Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 11.05.2019

ننګرهار: په بې وزلو کورنیو کې خوراکي توکي ويشل کېږي

Mashaalradio.com 

په ننګرهار ولایت کې څلور نیم زره بې وزله کورنیو سره د سعودي عربستان په مرسته د یو میلیون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. چارواکي له دې مرستو خوشاله دي خو وايي، په کار ده چې سعودي نوري بنیادي مرستې هم به افغانستان کې وکړي.

نوري: د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۷ ماشومان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې د مقر ولسوالۍ اړوند د چمبرانو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۷ تنه ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، دغه پېښه په داسي مهال رامنځته شوي چې دغه ماشومان په دغه ځای کې په لوبو بوخت وو." نوري زیاتوي،... Читать дальше...

د شبرغان په ښار کې د بېځایه شویو وضعیت!

Pa.azadiradio.com 

د شبرغان په ښار کې له روژه ماتي وړاندې د جګړو له امله د بېځایه شویو ښځو وضعیت! له ګڼې ګوڼې ډک په دغه بازار کې یو شمېر بېوزله چې ډېری یې د بېځایه شویو کورنیو ښځې دي، خیرات غواړي. ویډيو: عالم رحمانیار اېډېټ:لېمه هادي



مینه منګل چا او ولې ووژله؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیس وايي، د افغانستان د ولسي جرګې د کارکوونکې مینې منګل په وژنه د هغې پخوانی مېړه...

ډاکترې سهېلا صدیق له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته کړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې ډګر جنرال پوهاند دوکتور سهېلا صدیق هغه مېرمن ده چې له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته یې کړي، خو اوس خپله د الزایمر په ناروغۍ اخته شوې. سهیلا صدیق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ ډاکتره وه چې په پوځي روغتون کې یې ګډ کار کاوه. نوموړې د سردار محمد داود خان له کورنۍ ده چې پرته له یوې خور بل خپل نه لري. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي

سهیلا صدیق هغه مېرمن چې له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته یې کړي

Pa.azadiradio.com 

ډګر جنرال پوهاند دوکتور سهیلا صدیق هغه مېرمن ده چې له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته یې کړي، خو اوس خپله د آلزایمر په ناروغۍ اخته شوې. سهیلا صدیق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ ډاکتره وه چې په پوځي روغتون کې یې ګډ کار کاوه، دا د سردار محمد داود خان له کورنۍ ده چې پرته له یوې خور بل هېڅ څوک هم نه لري. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي



د کانونو وزارت: د کانونو په برخه کې د پانګونې تګلاره مشخصه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یوشمېر کانونو د استخراج لپاره د بهرنیو پانګوالو د پانګونې غوښتنه کوي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پانګوالو د پانګونې لپاره تګلاره مشخصه شوې ده. ده وویل: "د دې لپاره زمونږ تګلاره ډېره واضح ده، په هغو برخو کې چې بهرني پانګوال باید راشي او پانګونه وکړي، مونږ مشخصې کړي، لکه تالک، مرمر، کرومایټ، نفت او د لاجوردو په برخه کې غواړو چې بهرني پانګوال راشي او له داخلي پانګوالو سره کار وکړي." د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت... Читать дальше...

۷۰ کلن ښوونکی په کوڅو کې ماشومانو ته درس وایي

Mashaalradio.com 

د عراق په کرکوک ښار کې یو ښوونکی خامس علي وایي دی نغواړي چې د جنګونو له امله د ماشومانو وخت ضایع شي نو په کوڅه کې یې ماشومانو ته زدکړې پېل کړي دي. نوموړی وایي د خپل کور مخې ته ماشومان راټولوي او هره ورځ ورته سبق ښیي.

ملګري ملتونه: حوثيانو منلې چې له سره سمندرګي خپل ځواکونه په شا کوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونو وايي، په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو منلې چې د سره سمندرګي له درې بندري تاسیساتو څخه به په یو اړخیزه توګه خپل ځواکونه په څلورو ورځو کې په شا کوي. دا بهیر چې نن شنبه پیلېږي، کولی شي چې یمن ته د بشري مرستو د رسولو نوې لارې پرانیزي، چېرې چې له قطحۍ د میلونونو انسانانو د ژغورنې لپاره مرستو ته سخته اړتیا ده. د دې ژمنې له مخې حوثي یاغیان وايي، دوی به په لوېدیځ ساحل کې د سره سمندرګي له حدیده، صالیف او راس عیسی بندرونو څخه خپل ځواکونه وباسي. د ملګرو ملتونو د بیا ځای پر ځای... Читать дальше...

امریکا په منځي ختیځ او فارس خلیج کې خپل جنګي ځواک پیاوړی کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو په منځي ختیځ او فارس خلیج کې خپل جنګي ځواک پیاوړی کړی دی. سیمې ته یې تازه د ارلنګټن په نوم بېړۍ چې پوځیان لېږدوي، استولي، زغروال ګاډي او الوتکې یې هم لېږلي دي، همداراز یې د پیټرویات توغندیو وسایل انتقال کړي دي. د امریکا دفاع وزارت وایي چې ایرلنګټن بېړۍ به له ابراهام لنکن بېړۍ سره چې الوتکې لېږدوي، یوځای شي. امریکا سیمې ته دوه پنځوس الوتکې تر دې مخکې استولې وې. واشنګتن وایي چې دا هڅې د دې لپاره دي چې د ایران د تهدیدونو مخه ونیول شي. واشنګتن د ایران د تېلو او فلزاتو... Читать дальше...

له شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د ۷۰ غړو هېوادونو غوښتنه!

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ اویا هېوادو له شمالي کوریا وغوښتل چې له اټمي وسلو، بالستیک توغندیو او د دې له اړوندو پروګرامو چې د نړۍ سولې ته بېځایه ستر ګواښ دی، لاس واخلي. د امریکا متحدو ایالتونو، جنوبي کوریا، د اسیا، لاتینې امریکا، افریقا او اروپا یو شمېر هېوادونو پرون دا پرېکړه لیک چې طرحه یې فرانسې وړاندې کړې وه، لاسلیک کړ. روسیې او چین چې د شمالي کوریا متحدان دي، د دې سند له لاسلیکه ډډه وکړه. شمالي کوریا تېره اوونۍ دوه ځله د لنډ واټن توغندیو ازموینې وکړې.


Музыкальные новости




Персональные новости




امریکا د افغان ځواکونو د بودیجې یوه برخه د مکسېکو پر دېوال لګوي

Mashaalradio.com 

د امریکا دفاع وزارت به یو اعشاریه پنځه ميلیارده ډالر چې په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په ګډون د یو شمېر پروژو لپاره ځانګړي شوي وو، له مکسیکو سره پر ګډه پوله د دېواله پر جوړولو ولګوي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه کارکوونکې مینه منګل ووژل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ټلویزیوني خپرونو پخوانۍ چلوونکې او د افغانستان د ولسي جرګې د یوه کمېسیون سلاکاره مینه منګل په کابل کې د وسله والو موټرسایکل سپرو له خوا ووژل شوه. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې نوموړې نن سهار د کابل په کارته نو سیمه کې په ډزو وژل شوې او وژونکي یې تښتېدلي دي. ښاغلی رحیمي وايي، د مینې د پلار د خبرو پر بنسټ، دا پېښه د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې چې په وینا یې څېړنې یې په اړه پیل شوي دي.

چارواکي: په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۲۳ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ځایي چارواکي وایي، په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي. د دغه ولایت امنیتي مسؤلینو ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پرمهال يې د عامه نظم هغه کنډک هم له وسله والو طالبانو نیولی کوم چې درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو سقوط کړی و. د مسؤلینو په خبره چې په تصفیه شویو سیمو کې د امنیتي پوستو پر جوړلو به هم کار پیل کړي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ګردېز ښاروالۍ ۲۴ قلمه بېلابېلو توکو ته په افغانیو نرخونه ټاکلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروالۍ په دغه ښار کې پر کلدارو د پېر او پلور د مخنیوي له پیل شوې پروسې سره د مرستې په پار د ۲۴ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو ته په افغانیو نرخونه ټاکلي دي. که څه هم د ګردېز د ښاروالۍ دا کړنه د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې له نیوکې سره مخ شوې، خو د ګردېز ښاریانو د ښاروالۍ دا کړنه ستایلې او د عملي کېدو غوښتنې یې کړي دي.  د ګردېز ښاریان وایي، مخکې به چې یو جنس په شلو کلدارو و، هغه اوس تقریباً په پنځلس افغانۍ دی چې په دې کې ټول زیان د عام ولس دی. دوی له مسؤلو چارواکو غواړي چې دغه بیې د کاغذ پرمخ پرېنږدي او تطبیق یې کړي. Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net