"IPL": ممبی اېنډینز او سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره مخ کېږي
دا سیالۍ د افغانستان پر وخت اووه بجې د هندوستان په ممبی ښار کې ترسره کېږي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز، ډېلي کپیټلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو د جدول لومړی ځای خپل کړ.
چنای لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته ۱۸۰ منډې هدف وټاکه چې ډېلي لوبډلې یاد هدف پوره نهشو کړای او په ۱۷م اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې وکړې.
