د بغلان مخابراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې
د پولیسو ویاند جاوېد بشارت ازادي رآډیو ته وویل چې چاودنه په یوه ښاري ټکسي کې شوې.
د بغلان د عامې روغتیا د ریاست مرستیال ډاکټر عبدالعلیم غفاري وویل چې د پېښې له ځایه د مېرمنو او ماشومانو په ګډون څلور تنه روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی ولې دولتي چارواکي د داسې پېښو پړه پر طالبانو اچوي.
