په بغلان کې ۸ طالبان او ۶ سرتېري وژل شوي
د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا مرګژوبله د بغلان-سمنګان پر لویه لاره تېره شپه پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو د برید او افغان ځواکونو د ځوابي ډزو په نتیجه کې اوښتې ده.
خو د بغلان امنیتي مقاماتو پهدې نښته کې د افغان ځواکونو تلفات لا نهدي تأیید کړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې د بغلان د تازه نښتې په اړه څه نهدي ویلي.
