د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ تر دې رارسیدلی چې ښایي امریکا یولک او شل زره پوځیان فارس خلیج ته ولیږي.
په دې خبرې ټولګه کې مو په چین کې له یوه کنفرانسه خبرو چې د افغانستان استازی هم برخه پکې اخلي. دا به هم ووینئ چې وټس اپ ته د جاسوسي وسله نصب شوې او د سپوږمۍ په اړه نوې څیړنې شوې
د افغانستان او متحده ایالاتو حکومتونو په سېشنبه د مې پر ۱۵مه نېټه له کابل حکومت سره په ولسي برخه کې کېدونکیو امریکايي مرستو ته بیا کتنه په یوه ګډه غونډه کې پیل کړې.
په هند کې ټاکنې روانې دي. مشهورو کرکټ لوبغاړو او فلمي ستورو هم په کتارونو کې تر ودرېدو او اوږده انتظار وروسته، رايې واچولې. په دې ويډيو کې يې کتلی شئ.
ويډيو: رويټرز
ايډيټ: بشير ګواښ
د اړیکو نیولو لپاره د استعمالېدونکي وټس اېپ اداره وايي، انټرنیټي غلو یا هېکرانو د دوی په نظام کې له یو کمزورۍ ګټه اخیستې او په ځینو ټلیفونونو او نورو داسې وسیلو کې یې د څارنې لپاره آله لګولې وه.
د بلوچستان خوړو او غذايي نیوټریشن پروګرام چارواکي وايي، په دې صوبه کې د خوړو او غذاییت د کمۍ له وجې هر دوهم ماشوم د وړوکي قد او کم وزن ښکار دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له روسيې مشرانو سره د خبرو لپاره د دې هېواد ساحلي ښار سوچي ته رسېدلی دی.
د کابل په پل چرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخوډب کې ۴ بندیان وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخوډب کې ۴ بندیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې پهدغې پېښه کې ۲۰ پولیس هم ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د څرخي پله په زندان کې په رامنځته شوي اخو ډب کې ۴ زندانیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د افغانستان په روانو مسایلو کې سوله او انتخابات هغه دوه مهمې پروسې دي چې تقریباً هممهاله یې چارې روانې دي، خو د یو شمېر...
علی صفر په۱۳۹۷لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۴مه نېټه په دشت برچي سیمه کې د موعود کورس په برید کې ووژل شو.
د خوست ښار د متون غونډۍ په کورونو کې د وسلوالو مخالفینو د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو یو ډيپو او په تور يې درې کسان نیول شوي دي.
د افغانستان ولسمشر په جلالاباد کې پرونۍ حمله تروریستي بللی او ویلي دي چې:
"تروریستانو بیا ثابته کړه چې د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لري."
د ارګ په بیان کې د جمهور رئیس په حواله لیکل شوي چې:
د "ترورېستانو داسې حملې پر روښانه راتلونکي د خلکو باور نهشي کمزوری کولای."
په جلالاباد کې پرون د مې په ۱۳مه څلور چاودنې وشوې.
د ننګرهار والي وویل چې په حملو کې څلور ملکي وګړي ووژل او شل تنه زخمیان شول.
په ننګرهار کې داعش او وسلهوال طالبان فعالیت لري.
هلته د پرونیو حملو مسؤلیت کومې ډلې نهدی اخېستی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی دی.
له کله راهیسې چې امریکا پر ایران خپل بندیزونه تمدید کړي، هند د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.
جواد ظریف نن د مې په ۱۴مه، وویل چې په سیمه کې د تازه پرمختګونو او دوه اړخېزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.
ظریف د هند د بهرنیو چارو د وزیرې، سوشما سوراج سره تر کتنې مخکې، وویل:
"هند زموږ ډېر مهم سیاسي، اقتصادي او سیمهييز شریک دی."
امریکا تېر کال د ایران سره له نړیوالې موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، ووته.
امریکا سږکال پر ایران بندیزونه له سره نافذ کړل. Читать дальше...
د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې میشت مسلمانان د روژه ماتي لپاره ځانګړې تیاریانې نیسي. په پاکستان، افغانستان، هند، بنګله دېش، مصر او سوډان کې د روژه تیانو د تیاریانو په اړه د رویټرز او اې ایف پي ویډیوګانې، ظفرخان اېډیټ کړې دي.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې چې د پېسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) سره پر کړي معاهدې پارلېمان پوه کړي.
د مې پر ۱۳مه برسلز ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو د ناڅاپي سفر پر مهال د ایران په اټومي تړون کې شاملو اروپايي هېوادونو د واشنګټن او تهران ترمنځ د پوځي تناو په زیاتیدو اندیښنه وښوده.
په خېبر پښتونخوا کې ټرافیک پولیس وايي، له یوې خوا روژه ده او له بلې خوا سخته ګرمي، په داسې حال کې خپله دنده ترسره کوي خو ولس ورسره مرستې نه کوي.
په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.
سپینه ماڼۍ پر داسې پوځي پلانونو کار کوي چې پر امریکايي ځواکونو د ایران له لوري د حملې په صورت کې یا پهداسې حالت کې چې ایران خپل اټمي پروګرام چټک کړي، امریکا وکولای شي چې یو لک او شل زره عسکر منځني ختيځ ته واستوي.
دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی دی.
ورځپاڼې پرون د مې په دیارلسمه، د پټو سرچینو په حواله وویل چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، پاتریک شانهان خپل دا پلان تېره اوونۍ د لوړ رتبه امنیتي چارواکو په غونډه کې بحث ته وړاندې کړ.
د ټایمز په حواله، پهدې پلان کې مختلف امکانات شامل شوي او عملي کول یې ښايي میاشتې وخت ونیسي. Читать дальше...
د هېواد په کچه د سوځېدلو د درملنې لومړنی ځانګړی مرکز په کابل کې پرانېستل شو.
میکو ډیو د تنزانیا د دار سلام ښار سره تعلق لري، پنځلس کاله وړاندې د برګي/پیس ناروغۍ وهلی دی. خو وايي دا یې خپله ښکلا ګرځولې او په ماډلنګ کې یې لوړ مقام ترلاسه کړی دی. د رویټرز دا ویډیو رپورټ منورشاه پښتو ته اړولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز یو ځل بیا د افغان حکومت له مشرانو سره ګوري.
د نورستان اوسیدونکي وايي، اکثره ښوونځي يې ودانۍ نهلري چې له امله یې زدهکوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.
نن د سې شنبې په ورځ ۱۲ بجې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د مخابراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې.
د پولیسو ویاند جاوېد بشارت ازادي رآډیو ته وویل چې چاودنه په یوه ښاري ټکسي کې شوې.
د بغلان د عامې روغتیا د ریاست مرستیال ډاکټر عبدالعلیم غفاري وویل چې د پېښې له ځایه د مېرمنو او ماشومانو په ګډون څلور تنه روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی ولې دولتي چارواکي د داسې پېښو پړه پر طالبانو اچوي.
د لېورپول غوره ستوري د انګلستان په غورهلیګ فصل کې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.
د ورزشي وېبپاڼو له مخې، ویرجیل فن ډایک پهدې لاره کې زیات سیالان لرل، خو چانس ورسره مل نهو او ونه توانېد چې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.
د فصل غوره لوغاړی د مینهوالو، د غورهلیګ د ۲۰ ټیمونو د لوبډلمشرانو او د انګلستان د فوټبال د یو شمېر غوره کارپوهانو لهخوا غوره کېږي.
په تېر فصل کې دغه لقب محمد صلاح خپل کړی و.
ټاکل شوې نن سې شنبه مجیب ځدران په ایرلنډ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي.
مجیب ځدران، نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د افغانستان د کرکټ هغه درې تکړه لوبغاړي دي چې د هندوستان د غورهلیګ سیالیو په لوبو کې بوخت وو.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته پهدې اړه وویل:
"زموږ دا درې لوبغاړي د نړۍ په کچه له غوره لوبغاړو څخه دي، دا لوبغاړي چې د ملي لوبډلې په جوړښټ کې یو ځای شي د ملي لوبډلې ترکیب به لا پیاوړی شي او موږ هیله مند یو چې له ایرلنډ سره... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net