون مشرې يې په اړه څه ونه ویل.

د ملي امنیت افغان سلاکار د پاکستان د پوځ له مشر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره شپه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وکتل. د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په‌‌دې کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې او نورو مهمو مسئلو په اړه خبرې وشوې. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي د پاکستان د پوځ د مشر په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر کړی دی.

ارزګان کې د عملیاتو په پایله کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان ځانګړو ځواکونو له ملي اردو سره په ګډه د ارزګان ولایت په مرکز ترينکوټ او د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وايي، په‌‌دغو عملياتو کې ۱۹ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي. د علوي په خبره په ترسره شویو عملياتو کې د ارزګان د مرکز ترينکوټ یوه مهمه لار چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، هم خلاصه شوې ده. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ونه‌ویل چې په‌دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او که نه؟... Читать дальше...

په بغلان کې ۸ طالبان او ۶ سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په یوې نښته کې اته طالبان او ۶ سرتېري وژل شوي دي. د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا مرګ‌ژوبله د بغلان-سمنګان پر لویه لاره تېره شپه پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو د برید او افغان ځواکونو د ځوابي ډزو په نتیجه کې اوښتې ده. خو د بغلان امنیتي مقاماتو په‌دې نښته کې د افغان ځواکونو تلفات لا نه‌دي تأیید کړي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د بغلان د تازه نښتې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د هندوستان د کرکټ لوبډلې بنګله‌دیش ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ لوبډلې په «ورام اپ» لوبه کې بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه او په‌دې سره د کرکټ د نړیوال جام تمریناتي سیالۍ پای ته ورسېدې. سبا پنجشنبه د نړیوال جام د رسمي سیالیو لومړۍ لوبه د انګلنډ او سوېلي افریقا ترمنځ ترسره کېږي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه د استرالیا پر وړاندې ترسره کړي.


Музыкальные новости




Персональные новости




د فوټبال لوبڅار حلیم اقا شېرزاد له خپلې درجې یو قدم وړاندې شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال لوبڅار حلیم اقا شېرزاد د اسیا د پیاوړو او ځیرکو لوبڅارو په منځ کې له خپلې درجې یو قدم وړاندې شوی دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو مسؤل شمس امیني نن د چهارشنبې په ورځ ازادي را‌ډیو ته وویل چې ښاغلي شېرزاد د فوټبال د لوبڅارانو د ارزیابۍ دوهمه مرحله هم په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د ښو نُمرو په ترلاسه کولو سره درېیمې مرحلې ته لاړ. ښاغلی شېرزاد به د لوبڅارانو د ارزیابۍ د درېیمې مرحلې لپاره تاجکستان ته ځي او د بریالیتوب په صورت کې به د اسیا د پیاوړو او ځیرکو لوبڅارانو په ډله کې شمېرل کېږي.

افغانستان د جنوبي اسیا د هېوادونو په سیالیو کې له ګډونه پاتې شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، افغانستان د جنوبي اسیا د هېوادونو په سیالیو کې له ګډونه پاتې شو. د دې کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې سیالیو کوربه هېواد نیپال د امکاناتو د نه‌لرلو له امله په‌دې سیالیو کې افغانستان ته د ګډون د بلنې د نه‌ورکولو له امله بخښنه وغوښته. دی وايي: "د جنوبي اسیا د هېوادونو په سیالیو کې افغانستان برخه نه‌شي اخیستی، ځکه د دې سیالیو کوربه هېواد له افغانستانه بخښنه وغوښته او موږ په‌دې سیالیو کې له ګډونه پاتې... Читать дальше...

هند هغه راپورونه ردوي چې په «O» پیل شوي افغان پاسپورټونه نه‌مني

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د هند سفارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په «O» توري پیل شوي افغان پاسپورټونه نه‌مني. د هند سفارت پر خپله ټویټرپاڼه نن لیکلي چې دا راپورونه بې‌اساسه دي. په کابل کې د پاسپورټ ریاست هم ویلي چې په‌دې اړه ورته د هند له سفارت څخه کوم رسمي مکتوب نه‌دی رسېدلی. یو شمېر سیاحتي شرکتونو چې په کابل ښار کې فعالیت کوي اعلان کړی و چې د راتلونکې جون میاشتې له ۱۵مې نېټې د هند سفارت هغه افغان پاسپورټونه نه‌مني چې په «O» توري پیل شوي وي.

پکتیا کې افغان ځواکونو لوی شمېر وسله نیولې

Mashaalradio.com 

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په مرکز ګردېز کې ۳۵۸ میله بېلابېله وسله چې په یو لوی باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وه له پنځو تنو لیږدونکو سره یو ځای نیولې ده. د چارواکو په وینا، د یادې وسلې سره په خوا کې ۵۳ د چره ییزو ټوپکو ميلونه او ۳۵۶ د مرمیو شاجورونه هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي. د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت مشال راډیو ته وویل، دغه وسلې د پولې له پورې غاړې د تخریبي فعالیتونو په موخه راوړل شوې وې، چې د ملي امنیت منسوبین يې په نیولو بریالي شول. حسرت زیاتوي، د یادو... Читать дальше...

بولتون: سمندري ماینونه چې د تېلو پر ټانکر کارول شوي ایراني دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وايي، دا تقریباً یقیني ده چې ایران د تېلو پر هغه ټانکر په برید کې لاس لري چې د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې شوی و. جان بولتون نن د متحده عربي اماراتو مرکز ابوظبۍ ته په رسېدو خبریالانو ته وویل، هغه سمندري ماینونه چې د تېلو پر ټانکر په برید کې کارول شوي تقریباً ایراني دي. امریکا، امارات او سعودي عربستان چې په سیمه کې د ایران سیالان دي، تهران په خلیج کې د تېلو په ټانکرونو په بریدونو تورنوي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي،... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net