د بېپولې خبریالانو نړیوالې ادارې ۲۰۱۸ میلادي د افغانستان رسنیو ته یو خونړۍ کال بللی چې ددې ادارې د راپورونو پر بنسټ په دې کال کې ۱۵ افغان خبریالان وژل شوي.
ددې کال خونړۍ ورځ ۳۰ د اپریل وه چې لس خبریالان پکې ووژل شول.
نور په دې ویډیوي راپور کې وګورئ چې تمیم اخګر جوړه کړې.
په سري لنکا کې پر کلیساګانو په بریدونو کې په وژل شوو کې یو داسې کورنۍ هم وه چې اوس یې یوازې یوه مېرمن پاته شوې ده. رویټرز اژانس ورسره خبرې کړي دي او بوریوال کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي
ایجاد حکومت موقت برای رسیدن به صلح ظاهراً یکی از موارد بحث در برخی کمیته های جرگه مشورتی صلح بوده است.
د خیبر پښتونخوا په ګډون له ټول پاکستانه کلرکانو په اسلام اباد کې د پرېس کلب او د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاج کړې. دوی له حکومت د تنخاګانو په زیاتولو او د کورونو کرایو د کمولو غوښتنه کوله. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مشورتي لوېې جرګې کمېټو د خپلو غړیو د نظریاتو راپور، د جرګې اداري پلاوي ته وړاندې کړ.
د افغانستان د سولې لپاره د جرمني استازي او طالب استازو په قطر کې پر یو شمېر مسئلو خبرې کړي دي.
د طالبانو د قطر د دفتر یوه مسؤل سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وویل، دواړو لورو د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د جرمني د رول، د سولې د روانې پروسې، د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي او اړینو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر مسئلو خبرې وکړې.
راپورونه وايي، چې د جرمني ځانګړي استازي د طالبانو له مرستیال مشر ملاعبد الغني بردار سره کتنه کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي... Читать дальше...
د سولې د مشورتي لویې جرګې پنځوسو کاري کمېټو د اوربند په ټینګښت او د بین الافغاني خبرو په ژر پیل ټینګار وکړ. نن د مې دویمه د یهودانو د ډلوژنې یا هولوکاست د یادښت ورځ ده. د کابل د سیند په غاړه د تفریح یو لوی پارک جوړ شوی.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې اداره یا اوچا وايي، د تېرې اپریل میاشت تر ۳۰مې پورې د ننګرهار د خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو څه د پاسه ۵۶ زره اوسېدونکي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
دې ادارې نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان پهدې ولسوالیو کې د ناامنیو او جګړو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د دې بې ځایه شویو څخه په سلو کې ۶۳يې د ننګرهار په سرو رود ولسوالۍ کې او یو شمېر نور يې په جلالاباد ښار او کامې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبد الله ترکيې ته تللی دی او د روانې لويې مشورتي جرګې په وروستۍ ناسته کې به ګډون ونهکړي.
د اجرائیه ریاست سلاکار پاینده حکمت صافي نن ازادي راډیو ته وویل، په مشورتي لویه جرګه کې د نه ګډون په اړه د عبدالله عبدالله پریکړه بدله شوې نه ده.
تردې وړاندې د مشورتي لويې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف له ټولو هغو سیاستوالو چې دا جرګه يې تحریم کړې، غوښتنه وکړه چې د دې جرګې په وروستۍ ناسته کې برخه واخلي.
د عبدالله عبدالله سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندانو هم په روانه جرګه کې برخه نهده اخېستې.
دغه ډیم چې د سوات سیند په اوبو د مونډا اوبه خور په ځای کې جوړېږي له پېښوره شمال پلو ته د ۳۷ کلومیټره په واټن پروت دی.
د مومندو یو ځایي مشر جنګریز مومند وایي په قبایلي سیمو کې په کورونو د چاپو وهلو او د لټون په عملیاتو کې امنیتي عسکرو د دوی د کورونود چادر او چاردیوارۍ خیال نه دی ساتلی
د سپیرې ځايي اوسېدونکو د ټیلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ د چهارشنبې له شپې...
د باجوړ ډپټي کمشنر محمد عثمان محسود د شهاب الدین خان زوی د یوې میاشتې لپاره په هري پور زندان کې بندي کړی دی چې غیرقانوني او غیرايني کړنه ده.
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او کومانډويي عملیاتو کې د کوټي شورا د دوو غړو په ګډون ۱۵وسله وال وژل شوي دي.
ایران ویلي د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او د هغوی له اتحادیانو سره ښې اړیکي غواړي.
د غزني چارواکي وایي، پهدغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په تازه هوايي بریدونو او کمانډويي عملیاتو کې د کوټې شورا د دوو غړو په ګډون ۱۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د غزني ولایت په واغظ، مقر او زنهخان ولسوالیو کې بېګاه شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په درېیو هوایي او یو لړ کمانډویي عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان، د هغوی د کوټې شورا د دوو غړو او ۷ بهرنیانو په ګډون ۱۵ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي."
نوري وویل چې... Читать дальше...
د هندوستان د کرکټ غورهلیګ «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې به نن شپه ممبی اېنډینز او سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړ شي.
دا سیالۍ د افغانستان پر وخت اووه بجې د هندوستان په ممبی ښار کې ترسره کېږي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز، ډېلي کپیټلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو د جدول لومړی ځای خپل کړ.
چنای لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته ۱۸۰ منډې هدف وټاکه چې ډېلي لوبډلې یاد هدف پوره نهشو کړای او په ۱۷م... Читать дальше...
د غور ولایت ورزشي مسؤلین وایي، پهدغه ولایت کې د غورهلیګ فوټبال سیالۍ پیل شوي.
د دې ولایت د فوټبال فدراسیون مشر امیر محمد غوري نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پهدغو سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی چې د روژې میاشتې تر پایه به ختمې شي.
ښاغلی غوري زیاتوي:
"دا د غورهلیګ سیالۍ دي چې د اتو لوبډلو او ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شوي، د ارش لوبډلې د کوهستان فېروزکوه لوبډلې ته درې د یو پر وړاندې ماتې ورکړه، د ښاروالۍ لوبډلې یو د صفر پر وړاندې فېروزکوه لوبډلې ته ماتې ورکړه."
نوموړی وایي، دا سیالۍ... Читать дальше...
د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي چې په کابل کې د ووشو د پیل شویو سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ د کابل، جوزجان، هرات او تخار لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوې.
د دې فدراسیون رئیس مشر سید الرحمن یورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"د هرات ولایت لوبډله د تخار پر وړاندې او کابل هم د جوزجان ولایت د لوبډلې پر وړاندې د لوبو ګټونکي شول."
نوموړي دا هم وویل چې دې سیالیو ته د ۲۹ ولایتونو او ایران او پاکستان نه کډوال لوبغاړي راغلي چې اته ورځې به دوام وکړي.
ښاغلی یورش وایي چې د ووشو سیالیو د جوړېدو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر له ...
د غزني چارواکي وايي، وسلهوالو د دې ولایت مرکز ته څېرمه د شمس بابا په نوم یو زیارت په بمونو الوزولی دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دغه زیارت وسلهوالو طالبانو تېره شپه شااوخوا درې بجې وران کړی دی او په وینا يې دا په تېر څه باندې یوه کال کې څلورم زیارت دی چې په بمونو الوزول کېږي.
تر اوسه پورې کومې ډلې په غزني ولایت کې د دې زیارت د ورانولو مسؤلیت نهدی منلی، خو دولتي چارواکي وايي دا کار طالبانو کړی دی.
وسلهوالو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، چینايي چارواکي په شمال لوېدیځ ولایت شین جیانګ کې د مسلمانانو د ډلهییزې څارنې لپاره له یوه سیستم څخه کار اخلي.
هیومن رایټس واچ وايي، چینايي مقامات د دې سیستم له لارې د مسلمانانو د مشخصاتو، تحقیق او زنداني کولو لپاره ګامونه اخلي.
د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز يې په نیویارک کې دی وايي، د چین حکومت د دې سیستم له لارې په شین جیانګ کې له عادي وګړو هم تحقیقات کوي.
د دې نوي اپلېکېشن پهواسطه د مسلمان وګړو وینه معاینه کېږي، د قد لوړوالی يې په نښه کېږي، څو... Читать дальше...
د سمنګان د ولایتي شورا چارواکي د ناامنۍ له زیاتوالي او پر یو شمېر ولسوالیو د وسلهوالو طالبانو د حملو له پراخېدو شکایت لري، دوی د یادې ډلې پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
د روماينا د جادو ګرو کاروبار په پرله پسې توګه انټرنېټ ته اوړي. په دې مشرقي اروپايي هېواد کې شا او خوا ۴۰۰۰ جادوګران په اروپا، اسيا او امريکا کې خپل ګاهکان لري. د دوی ډېری له مینې، پيسو او روغتیايي ستونزو سره کار لري. د رويټرز خبری اژانس ويډيويي راپور چې اسرار عالم مومند یې وړاندې کوي
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net